د طلاق کنايي الفاظ په نيت پورې تعلق لري

د طلاق صريح او کنايي الفاظ او د طلاق په اړه د يوې ښځې ژړا او فرياد

که څوک خپلی میرمنی ته ووایی چی په مابه حرامه وی که دی زما له ورور څخه پرده ونه کړه خو دلته دسړی موخه یعنی هدف یی دهغی ویرول وی ترڅو هغه متوجه وی ، که چیری ښځه بیاهم خپل لیور ته یعنی دخاوند له ورور څخه پرده ونه کړی ،ایا په دی سره ښځه په خاوند حرامیږی او ایا به نکاح باندی کوم اثر لری؟

شهاب الدين تره خيل

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

دطلاق ورکولو الفاظ

په کومو الفاظو چه طلاق ورکول کيږي هغه دوه ډوله دی صريح الفاظ او کنايه الفاظ :

۱- صريح الفاظ : د صريحو الفاظو نه مراد هغه الفاظ دي چه په داسې صفا الفاظو طلاق ورکړل شي چه بغير له طلاق بل څه نه ورڅخه اخيستل کيږي  ،مثلاً ښځی ته يې وويل چه ما تالره طلاق درکړ ، ته په ما طلاقه يی او نور .

په دغو صريحو يا واضيحو الفاظوسره که طلاق ورکړل شي طلاق واقع شو  ، که يې  نيت کړی اوکه نه ، که په فکر يا سنجيدګی وي او که نه يا په ټوقو سره په هر صورت کې طلاق واقع کيږی چه په همغو دريو طلاقو رجعی ،بائن او مغلظ  کی چه د طلاق ورکوونکی هر کوم مطلب وي همغه به واقع شي .

۲- کنايه الفاظ : کنايه الفاظ داسې الفاظ دي چه هغه د طلاق لپاره مخصوص نه وي  يا چه دهغی  مطلب د طلاق هم کيدای شي او يا دغصی اظهار هم کيدای شی ، مثلاً يو سړی ښځی ته ووايی  زما له کوره ووځه ، خپلی پلارګنی ته ځه ، زما سره ستا اوس ګزران نه کيږی  او داسی نور .

په داسی الفاظو کی نيت ته اعتبار ورکول کيږي  که يی نيت طلاق وی نو طلاق بائن به پريوځی او که نيت يې طلاق نه وي نو طلاق نه واقع کيږی .

فاکنايات لا تطلق بها قضاء الا بنية او دلالة الحبال . فنحوا اخرجی اذهبی (تنوير الابصار مع هامش ردالمحتار ج ۳ ص ۲۹۶ ) .

و لو قال لها اذهبی بای طريق شئت لا يقع بدون النية و ان کان فی حال مذاکرة الطلاق (الفتاوی هندية ۱/۳۷۶ ) .

وسئلت اللجنة الدائمة عمن قال لزوجته : علي الطلاق تقومين معي ، ولم تقم معه . فهل يقع بذلك طلاق ؟

فأجابت :

إذا كنت لم تقصد إيقاع الطلاق وإنما أردت حثها على الذهاب معك فإنه لا يقع به طلاق ويلزمك كفارة يمين في أصح قولي العلماء ، وإن كنت أردت به إيقاع الطلاق إذا هي لم تستجب لك وقع به عليها طلقة واحدة اهـ فتاوى اللجنة الدائمة (۲۰/۸۶ )

مسلمانانو ته مو دا نصيحت دی چې د طلاق د الفاظو کارولو څخه که صريح وي او يا کنايي وي ځان وساتي ځکه بې ضرورته ، د غصي او بې احتياطې له وجې طلاق سختې خطرناکې پايلې لري .

د خپل ځان او خپلې ميرمنې جوړ ژوند مه بربادوئ .

قرآنکريم د يوې ښځې فرياد چې د طلاق د خطرناکو پايلو په اړه خپل رب جل جلاله په ژړا فرياد کوي داسې بيانوي :

قَدْ سَمِعَ اللَّهُ قَوْلَ الَّتِي تُجَادِلُكَ فِي زَوْجِهَا وَتَشْتَكِي إِلَى اللَّهِ وَاللَّهُ يَسْمَعُ تَحَاوُرَكُمَا إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ بَصِيرٌ (1) المجادله .

بې شکه الله د هغې ميرمنې وينا واوريده چې د خپل ميړه په هکله ستا سره بيا بيا ږغېږي او الله جل جلا له  ته فرياد کوي او الله جل جلا له  تاسې دواړو پوښتنه او ځواب اروي . بې شکه الله جل جلا له  اوريدونکی او ليدونکی دی .

ددې ښځې مسئله داسې وه چې خاوند يې ظهار ورکړی وو بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم  د ددې مسئلې د پاره راغله رسول الله صلی الله عليه وسلم  ور ته وويل په دې باره کې حکم نه دی نازل شوی او په بل روايت کې زما په نظر چې طلاق واقع شوی دی دا وخت د ظهار حکم نه وو نازل شوی .

ښځه لاړه او د خپل رب په دربار کې په ژړا سره داسې وايي :

ای الله جل جلا له  ! واړه واړه بچيان لرم کچيرې هغوی خاوند ته ورسپارم هغوی به ضايع شي او که له ځانه سره يې بوزم د هغوی د نفقي توان نه لرم هغوی به را نه وژې شي .

او خپل سر يې آسمان ته پور ته کړ ويې ويل :

«اللهم‌ إني‌ أشكو إليك‌، اللهم‌ فأنزل‌ علي‌ لسان ‌نبيك: ! ای ربه زه خپل مشکل تا ته پيش کوم زما د مشکل حل د خپل نبي په ژبه نازل کړه ، همغه وو چې دا آيت نازل شو: (قَدْ سَمِعَ اللَّهُ قَوْلَ الَّتِي تُجَادِلُكَ فِي زَوْجِهَا…).

تفسير انوارالقرآن – سورة المجادله

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email