اسلام علیکم !
ډیردافتخاراوشکرانی ځای دای چه مونږه داسی اسلامی شبکی لرو
زه داکتر محمدی دیوکال لپاره دالمان هیواد ته راغلی یم اوس تاسو ددی هیواد محیط وینی چه څرنګه خراب دای ایازه کولای شم چه ترهغه وخته پوری نکاح وکړم ترڅوچه بیرته هیوادته راڅم اوزه دزنانه بچ شم ولی جه زمونږه سره شپه اوورڅ ډیری تشویقونکی پیغلی ښڅی دی .
وسلام

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : په اسلام کې مؤقته يا د څه د وخت د پاره مثلاً يو کال ، دوه کاله … نکاح کول حرامه او باطله ده . تفصيل دلته وګورئ

دوهم : تاسې ته مو نصيحت دا دی چې د امکان تر حده د نامحرمو له اختلاط او ارتباط څخه ځان وساتئ ځکه الله تعالی حکم کړی دی چې د زنا اسبابو ته مه نږدې کيږئ .

قوله تعالی : وَلاَ تَقْرَبُواْ الزِّنَى (اسراء ۳۲ )

يعنې زنا ته مه نږدې کيږئ ، د زنا د نږدېوالی اسباب د بيګانه ښځو سره نا مشروع ارتباطات ، اختلاط او بې حجابې ده .

ځکه چې : إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَسَاء سَبِيلاً – يقناً چې (زنا) فاحش عمل او بده لاره ده .

او زنا د قتل نه وروسته لويه ګناه ده .

 وَالَّذِينَ لا يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا ءَاخَرَ وَلا يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلا بِالْحَقِّ وَلا يَزْنُونَ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ يَلْقَ أَثَامًا 68 يُضَاعَفْ لَهُ الْعَذَابُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَيَخْلُدْ فِيهِ مُهَانًا69

ژباړه : او هغه خلك چې نه بولي له الله پرته بل معبود او څوک نه وژني هغه چې حرام کړی الله مګر په حق سره ، او نه کوي زنا او څوک چې دا کار وکړي نو هغه ښکيل شو په ګناه کې دوه چنده به وي هغه لره عذاب په ورځ د قيامت او پروت به وي په هغه عذاب کې سپک شوی .

زنا د قتل څخه وروسته عظيمه ګناه ده :

قوله تعالی : وَالَّذِينَ لا يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا ءَاخَرَ وَلا يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلا بِالْحَقِّ وَلا يَزْنُونَ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ يَلْقَ أَثَامًا 68 يُضَاعَفْ لَهُ الْعَذَابُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَيَخْلُدْ فِيهِ مُهَانًا69

ژباړه : او هغه خلك چې نه بولي له الله پرته بل معبود او څوک نه وژني هغه چې حرام کړی الله مګر په حق سره ، او نه کوي زنا او څوک چې دا کار وکړي نو هغه ښکيل شو په ګناه کې دوه چنده به وي هغه لره عذاب په ورځ د قيامت او پروت به وي په هغه عذاب کې سپک شوی .

د مسلمان چې راتلونکي محاسبې او حساب ته فکر وي له الله تعالی څخه وېرېدونکی وي په حرامو باندې زړور نشي ورتلای ، که ګناه ور څخه وشي پښېمانتيا غوره کوي پر کړې ګناه اوښکې تويوي او بيا توبه باسي .

غوره او اصلي تقوی خو دا ده چې سړی په حرامو باندې توان ولري مګر د الله له ويرې د صبر لاره غوره کړې .

دې ته مو بايد پام وي هر څومره چې څوک د الله تعالی قدر کوي ، دومره به د الله تعالی په نزد د ده قدر وي ، د الله تعالی قدر د هغه اوامرو منل دي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email