په نبوی جومات کی د ښاغلی مایک تایسون د یو نیم ساعت څخه زیاته ژړا

 د نړۍ پخوانی قهرمان مایک تایسون د عمری د مراسمو د ادا کولو لپاره سعودی عربستان ته ولاړ.

د اخبار جهان اسلام د بریښنا پاڼی له مخی “مايك تايسون” د مسلمان کیدلو څخه وروسته د عمری او د نبوی مسجد شریف د زیارت په خاطر د لومړی ځل لپاره سعودی عربستان ته ولاړ.

 ښاغلی تایسون به د عمری د مراسمو د ادا کولو او د نبوی مسجد د زیارت څخه وروسته د سعودی عربستان د ښارونو او تاریخی ځایونو څخه لیدنه وکړی چی د سعودی عربستان د خلکو د رواجونو او عادتونو په باره کی نور معلومات ترلاسه کړی.

د مدینی منوری هوايي ډګر ته په رسیدلو سره سم “مايك تايسون” ته د کاناډا د اسلامی دعوت د ټولنی مشر، د ملګرو ملتونو د سولی سفیر،  پیژندل شوی مبلغ ښاغلی “شهزاد محمد” او د دینونو سره د ډیالوګ د څانګی مشر ډاکټر “لارنس (عبدالله) د هغه د تود هرکلي لپاره په دغه هوايي ډګر کی شتون درلود.

ټاکل شوی ده چې ښاغلی “تايسن” به د حرمینو شریفینو د امامانو چی د هغوی له جملی څخه عبدالرحمان السدیس او نور د حرمینو شریفینو جګ پوړو چارواکو سره لیدنه کتنه او خبری اتری وکړی.

د یادونی وړ ده چې تایسون د بوکس د دروند وزن پخوانی اتل دی چی د 1990 میلادی کال په لومړیو کی په زندان کی بندی وو چې د یو نفر لخوا چی د محمد صدیق په نوم یادیده مسلمان شو.

مایک تایسون په نبوی مسجد کی د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم روضی ته په اشاری سره په خپلو خبرو کی وویل: کله چې زه د جنت د یو باغ پر خوا راغلم نو زه ونه توانیدم چې د خپلو اوښکو په مقابل کی مقاومت وکړم.

شاه زاد، په کاناډا کې د دعوت د موسسی مشر د ښاغلی تایسون د سفر په باره کی خپلو خبرو ته داسی ادامه ورکوی او وايي چې: تایسون د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته د سلام د اچولو په وخت کې ډیر احساساتی شو.

تایسون د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم قبر ته مخامخ د یونیم ساعت څخه زیاته ژړا وکړه په داسی وخت کې چې خپل دواړه لاسونه يي هم پورته کړی ول. او همدارنګه د هغه په مبارکه روضه کی یي د یو ساعت په موده لمونځ ادا کړ، د قرآن کریم تلاوت یی کاوه، ژړا، زبیرګي او زارۍ یي کولی.

د یادونې وړ ده چې ښاغلی تایسون د دی زیارت څخه وروسته په مکی مکرمی کی د احرام  پر تړلو باندی شرف ترلاسه کړ.

‍اسلامې لارښود ټيم – ژباړه : روح الله راغب

 

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 34 times, 1 visits today)