د غنيمت مال

السلام علیکم و رحمت الله و برکاته: محترمو زه دوه پوښتنی لرم او هیله لرم چه په وخت یی ځواب راکړۍ.
۱: ایا امیر المؤمنین او یا د مجاهدینو امیر کولی شی هغه مال چه مجاهدینو د غنیمت او یا فی په توګه له کفارو نه نیولی دی له منځه یوسی او یا یی وسوځوی؟
۲: د هغه کس شخصی مال اخیستل او یا خوړل کوم چه د کفارو مالونه په خپلو موټرو کی نقلوی جایز دی او که نه ؟

عبدالرحمن

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

غنيمت هغه مال دی چې مجاهدين يې د جنګ په ميدانو د حربي کفارو څخه نيسي دغه مال الله تعالی مجاهدينو ته حلال ګرځولی دی .

قوله تعالی : « فَكُلُواْ مِمَّا غَنِمْتُمْ حَلاَلاً طَيِّبًا وَاتَّقُواْ اللّهَ إِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ»[الأنفال: 69].

نو د هغه څه نه چې د غنيمت په توګه مو لاس ته راوړي دي (په ) حلال او پکيزه (ډول ) وخورئ او له الله څخه ووېرېږئ . بې شکه چې الله بخښونکی او مهربان دی .

غنيمت څرنګه تقسميږي ؟

الله تعالی د غنيمت د مال تقسيم په باره کې داسې فرمايلی دي :

: « وَاعْلَمُواْ أَنَّمَا غَنِمْتُم مِّن شَيْءٍ فَأَنَّ لِلّهِ خُمُسَهُ وَلِلرَّسُولِ وَلِذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ إِن كُنتُمْ آمَنتُمْ بِاللّهِ وَمَا أَنزَلْنَا عَلَى عَبْدِنَا يَوْمَ الْفُرْقَانِ يَوْمَ الْتَقَى الْجَمْعَانِ وَاللّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ»[الأنفال: 41].

او تاسې ته دې څرګنده وي هغه څه مو چې په غنيمت واخيستل نو يقيناً د هغه پنځمه د الله او رسول او د هغه د خپلوانو او يتيمانو او مسکينانو او مسافرو لپاره ده . که په الله او هغه څه ايمان لرئ چې مونږ د پرېکړې په ورځ د دواړو لښکرو د مخامخيدو په ورځ پر خپل بنده نازل کړی دی . او الله پر هر شي واکمن دی .

د غنيمت د مال څخه غلا کول حرام دي :

د غنيمت د مال څخه غلا کول حرام او ستر جرم بلل کيږي ځکه دغه عمل د مسلمانانو د زړو د ماتې سبب ګرځي او د مسلمانانو په مينځ اختلافات پيدا کوي او د دوښمن پر وړاندې له جنک کولو څخه غفل پيدا کوي نو په دې بنا د غنيمت د مال څخه غلا کول په اتفاق د امت حرام او کبيره ګناه ده .

الله جل جلا له  فرمايي : « وَمَا كَانَ لِنَبِيٍّ أَن يَغُلَّ وَمَن يَغْلُلْ يَأْتِ بِمَا غَلَّ يَوْمَ الْقِيَامَةِ » [آل عمران: 161].

فتاوي اهل سنت و الجماعت زياتوي که د مسلمانانو حاکم د کوم مصلحت له مخې د غنيمت مال وسوزوي جايز دی ( رقم فتوای 6431 ) .

د کفارو موالات حرام عظيم جرم دی :

هغه کسان چې کفارو ته خوراکي مواد ، البسه ، اسلحه او نور لوازم او تجهيزات رسوي موالات بلل کيږي

چې د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د کفر مرسته او کومک دی آمد يې حرام ، فقهاؤ کرامو د اور له سکروټو سره تشبيح کړی دی .

وقد نص فقهاء الإسلام في كتبهم من أئمة الحنفية والمالكية والشافعية والحنابلة وغيرهم من فقهاء الإسلام على تحريم بيعهم ما يستعينون به على المسلمين سلاحاً أو عتاداً أو دواباً فلا يجوز أن يعطوا طعاماً ولا أن يباع لهم طعام ولا شراب ولا ماء ولا خيام ولا شاحنات ولا نقل ولا أن تعقد معهم عقود صيانة أو نقليات ونحو ذلك والكسب الناتج عن ذلك كسب خبيث حرام ، وهو سحت، والسحت النار أولى به

د فقاؤ په اتفاق لکه ائمه حنفي ، ماليکي ، شافعي ، حنبلي او د امت نورو فقهاؤ په نزد د حربي کفارو سره بيع ، تجارت يا معاملات چې د مسلمانانو په مقابل کې د هغوی مرسته او مدد ور باندې کيږي حرام دي لکه سلاح ، او همدارنګه په هغوی باندې د خوراک او څښاک خرچول حرام دي ، د هغوی نقل او هغوی د سامان برابرول او نور حرام دي ددې کسب نه کټلی مال خبيث دی ، او تر دې مال د اور سکروټې غوره دي .

مګر دا چې د هغوی شخصي وسائل څه حکم لري ، په دې اړه مو اوس جواب پيدا نه کړ ، په اړه به يې ان شآء الله تحقيق وکړو .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً