د مسلمانانو تر مينځ د اختلافاتو په اړه لنډه بيانيه

سلامونه اونیکی هیلی وړاندی کوم ستاسو محترم حضورته
یوه پوشتنه لرم هغه دا چی د حزب اسلامی او طالبانو هدف یو دی اما دوردگو ولایت د نرخ په ولسوالی کې د حزب اسلامی او طالبانو تر مینج سخت جنگ وشو آیا د حزب اسلام دمجاهدینو مرگ طالبانو ته روا دی او که نه اوبرعکس دطالبانو مرگ حزب اسلامی ته مننه ؟

بريالی

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

ټول مسلمانان دې د اسلام په دين منګولې ونيښلوي :

پر مسلمانانو واجبه ده چې پر حق باندې ټول شي او د تفرقو او ډلو جوړولو لرې ووسي .

قال سبحانه و تعالى : (وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعاً وَلا تَفَرَّقُوا ) آل عمران/103 .

ابن کثير رحمه الله وايي : وقوله: ( وَلا تَفَرَّقُوا ) امر دی په اجماع باندې او نهی ده له تفرقو څخه ، او په دې باره کې زيات احاديث راغلی دي چې په اجماع باندې حکم کوي او له تفرقو څخه منع کوي لکه د صحيح المسلم حديث شريف چې ابی هريرة روايت کړی دی :رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : ( إنَّ اللهَ يَرْضَى لَكُمْ ثَلاثًا ، وَيَسْخَطُ لَكُمْ ثَلاثًا ، يَرْضى لَكُمْ : أنْ تَعْبدُوهُ وَلا تُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا ، وأنْ تَعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللهِ جَمِيعًا وَلا تَفَرَّقُوا ، وأنْ تُنَاصِحُوا مَنْ وَلاهُ اللهُ أمْرَكُمْ ؛ وَيَسْخَطُ لَكُمْ ثَلاثًا : قيلَ وَقَالَ ، وَكَثْرَةَ السُّؤَالِ ، وإِضَاعَةَ الْمَالِ ) .

يعنې : يقيناً الله تعالی له تاسې څخه په دريو څيزونو راضی کيږي او په دريو څيزونو ناراضه کيږي ، په هغه څيزونو چې راضي کيږي دا دی : دا چې يوازې د الله عبادت وکړئ او له هغه سره هيڅ شی شريک نه کړئ ، د الله په دين را ټول شئ او متفرق نشئ ، په هغه څه نصيحت کوونکي ووسئ په کوم چې الله تعالی تاسې ته امر کړی وي ، او دريو څيزونو چې ناراضه کيږي دا دي : قيل او قال سوخن چيني ، ډير سوالونه کول او مال ضايع کول .

” تفسير ابن كثير ” ( 2 / 89 ، 90) .

همدارنګه د (وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعاً وَلا تَفَرَّقُوا ) آيت شريف په تفسير کې انوارالقرآن (تفسير ابن کثير ، فتح القدير او تفسير المنير ) ليکي :

يعنې ټول به د الله (جل جلاله ) په عهد يا دين يا اسلام يا قرآن چې دا ټول لغات په معنی کې مترادف دي منګولې ونيښلوئ ، الله تعالی مؤمنانو ته د الله په دين باندې د ټوليدو او اجتماع حکم کړی دی او هغوی يې د تفرقو څخه منع کړي دي ، البته کوم اختلاف چې د هغه څخه منع شوي ده د دين په اصولو کې اختلاف دی ، په دين کې د هوا او نفساني غوښتنې او شخصي منافعو حاکمول دي ، مګر په اجتهادي اختلاف او د دين په فروعاتو کې اختلاف نظر منع شوي نه بلکي ستايل شوی دی او دا د دين دآسان ګيري نښانه ده چې په دې مسئله باندې د قرآن او سنتو نصوص دلالت کوي (تفسير انوارالقرآن – سوره آل عمران ايه ۱۰۳ ) .

نو کچيرې مسلمانان د دين د قيام او بقاء د پاره کوم حزب تشکيل کړي باک نه لري په شرط ددې چې نيت به يې د الله تعالی د دين لوړوالی وي ، تصعب او ګوند پرستي به په کې نه وي او دوی په خپلو مينځونو کې يو له بله د خير په کار کې مرسته کوي او په حرام کار کې به يو له بله مدد نه کوي .

[ وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلا تَعَاوَنُوا عَلَى الإثْمِ وَالْعُدْوَانِ]  يعنې : په نيکی او پرهيزکاری کې يو له بله مرسته وکړئ او (هيچکله ) د ګناه او نافرمانی په کار کې يو له بله مرسته مه کوئ

لکه په اوس عصر کې جماعت دعوت او تبليغ, أو أنصار السنة والجمعية الشرعية ، جماعة الإخوان المسلمين ، حزب التحرير او نور .

هيئت علماء اسلام الجنة الدائمة ته دا پوښتنه راجع شوي ده په اړه يې داسې ليکلي دي :

وقد سئل علماء اللجنة الدائمة :

هل يجوز إقامة أحزاب إسلامية في دولة علمانية ، وتكون الأحزاب رسمية ضمن القانون ، ولكن غايتها غير ذلك ، وعملها الدعوي سري ؟ .

فأجابوا :

يشرع للمسلمين المبتلين بالإقامة في دولة كافرة أن يتجمعوا ويترابطوا ويتعاونوا فيما بينهم ، سواء كان ذلك باسم أحزاب إسلامية أو جمعيات إسلامية ؛ لما في ذلك من التعاون على البر والتقوى .

خلاصه دا چې که د مسلمانانو د ډلو تر مينځ د دين د قيام او خير د پاره يو له بله مدد کول وي ، په حق باندې را ټوليدل وي او د ډلې او ګونډ تعصب نه وي جايز او که نه وي واجب ترک دي .

په اسلام کې تعصب حرام او سخت خطرناک دی :

تعصب په لغت دفاع کولو او په اصطلاح کې په نا مناسب او نا معقول شکل دفاع ته تعصب وايي .

لسان العرب يې داسې تعريفوي : د تعصب د ژبې ، قوم ډلې او سمت طرف ته دعوت کول هغه که د ظلم د پاره وي او يا د مظلوم نه د دفاع د پاره وي تعصب بلل کيږي .

په اسلام کې تعصب حرام دی هغه که د قوم د پاره وي ، د سمت د پاره وي د ډلې د پاره وي حرام دی .

يو وخت د مهاجرو او انصارو تر مينځ هم دا نزاع او جنجال مينځته راغی چې ته انصار يې او زه مهاجر ، زه انصار او ته مهاجر ، کله چې جناب نبی اکرم صلی الله عليه وسلم ورباندې خبر شو ډير پريشانه شو او همغه مهال يې د تعصب په مزمت او بدوالي کې يو باب کيښود چې په دې باره کې د جناب نبی کريم څخه څو احاديث نقل شوي دي دلته د هغه څخه ځنې بيانوو :
اول حديث کوم چې ابوداود نقل کړی دی دا دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : ( لَيْسَ مِنَّا مَنْ دَعَا إِلَى عَصَبِيَّةٍ وَلَيْسَ مِنَّا مَنْ قَاتَلَ عَلَى عَصَبِيَّةٍ وَلَيْسَ مِنَّا مَنْ مَاتَ عَلَى عَصَبِيَّةٍ ). (ابوداود  5121 ) .

يعنې : هغه څوک له مونږ څخه نه دی چه خلک قوميت ته رابولی اوهغه څوک له مونږ څخه نه دی چه په دغه منظورجګړه کوی اوهغه څوک له مونږ څخه نه دی چه په همدی مفکوره مړ شي .

همدارنګه مسلم شريف روايت نقل کړی دی چې ( مَنْ قُتِلَ تَحْتَ رَايَةٍ عِمِّيَّةٍ يَدْعُو عَصَبِيَّةً أَوْ يَنْصُرُ عَصَبِيَّةً فَقِتْلَةٌ جَاهِلِيَّةٌ ) .
(المسلم ۱۸۵۰ ) .

يعنې : څوک چې د تعصب غوښتنې تر بېرغ لاندې يا د تعصب د مدد د پاره مړ شي مرګ يې د جاهليت دی .

مطلب دا چې په ناحقه د خپلې ډلې ، خپل قوم او خپل سمت په طرف کې دريدل تعصب دی .

او دا ځکه ډير ناوړه عمل دی چې که يو کس ظالم او غير حق هم وي د خپلې ډلې ، خپل قوم او خپل سمت په خاطر د هغه مدد کوي د ظالم مرسته کوي او پر حق باندې ور خيږي .

الله جل جلا له  فرمايي : وَلاَ تَلْبِسُواْ الْحَقَّ بِالْبَاطِلِ وَتَكْتُمُواْ الْحَقَّ وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ  (البقره ۴۲

او حق له باطل سره مه ګډوئ سره له دې چې تاسې ښه پوهيږئ نو حق مه پټوئ .

من مشی ظالم ليقويه و هو يعلم انه ظالم فقد خرخ من الاسلام ( مشکوة المصابيح

يعنې : څوک د ظالم سره ددې د پاره تګ وکړئ چې هغه تقويه کړي ، په داسې حال کې چې دی د هغه په ظلم خبر وي نو يقيناً چې دغه کس له اسلام څخه ووت .

د مسلمانانو په مينځ اختلافاتو ته لمن وهل د شيطان کار دی :

څوک چې د مسلمانانو په مينځ کې تفرقي اچولو ته لمن وهي شيطان او منافق دی ، د رئيس المنافقين عبدالله بن سلول پر پله روان دی ځکه هغه به د مهاجرو او انصارو تر مينځ تفرقې جوړولې .

کوم ملا او عالم چې د حزبي پر خلاف د جنک فتوی ورکوي شيطان او منافق دی او کوم عالم چې د طالب پر خلاف د جنګ فتوی ورکوي شيطان او منافق دی .

په ننيو سختو حالاتو کې چې د اسلام او مسلمانانو د نابودي د پاره  د نړيوال کفري حشر يرغل شوی دی څوک چې د مسلمانانو په مينځ کې تفرقو ته لمن وهي منافق او شيطان دی ، مجاهد نه دی ،مسلمان فوځي نه دی بلکي د شيطان عسکر دی او داسې کس بايد د اسلام د فوځ څخه وشړل شي .

” مجموع الفتاوى ” ( 28 / 20 ، 21 ) ليکي :

ومن حالف شخصاً على أن يوالي مَن والاه ، ويعادي من عاداه : كان من جنس التتر المجاهدين في سبيل الشيطان ! ومثل هذا ليس من المجاهدين في سبيل الله تعالى ، ولا من جند المسلمين ، ولا يجوز أن يكون مثل هؤلاء من عسكر المسلمين ، بل هؤلاء من عسكر الشيطان ، ولكن يحسن أن يقول لتلميذه : عليك عهد الله وميثاقه أن توالي من والى الله ورسوله وتعادي من عادى الله ورسوله ، وتعاون على البر والتقوى ، ولا تعاون على الإثم والعدوان ، وإذا كان الحق معي نصرتَ الحق ، وإن كنتُ على الباطل : لم تنصر الباطل ، فمن التزم هذا كان من المجاهدين في سبيل الله تعالى الذين يريدون أن يكون الدين كله لله وتكون كلمة الله هي العليا .

د اسلام د غربت زمانه ده يو بل ته د وروری لاسونه ورکړئ :

نن چې د اسلام د نابودي د پاره نړيوال کفري حشر يرغل کړی دی او غواړي اسلام له بيخه و باسي پر ځای يې وضعي نظام جوړ کړي ، آيا په داسې سخت وخت کې به د لږو مسلمانانو تر مينځ ډير کم اختلاف څومره سخت  تمام شي ؟

آيا په داسې سخت وخت کې هم د خپلو بې کسو او بې وسو مسلمانانو کوچنې ډله له خپل څنګ سره نشي زغملای ؟

عجيبه دا ده چې :

د کفارو په لسګونو هيوادو ستا او ستا د دين پر خلاف اتحاد کړی دی ځکه د دوی هدف يو دی چې هغه د اسلام او مسلمانانو نابودي او بربادې ده .

حال دا چې زما او ستا هدف يو دی ، معبود مو يو دی ، کتاب مو يو دی ، دين مو يو دی ، قبله مو يوه ده ، ولس او غم مو يو دی جهاد او د دين قيام مقصد مو يو دی نو بيا ولې يو بل پر خپل څنګ کې نشو زغملای ؟

په داسې حال چې نن عصر اسلام غريب دی يعنې د اسلام د نصرت د پاره ډيرو کمو کسانو ملا تړلې ده او نور ټول مسلمانان د خير په غوندی ناست دي ، آيا په داسې بل حال او بې کسی کې بيا هم يو بل نشی زغملای ؟ !!!

