په روژه کې د حيض د ځنډولو درمل کارول څه حکم لري ؟

سلامونه او نيکي هيلي.
که کومه ښځه په روژه کي د قضايي د نه راوړلو په خاطر گولئ استعمال کړي څه حکم لري.
په درنښت مننه

ثنا خور

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

ددې درملو کارول د الله د اطاعت د تعين د پاره څه وجه نه ليدل کيږي ، ځکه حيض يو شی دی چې الله جل جلا له  د آدم عليه سلام د لوڼو د پاره ليکلی دی يعنې يو فطري شی دی .

په حجة الوداع کې عايشه رضی الله عنها د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم سره د عمرې د ادا کولو د پاره ملګرې وه ، کله چې مکې ته داخل شي په هغې باندې حيض راغی نو بی بی عايشې رضی الله عنها ژړل ، رسول الله صلی الله عليه وسلم هغې ته وويل : ولی ژاړې هغې وويل زه حايضه شومه ، رسول الله هغې ته وويل : دا هغه څه دي چې الله تعالی د آدم د لوڼو د پاره ليکلي دي .

يعنې مسلمانه بی بی به په دې باندې خفګان نه کوي چې زما عبادت نيمګړی شو ځکه دواړه د الله تعالی حکمونه دي روژه نيول د الله تعالی حکم دی او د حيض په موده کې روژه نه نيول هم د الله حکم دی .

نو کله چې په روژه کې حيض راشي د الله تعالی په قدر دې صبر وشي او د حيض د مخڼيوي درمل دې نه کاروي ځکه اوسنيو تحقيقاتو دا ثابته کړې چه که د حيض د مخنيوی او باردارۍ دوا وکارول شي نو په آينده کې به د رحم نظم ګډوډ کړی مثلاً د جينينو سقوط ، د حيض د دوری بې نظمې چې کله به مخکې راځی او کله ورسته او يا د پاکۍ نه ورسته بيا د وينی جريان .

نو پدی خاطر لدې ډول دوا څخه پرهيز ښه دی

ځکه چې په حيض کې بې شميره حکمتونه نغښتی دی که يې مخه ونيول شي شايد سخت ضرورونه منځ ته راوړي.

نو د حيض را تلل او نه را تلل پخپل واک کې نه بلکي د الله په واک کې دي چې يو فطري خواص دی.

لا نرى أنها تستعمل هذه الحبوب لتعينها على طاعة الله ؛ لأن الحيض الذي يخرج شيءٌ كتبه الله على بنات آدم

وقد دخل النبي صلى الله عليه وسلم على عائشة وهي معه في حجة الوداع وقد أحرمت بالعمرة فأتاها الحيض قبل أن تصل إلى مكة فدخل عليها وهي تبكي ، فقال ما يبكيك فأخبرته أنها حاضت فقال لها إن هذا شيءٌ قد كتبه الله على بنات آدم ، فالحيض ليس منها فإذا جاءها في العشر الأواخر فلتقنع بما قدر الله لها ولا تستعمل هذه الحبوب وقد بلغني ممن أثق به من الأطباء أن هذه الحبوب ضارة في الرحم وفي الدم وربما تكون سبباً لتشويه الجنين إذا حصل لها جنين فلذاك نرى تجنبها . وإذا حصل لها الحيض وتركت الصلاة والصيام فهذا ليس بيدها بل بقدر الله . (موقع الاسلام سوال جواب )

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email