د ا چې دين ته دعوت د ټولو وجيبه ده نو مونږ څه وکړو ؟

السلام علیکم!
دتاسو د خدمتونو نه یو جهان مننه!
دین ته د خلکو دعوت او همدارنگه دین ته خدمت د هرمسلمان وجیبه ده. دتاسو په نظر ددی وجیبی پرخای کولو لپاره مونژ چه وکرو لطفا مفصل معلومات راکری

محمد صابر

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

هر يو د تاسې مسئول دی

عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عُمَرَ رَضِيَ الله عَنْهُمَا يَقُولُ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم يَقُولُ:«كُلُّكُمْ رَاعٍ وَكُلُّكُمْ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ، الإِمَامُ رَاعٍ وَمَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ، وَالرَّجُلُ رَاعٍ فِي أَهْلِهِ وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ، وَالْمَرْأَةُ رَاعِيَةٌ فِي بَيْتِ زَوْجِهَا وَمَسْئُولَةٌ عَنْ رَعِيَّتِهَا، وَالْخَادِمُ رَاعٍ فِي مَالِ سَيِّدِهِ وَمَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ». (بخارى:853)

د عبدالله بن عمر رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :  هر يو د تاسې راعی (شپون ) دی او هر يو د تاسې د خپل رعيت (لاس لاندې کسانو ) په برخه کې مسئول دي (د رعيت په اړه به له ده څخه پوښتنه کيږي ) . د ټولنې رهبر د خپل رعيت شپون او د خپل رعيت مسئول دی ، سړی د خپل کور د اهل مسئول دی ،ښځه د ميړه په کور کې د خپل اولاد شپنه او مسئوله ده ، خادم د مالک په مال کې شپون دی او په دغه باره کې مسئول دی. .

ای پلاره ! ته د کور مسئول يې ستا نه د خپل اهل عيال په باب پوښتنه کيږي

ای مورې ! ته د پلار په غيابت کې د کور مسئوله يې ستا نه به د خپل اولاد په باب پوښتنه کيږي .

کور مسوليت دی ځکه الله تعالی فرمايي : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنْفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَاراً (ای مؤمنانو خپل ځانونه او خپل اهل عيال مو د دوزخ له اوره وساتئ ).

ای آمرصاحب ،ريس صاحب ،قاضی صاحب او معلم صاحب ستاسې نه به د خپل رعيت (لاس لاندې کسانو ) په باره کې پوښتنه کيږي كُلُّكُمْ رَاعٍ وَكُلُّكُمْ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ .

پس هر يو مسؤل دی د خپلو ماتحتو په باب له هغه څخه پوښتنه کيږي .

او هر مسلمان په دې دنده باندې مسؤل چې بل مسلمان ته به په نېکی امر کوي او بدو کارونو څخه به یې منع کوي هغه که د کور په سطحه وي يا د ټولنې .

{ كنتم خير أمة أخرجت للناس تأمرون بالمعروف وتنهون عن المنكر وتؤمنون بالله } ( آل عمران : 110 ) .

الحديث : من رأ منکم منکراً فليغيره .. (رواه المسلم )  .

الله جل جلا له  په قرآن کې د اسماعيل عليه سلام صفت بيانوي چې :

وَكَانَ يَأْمُرُ أَهْلَهُ بِالصَّلاَةِ وَالزَّكَاةِ … (55 المریم ).

او هغه خپلي کورنۍ ته په لمانځه او زکات حکم کاوه .

او فرمايي : وَأْمُرْ أَهْلَكَ بِالصَّلاَةِ وَاصْطَبِرْ عَلَيْهَا لاَ نَسْأَلُكَ رِزْقًا نَّحْنُ نَرْزُقُكَ وَالْعَاقِبَةُ لِلتَّقْوَى (طه 132 )

(او خپله کورنۍ لمانځه ته وبوله . او ته پخپله هم په هغه کې کلک اوسه . مونږ له تا څخه روزي نه غواړو (بلکي) مونږ تا ته روزي در کوو او ځان ساتونکو ته ښه پايله ده) .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي «مروا أبناءكم‌ بالصلاة‌ لسبع‌ واضربوهم ‌عليها لعشر وفرقوا بينهم‌ في‌ المضاجع»  (مسند احمد ) .

(خپلو اولادونو ته مو په اوه کلنۍ کې په لمانځه امر وکړئ ، په لس کلنې د لمانځه (نه کولو په وجه ) هغوی ووهئ او د هغوی خوب ځايونه جلا کړئ ).

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email