د افغانستان فتحه (په افغانستان کې د اسلام ظهور )

انلاین اسلامی لارښود پاڼی ټولو ښاغلو/آغلو کارکونکو ته خپل سلامونه وړاندی کوم الله دی وکړی چی پر ورځنیو چارو برلاسی اوسی.
زما یوه پوښته وه هغه دا چی افغانستان ته د چا په خلافت کی اسلام راغی او دلته په افغانستان کی د چا حکومت وو.

مننه  سيد مصطفی هاشمي

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په افغانستان کې د اسلامې فتوحاتو په وخت کې يو حکومت نه وو بلکي پر څو حکومتونو يا حکمرانيو ويشل شوی وو، لکه : د افغانستان په غربي مناطق د سيستان (سجستان ) حکمراني وه چې د ساسانيانو لخوا اداره کيده ، د زردشتي باطل دين پيروان وو.

د زابل او هغه چاپیر مناطق کې د زابلستان حکمراني وه چې د رتبيليانو لخوا اداره کيده ، په باميانو کې د شيرانو حکمراني وه چې د کوشانيانو د خاندان له بقاياوو څخه ؤه .

د هندوکش شمالي مناطق بلخ ، تخار ، ميمنه ، قندوز هم ځانګړی پاچاهي لرله چې مرکز يې قندوز د کوشانيانو خاندان پورې تړلي حکمرانانو حکومت ور باندې کولو .

په کابل او د هغه شا او خوا مناطقو کابلشاهانو حکومت کولو ، په غور باندې سوريانو حکومت کولو .

د اسلام نه مخکې په افغانستان د زردشت ، بودايي ، يهودي باطلو دينونه پيروي کيدله .

د اسلامې فتوحاتو پيل :

د افغانستان د شمالي سيمو فتحه :

 افغنسان ته د اسلام د فتحې لومړی لښکر د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه د خلافت په دور کې د عربو د سردار احنف بن قيس تميمي په مشري په کال د ۱۸ هجري کې افغانستان ته د ايران له لارې داخل شو او د افغانستان ځنې شمالي برخي لکه هرات ، بلخ نشاپور تر تخارستان پورې مناطق يې فتحه کړل .

او د حضرت عثمان رضی الله عنه په دور خلافت کې په افغانستان کې د فتوحاتو لمن نور هم پراخه شو کوهستان هم فتح شو ..

د افغانستان د جنوبي سيمو فتحه :

د حضرت عمر فاروق د خلافت دورې په ورستی برخه کې په کال د ۲۳ هجري کې د اسلام د فتحې کاروان د کرمان له ليارې د مسلمانانو د دوو قوماندانانو په مشری عاصم بن عمر او تميمي په مشری په سيستان باندې حمله وکړه او سيستان يې فتحه کړ ، وروسته د حضرت عثمان رضی الله عنه په فرمان د سيستان د پاره يو مدبر والي عبدالرحمن بن سمره وټاکل شو .

او د حضرت علی رضی الله عنه د خلافت په دوره کې زابلستان هم فتحه شو .

د کابل فتحه :

په کابل او د هغه چاپيره سيمو باندې کابلشاهانو حکومت کولو دا حکومت په افغانستان کې د هغه وخت تر ټولو قوي حکومت وو چې د اسلامې لښکر پر وړاندې سخت جنګيدلی دي .

اسلامي لښکر په ۳۶ هجري کال د مدبر قوماندان عبدالرحمن بن سمره په مشري په کابل باندې حمله وکړه او د يو کال سخت جنګ وروسته يې کابلشاه مات او کابل فتحه شو.

د کابل د فتحې وروسته اسلامې لښکر ملتان طرف ته مخ کړه لاهور او ملتان يې فتحه کړل .

و الله سبحانه و تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

——————————————

الفتوحات دوکتور فاروق حامد البدر
تاريخ افغانستان بعد از اسلام
فتوحات
تاريخ سيستان

 

Print Friendly, PDF & Email