د اسلامی لارښود قدرمنو چلوونکو اسلام علیکم
د لوی او متعال ذات څخه تاسی ته ستاسی ددی لوی خدمت د لوی اجر او مغفرت غوښتونکی یم.
پوښتنه:
د پینځلسی شعبان او پدی شپه په خپل اهل عیال باندی د رزق د پراختیا په هکله کوم حدیث شته او کنه ؟ مونږ اورو چه په دی ورځ روژه نیول او په اهل باندی د رزق پراختیا د ټول کال د رزق د پراختیا سبب کیږی .
وسلام
که جواب یی لږ زر راکړی ځکه چه دا شپه تیریدونکی ده

فواد عثماني

———-

asalamo aleykum wrwb

da shoaban pa miasht ki da barat shpa sa haiesiat larie ? aow pa wrez ki roza nwal shta ka na

i would like to know about the the barat night ? is it  a valueable night as some people here in London they celebrate it and then  they fast on the following day

i will be gratefull if u could please say somthing  about this

jazakalallh

khier

Dr.Asil.Samim, MD,MPH

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د شعبان د مياشتې د پنځلمې شپې په اړه د فقهاء کرامو تر مينځ اختلاف نظر دی ځنې فقهاء په دې نظر دي چې د شعبان د پنځلسمې شپې کې عبادت او دعا کول يعنې ددې شپې قيام مستحب دی چې د دوی دليل دا حديث دی :

« إذا كانت ليلة النّصف من شعبان فقوموا ليلها وصوموا نهارها ، فإنّ اللّه ينزل فيها لغروب الشّمس إلى السّماء الدّنيا ، فيقول : ألا من مستغفر فأغفر له ، ألا مسترزق فأرزقه ، ألا مبتلًى فأعافيه . . . كذا . . . كذا . . . حتّى يطلع الفجر »

مګر ځنې فقهاء بيا په دې نظر دي چې ددې شپې د فضيلت په اړه د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه صحيح نص نه دی ثابت شوي او پورتنې حديث په اتفاق د محدثينو ضعيف او موضوع دی .

د ضعف اسناد په دې ډول دي :(عمدة القاري – الصفحة أو الرقم: 11/11خلاصة حكم المحدث: إسناده ضعيف ،

المباركفوري- المصدر: تحفة الأحوذي – الصفحة أو الرقم: 3/163 خلاصة حكم المحدث: ضعيف جداً ،الشوكاني- المصدر: تحفة الذاكرين – الصفحة أو الرقم: 241خلاصة حكم المحدث: إسناده ضعيف ، الألباني- المصدر: السلسلة الضعيفة – الصفحة أو الرقم: 2132
خلاصة حكم المحدث: إسناده موضوع ، العراقي- المصدر: تخريج الإحياء – الصفحة أو الرقم: 1/273خلاصة حكم المحدث: إسناده ضعيف ،الذهبي- المصدر: ميزان الاعتدال – الصفحة أو الرقم: 4/504خلاصة حكم المحدث: [فيه أبو بكر بن عبد الله ذكر من جرحه)

دوهم :

په دې شپه کې ځنې بدعتونه مروج دي لکه په جومات کې ددې شپې د رڼه کولو د پاره د خلکو اجتماع  او ټوليدل :

جاء فی الموسوعة الفقهية :

جمهور الفقهاء على كراهة الاجتماع لإحياء ليلة النّصف من شعبان ، نصّ على ذلك الحنفيّة والمالكيّة ، وصرّحوا بأنّ الاجتماع عليها بدعة وعلى الأئمّة المنع منه . وهو قول عطاء بن أبي رباح وابن أبي مليكة . وذهب الأوزاعيّ إلى كراهة الاجتماع لها في المساجد للصّلاة ؛ لأنّ الاجتماع على إحياء هذه اللّيلة لم ينقل عن الرّسول صلى الله عليه وسلم ولا عن أحد من أصحابه . وذهب خالد بن معدان ولقمان بن عامر وإسحاق بن راهويه إلى استحباب إحيائها في جماعة .

همدارنګه په دې شپه کې سل رکعته نفل لمونځ په جماعت ادا کول داسې چې په هر رکعت کې لس ځله سوره اخلاص لولي بدعت دی .

بدعة الصلاة الألفية وهذه من محدثات وبدع ليلة النصف من شعبان وهي مائة ركعة تصلي جماعة يقرأ فيها الإمام في كل ركعة سورة الإخلاص عشر مرات.. وهذه الصلاة لم يأتِ بها خبر وإنما حديثها موضوع مكذوب فلا أصل لهذا فتنبهوا عباد الله من البدع والضلالات .

همدارنګه د بلا او آفت د دفع او د عمر د اوږديدو د پاره شپږ رکعت لمونځ کول بدعت دی ، او همدارنګه په دې شپه کې پخپل اهل باندې د رزق د پراختيا کوم حديث نه دی ثابت شوی .

دا  امور په اسلامې شريعت هيڅ اصل نشته .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email