د ناپوهه او بې احتياطه ډاکټر حکم څه دی ؟

اسلام علیکم !
زما پوښتنه داده چه یوشمیرخلک چه دری میاشیتنی د کومک اولیه کورسونه د طب یی لوستی دی اودوی عټی عټی دواخانی په اطرافو د افغانستان کی یی جوړی کړی دی او په خلکو کې یی تجارت شروع کړی دی په داسی حال کی چه یوداکترباید تردولسم ټولګی پوری مکتب او۷کاله دطب درس اودری کاله دتخصص درس وه وای اوس داپیسی دغواشخاصوته حلالی دی اوکه حرامی چه دیوداکترپه نوم یی دخلکونه اخلی .
وسلام – محمد نور

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

څوک چې طبابت کوي او د طبابت تحصيل يې نه وي تر سره کړی ، يا په طبابت کې دومره کمه پوهه ولري چې د مرض تشخيص نشي کولای ، نو ددې کس په درملو که څوک مړه شول ، يا هر قسم ضرر ور ته ورسيد دا کس ضامين او مسئول دی ، ديت او د ضرر تاوان ورباندې لازميږي په دليل د دغه حديث شريف :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: ” من تطبب ولم يعلم منه طب قبل ذلك فهو ضامن”. رواه ابن ماجه والحاكم في المستدرك وصححه، ووافقه الذهبي.

د طبابت په برخه کې په اسلامې فقه کې ډير مسائل بيان شوی دي خو هغه چې په دې مسئلې پورې اړه لري دا دي : 

اول جهل : کوم کس چې د طبابت علم نه وي کړی ، يا يې څه علم حاصل کړي وي مګر د مرض په تشخيص او درملنه نه پوهيږي نو دا کس په اتفاق د فقهاؤ د هر ډول ضرر مسئول دی .

دوهم د طب د اصولو مخالفت :

کوم طبيب چې د علم طب د اصولو خلاف د چا درملنه وکړه ، يايې چا ته د طب د اصولو خلاف درمل ورکړل او هغه ته ضرر ورسيد په دې صورت کې هم په اتفاق د فقهاؤ نوموړی طبيب د ديت او يا ضرر ورکولو مسئول دی .

جاء فی الفقة الاسلامیة  :

۱- مخالفة أصول المهنة الطبية:

ذلك أن إقدام الطبيب على معالجة المرضى على غير الأصول في علم الطب يحيل عمله من عمل مشروع مندوب إليه إلى عمل محرم يعاقب عليه. وقد بين الفقهاء أن إتباع الأصول المعتبرة عند أهل الصنعة يعتبر واجباً على الطبيب وعلى هذا فهو مسؤول عن الأضرار الناتجة عن مخالفته لهذا الواجب.

۲-  الجهل:

كأن يكون المتطبب دعياً على صنعة الطب وإنما غر المريض وخدعه بإدعاء المعرفة أو أن تكون له معرفة بسيطة لكنها لا تؤهله لممارسة هذا الفن (كطالب الطب مثلاً)، أو أن تكون له معرفة في فن من فنون الطب ثم يتصدى لممارسة العمل في تخصص آخر. ويعتبر المتطبب في كل هذه الحالات مسؤولاً، إذ أجمع مسؤولاً، إذ أجمع الفقهاء على تضمين الطبيب الجاهل ما تسبب في إتلافه بجهله وتغريره للمريض (من تطبب ولم يعلم منه قبل ذلك طب فهو ضامن).

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

 

Print Friendly, PDF & Email