د شک طلاق

سلام…سوال.كه يو كس نه داسي الفاظ كري وي چي طلاق يي خپلي ښځي ته ياد كړي وي خو طلاق يي په يو شرط ورته كي وي .خو ښځې يي شرط فورا در سره کړی وي ..شرط خويي فورا شو اوس دا كس په دي هم خفه ده وايي چي ما دي بيخي طلاق ياد كري نه وه.كله كله وسوس ورسره پيدا شي وايي چه كه په دي سره طلاق واقع شوي وي.ډير خفه شي.ددي د پاره كومه داسي طريقه شته چي دا وسواس يي ورك شي او كه نه.داكس ته حرام خوند وركوي .ددي وجهي نه زيات خفه هم ده.؟جواب هيله

محمد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : طلاق معلق دا دی چې طلاق په يوه شرط پورې وتړي داسې چې خپلی ښځې ته ووايې که د فلاني کره لاړی يا د فلانی کار وکړ طلاقه يې نو هر کله چې شرط پوره شي او نوموړی کار تر سره شي نو طلاق به واقع شي .

که يو طلاق يې ياد کړي يو طلاق به واقع شي که دوه وي دوه طلاقه او که دری طلاقه يې تلفظ کړي وي دری طلاقه به واقع شي .

کفايت المفتي ج ۶ ص ۷۴ ، فتاوي دارالعلوم ديوبند ج ۲ ص ۶۳۸ ، اسلامې فقه او فتاوی المحمودي ) .

و  فی‌ الهندیة:

«‌اذا اضاف الطلاق الی الشرط  وقع عقیب الشرط  اتفاقاً  مثل ان یقول لامرأته‌: ان  دخلت  الدار  فانت  طالق‌»‌.(الهنديه:1/420)

دوهم : طلاق معلق دوه حالتونه لري د طلاق په نيت او د تحديد او تأديب په نيت کچيرې په طلاق او تحديد کې شک وي طلاق نه واقع کيږي همدارنګه کچيرې په معلق طلاق کې په تخصيص د شرط کې شک وي طلاق نه واقع کيږي

فتاوی دارالعلوم دیوبند ج ۱۰ ص ۴۲ – ردالمحتار ج ۲ ص ۶۲۳ ) .

فتاوي الشريعية ليکي :

له خپلې ښځې څخه دې پوښتنه وشي چې ايا ما هغه وخت د طلاق الفاظ ادا کړی وو ، که هغه ته معلومات وي ښه او که نه وي دا وسواس دي ددې وسواسو ترک کول په کار دي (رقم الفتاوي ۵۸۰۶۵ ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي