دا چی دنفاس کمه موده نشته او زیاته موده یی ۴۰ ورځی ده نو که کومه ښځه په ۲۵ ورځو یا ۳۰ ورځو پاکه شی نو باید غسل وکړی او که نه بعضی خلک وایی چی تر یو ی میاشتی باید صبر وکړی او بل دا چی بعضی داسی وایی چی دنفاس په موده کی باید نو کونه وانه خیستل شی چی بیا په ورځ دقیامت ورنه غسل غواړی نو آیا داحقیقت دی او که هسی خرافات دی او بل دا چی دنفاس په حالت کی بدون له جماع نه دخپلی ښځی سره نور څه لکه مچی اخیستل او نور روادی او که نه ستاسی دکامیابی په هیله
علم له کندهار څخه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : که د څلويښتو ورځو مخکې وينه وچه شي او د هغې ښځې همدا عادت وي نو غسل به کوي ، لمونځ ، روژه به کوي او جماع کول جايز دي ځکه د نفاس زياته موده څلويښت ورځې ده او د کمې موده حد معلوم نه دی د ښځو په عادت پورې اړه لري .

قال الترمذي رحمه الله : ” و قَدْ أَجْمَعَ أَهْلُ الْعِلْمِ مِنْ أَصْحَابِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَالتَّابِعِينَ وَمَنْ بَعْدَهُمْ عَلَى أَنَّ النُّفَسَاءَ تَدَعُ الصَّلاةَ أَرْبَعِينَ يَوْمًا إِلا أَنْ تَرَى الطُّهْرَ قَبْلَ ذَلِكَ فَإِنَّهَا تَغْتَسِلُ وَتُصَلِّي ” انتهى .( په دې مسئله کې د ټولو اهل علم اتفاق دی هغه که صحابه دي ، تابعين او د هغه وروسته چې د نفاس موده ( کوم چې په هغه کې د لمانځه رخصت دی ) څلويښت ورځې ده ، مګر که ښځې د څلويښتو ورځو د پوره کيدو مخکې پاکي و ليده نو هغه به غسل کوي او لمونځ به ادا کوي ) .

همدارنګه درالمختار ليکي : و اکثره اربعون يوماً ، لو مبتداءة اما المعتاد فترد لعادتها (الدرمختار ج ۱ ص ۲۷۷ ) ، (فتاوي دارالعلوم ديوبند ج ۱ ص ۲۱۸ ) .

وجاء في فتاوى اللجنة الدائمة (5/458) : ” إذا رأت المرأة النفساء الطهر قبل تمام الأربعين فإنها تغتسل وتصلي وتصوم ولزوجها جماعها ” انتهى .

دوهم : ايا د حيض او نفاس په موده کې د نوکانو اخيستل او د شرمګا او تخرګونو د ويښتانو لرې کول څه حکم لري ؟

او دا چی دنفاس په موده کی باید نو کونه وا نه خیستل شی چی بیا په ورځ دقیامت ورنه غسل غواړی باطلې خبرې او خرافات دي په اسلام کې هيڅ اصل نه لري .

د نوکانو اخيستل او د شرمګاه او تخرګونو د ويښتانو لرې کول په هره اونۍ کې غوروالی لري .

د ریاض جيد عالم شيخ محمد صالح المنجد ليکي : هذا الإشكال الذي يطرأ عند كثير من النساء ، في شأن حكم إزالة الشعر والأظافر ونحوها من سنن الفطرة أثناء فترة الحيض ، ناشئٌ عن اعتقادٍ باطلٍ لدى بعضهن ، بأن أجزاء الإنسان تعود إليه يوم القيامة ، فإذا أزالها وعليه الحدث الأكبر من جنابة أو حيض أو نفاس ، عاد إليه يوم القيامة نجسا لم تصبه الطهارة ، وهذا كلام فاسد وتوهم لا محل له من الصحة .

د ثبت عن النبي صلى الله عليه وسلم من حديث حذيفة ومن حديث أبي هريرة رضي الله عنهما أنه لما ذكر له الجنب قال ( إِنَّ المُؤْمِنَ لَا يَنْجُسُ ) وفي صحيح الحاكم ( حَيًّا وَلَا مَيتًا ) وما أعلم على كراهية إزالة شعر الجنب وظفره دليلا شرعيا ، بل قد قال النبي صلى الله عليه وسلم للذي أسلم : ( أَلْقِ عَنكَ شَعرَ الكُفرِ وَاختَتِن ) – [ رواه أبو داود (356) وحسنه الألباني في “إرواء الغليل” (1/120) ]- فأمر الذي أسلم أن يغتسل ، ولم يأمره بتأخير الاختتان وإزالة الشعر عن الاغتسال ، فإطلاق كلامه يقتضي جواز الأمرين ، وكذلك تؤمر الحائض بالامتشاط في غسلها ، مع أن الامتشاط يذهب ببعض الشعر . والله أعلم ” انتهى .
  بذلك إلى حديث عائشة رضي الله عنها حين حاضت في حجة الوداع فقال لها النبي صلى الله عليه وسلم : ( انْقُضِي رَأْسَكِ وَامْتَشِطِي وَأَهِلِّي بِالْحَجِّ وَدَعِي الْعُمْرَةَ )
رواه البخاري (1556) ومسلم (1211)

دريم : د حيض او نفاس په موده کې جماع کول حرام دي

لقوله سبحانه تعالی : وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْمَحِيضِ قُلْ هُوَ أَذًى فَاعْتَزِلُواْ النِّسَآءَ فِی الْمَحِيضِ وَلاَ تَقْرَبُوهُنَّ حَتَّى’يَطْهُرْنَ فَإِذَا تَطَهَّرْنَ فَأْتُوهُنَّ ( البقره 222 ).

  نور چملاستل ، مچی اخيستل ، يو ځای خوړل او نور جايز دي .

و الله سبحانه و تعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email