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : بدأ الإسلام غريبا وسيعود كما بدأ غريبا . فطوبى للغرباء (المسلم ۱۴۵ )

او په دې الفاظو هم روايت شوی دی : بَدَأَ الْإِسْلاَمُ غَرِيبًا ثُمَّ يَعُودُ غَرِيبًا كَمَا بَدَأَ فَطُوبَى لِلْغُرَبَاءِ» قِيلَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ! وَمَنْ الْغُرَبَاءُ؟ قَالَ: «الَّذِينَ يُصْلِحُونَ إِذَا فَسَدَ النَّاسُ»). [رواه أحمد والترمذی- السلسلة الصحيحة ) .

يعنې : اسلام  بې کسه او غريب شروع شوي دي او بيا به بي کسه او غريب شي لکه څنګه چه شروع شوی ؤ – پس طوبی ( يوه ونه ده په جنت کې ) لپاره د غريبانو – چا پوښتنه وکړه يا رسول الله ! غريبان کوم کسان  دي هغوی صلی الله عليه وسلم وفرمايل : هغه کسان دي چه د فتنو اوفساد په وخت کې د خلکو د اصلاح کوښښ کوي .

په داسې کسانو باندې قرآنکريم سلام ويلی دی او د داسې کسانو سره د نصرت او ثبات وعده شوې ده .

سَلاَمٌ عَلَيْكُم بِمَا صَبَرْتُمْ فَنِعْمَ عُقْبَى الدَّارِ (الرعد 24 )

 په دنيا کې ستاسې د زغم او صبر له کبله ، سلام پر تاسې نو دا د آخرت کور څومره ښه دی .

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ (محمد ۷ ) .

ای مؤمنانو ! که له الله سره مرسته وکړئ (د الله د دين مرسته وکړئ ) الله به ستاسې سره مرسته وکړي او تاسې به ثابت قدمه وګرځوي .

آخري خبره :

د دواړو ډلو مسئولينو او قومي مشرانو ته دا مسئوليت متوجه دی تر څو د دغه مشکل او جنجال مخه ونيسي او د دوی تر مينځ اصلاح وکړي .

هر څوک چې په دې لاره کې کوښښ وکړي الله تعالی به هغوی ته لوی اجر ورکړي .

وروى أبو داود عن أبي الدرداء أن رسول اللَّه صلى الله عليه وسلم قال: “ألا أخبركم بأفضل من درجة الصيام والصلاة والصدقة؟ قالوا: هو يا رسول الله، قال: إصلاح ذات البين… “حديث صحيح، صحيح أبي داود للألباني حديث 4111″.

ژباړه : ابی درداء وايي رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل : ايا تاسې د داسې عمل نه خبر نه کړم چې تر نفلي روژې نفلي لمونځ او صدقې نه يې درجه غوره وي ؟ ويي ويل هو يا رسول الله ويي فرمايل : د خلکو په مينځ کې اصلاح کول .

او حل لاره يې دا ده چې قرآن اوسنتو ته مخ واړول شي :

تركْتُ فيكم ما إنْ تَمَسَّكْتُم به لن تَضِلُّوا، كتاب الله وسنة رسوله” [رواه مسلم وغيره]، ويقول صلى الله عليه وسلم: “عليكم بسُنَّتي وسُنَّة الخلفاء الراشدين من بعدي، تمسكوا بها، وعضوا عليها بالنواجذ.

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

4 تبصرې

  1. شهاب الدین تره خیل

    کور مو ودان ډیر ښی موضوع ته مو اشاره کړی ده خدای تعالی موخوشاله لره.

  2. به مطلب عالی و در عین حال یکی از مهم ترین مسأله حیاتی مسلمانان و بخصوص جامعه افغانی اشاره نمودید.

    جزاکم الله خیرا.

  3. عبدالله

    ډيره مننه الله تعالی دې مونږ ټولو ته د عمل توفيق راکړي
    رښتيا هم چې د اسلام پر وړاندې نن زمان ټول کفر يو دی .

  4. حضرت محمد وحدتی

    واقعا یو شه ویب سایت ده. ارزو مو داده چی نور هم اسلامی معلومات په کشی زیات کری.