کمپيوټرې لوبې لکه قطه بازې و غيره څه حکم لري ؟

دانلاین اسلامی لارښود ویب پاڼو ښاغلوچلوونکو!
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاتو
غواړم په لنډو ټکو کې و پوښتم چې قطعې کول د تفریح په موخه څه حکم لري؟
او همدارنګه نورې لوبې چې کمپیوتر او مبایل کی ترسره کیږی حکم یی څه دی ؟
هیله ده په بیړه څواب خپور کړی
په عزت اوسی

رحمت

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

الله تعالی انسان د يوه ستر هدف د پاره پيدا کړی دی او هغه ته يې امر کړی دی چې خپل شرعي وظايف په ښه شان تر سره کړي او د قيامت په ورځ د هغه څخه د هرې لحظې پوښتنه کيږي چې عمر دې په څه کې تير کړی دی ، نو ځکه مسلمان بايد خپل قيمتي وخت په بيهوده او بې ګټې چې د نيا او آخرت په زيان وي تير نه کړي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم د بې هوده لوبو او لهو لعب په باره کې فرمايلي دي چې :

 «‌كل شي‌ء ليس من ذكرالله فهو لغو و سهو الا اربع خصال‌: مشي الرجل بين الغرضين و تأديب فرسه‌، و ملاعبته اهله‌، و تعليم السباحة‌، أخرجه النسائي‌»‌.(الدر المنثور:4/86)

ټولې لوبې او بازۍ بې هوده او د الله تعالی له ذکر څخه غافله کوونکي دي بغير له څلورو شيانو :د سړي تګ يا منډه د دوو اهدافو تر مينځ ، د آس تأديب او آمده کول ، د خپل اهل سره ملاعبه او لامبو يا آب بازي .

ددې صحيح حديث په دليل ټولې لوبې بې هوده او لهو لعب بلل کيږي چې ددې جملې يو هم ورق بازې ده ، چې علماؤ حرام او مکروه تحرمي بللې ده ، امداد المفتين په صفحه ۱۰۰۲ او د هند ستر مفتي په کفايت المفتي ۹/۱۹۹ ليکلی دی .

او همدارنګه معاصر فقيه علامه زحيلي ليکي: «‌و يحرم بالاتفاق‌كل لعب فيه قمار… و ما خلا القمار و هو اللعب الذي لا عوض فيه في الجانبين و لا من احدهما فمنه ما هو حرام و منه ما هو مباح‌، لكن لايخلوكل لهو غير نافع عن الكراهة لما فيه من تضييع الوقت و الاشتغال عن ذكرالله و عن الصلوة و عن‌كل نافع مفيد»‌.(الفقه الاسلامي:3/561)

همدارنګه د البلد الحرام علماء ليکي : سترنج او ورق بازي حرامه ده ځکه دا غفلت مينځ ته راوړي او د الله تعالی د ذکر څخه د عفلت سبب ګرځي ( فتاوي علماء البلد الحرام -4/437) .

او که په ورق بازی کې شرط وي قمار دی چې قمار عظيمه ګناه او شيطاني عمل دی .

و الله سبحانه و تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً