د 20 مثقاله سرو زرو زکات څو ګرامه کيږي

ولوئ عالم د نړی د سرتاج  اسلامي لارښود چلونکي ته نيکی هیلی اوسلامونه وړاندي کوم :
زه يوه پوشتنه لرم هغه پدی ډول ده
زکات پر شل مثکاله سروزرو باندی نیم مثکال کیږی پوښتنه داده چی یوګرام څو مثکاله کیږی ؟

فريد احمد افضلي

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د سرو زرو د زکات نصاب 20 مثقاله دی او 20 مثقاله 85 ګرامه ګيږي ، يو مثقال 4.25 ګرامه او نيم مثقال دوه عشاريه يوسل او پنځه ويشت 2.125 ګرامه کيږي .

مثلاً که د يو ګرام مستعملو سرو زرو يا طلا نرخ 1800 افغانۍ فرض کړو نو د زکات اندازه به مساوي شي په :

1800×2.125=3825 AFS

و الله اعلم

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً

آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي