دآن لاين اسلامې لارښود كاركونكواوهمكارانواوليدونكوته سلامونه وايم
زماپوښتني دا دي زه له ډيره وخت راسي ماته غلط وسواسونه سوچونه راوليږي
كله زيات مايوسه سم اود شرك خطرپكي وينم كاراوژوندهيڅ خوند نه راكوي
چي رب العلمين زه په كومه ګناه نيولی يم الله ج دعفوه اومغفرت راته اوكړي
نوزه له د وسوسوځخه څنګه ځان اوژغورم دستاسو د جواب په هيله

عبدالمتين – عربستان

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

وسوسې خپله د ايمان نښه ده ځکه شيطان مؤمن سړي ته وسوسې ور اچوي او د غير مؤمن ته را رنګه وسوسې نه ور اچوي .

په دې باره کې د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم نه سوال وشو ، کوم چې په بخاري او مسلم کې روايت شوی دی :

« جَاءَ نَاسٌ مِنْ أَصْحَابِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَسَأَلُوهُ إِنَّا نَجِدُ فِي أَنْفُسِنَا مَا يَتَعَاظَمُ أَحَدُنَا أَنْ يَتَكَلَّمَ بِهِ، قَالَ: وَقَدْ وَجَدْتُمُوهُ؟ قَالُوا: نَعَمْ، قَالَ: ذَاكَ صَرِيحُ الْإِيمَانِ»[1]

د خلکو يو ډله د رسول الله صلی الله عليه وسلم د صحابه څخه د هغوی حضور ته راغلل او پوښتنه يې وکړه ، په مونږ کې کله داسې افکار پيدا کيږي چې مونږ ته د هغه ويل سخت دي ، پيغمبر صلی الله عليه وسلم وفرمايل : ايا تاسې هغه پيدا يا احساس کړی دي ؟ ويي ويل : هو ، رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل : دا صريح ايمان دی .

« عَنْ عَبْدِ اللَّهِ قَالَ سُئِلَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنْ الْوَسْوَسَةِ قَالَ: تِلْكَ مَحْضُ الْإِيمَانِ»[2]

او عبدالله بن مسعود روايت کوي چې د وسوسو په اړه له رسول الله صلی الله عليه وسلم  پوښتنه وشوه ، ويې فرمايل دا خپله ايمان دی .

په بل روايت کې له ابوهریره رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فرمايلي: [يَأْتِي الشَّيْطَانُ أَحَدَكُمْ فَيَقُولُ: مَنْ خَلَقَ كَذَا، مَنْ خَلَقَ كَذَا، حَتَّى يَقُولَ: مَنْ خَلَقَ رَبَّكَ؟ فَإِذَا بَلَغَهُ فَلْيَسْتَعِذْ بِاللَّهِ وَلْيَنْتَهِ] [3]

د تاسې څخه يو کس ته شيطان راځي او ور ته وايي : چا دغه پيدا کړي ؟ او چا هغه پيدا کړي ؟ تر داسې حده چې بلاخره ور ته وايي : ستا پروردګار چا پيدا کړی دی ؟ کله چې خبره دې حد ته ورسيږي ، پر الله جل جلا له  پنا وغواړئ او دا افکار او خيالات ترک کړئ .

بل حديث شريف کې راغلی:

[إِنَّ الشَّيْطَانَ يَأْتِي أَحَدَكُمْ فَيَقُولُ: مَنْ خَلَقَ الْأَرْضَ ؟ فَيَقُولُ: اللَّهُ، فَيَقُولُ: مَنْ خَلَقَ اللَّهَ؟ فَإِذَا أَحَسَّ أَحَدُكُمْ بِشَيْءٍ مِنْ هَذَا فَلْيَقُلْ: آمَنْتُ بِاللَّهِ وَبِرُسُلِهِ][4]

شيطان د تاسې څخه يو کس ته راځي او ور ته وايي : ځمکه چا پيدا کړی ده ؟ ور ته وايي : الله جل جلا له  بيا ور ته وايي : الله چا پيدا کړی دی ؟ کله چې تاسې د داسې څه احساس او فکر وکړ فوراً ووايئ : آمنت بالله و برسله : په الله جل جلا له  او د هغه په پيغمبران ايمان لرم .

د رسول الله صلی الله عليه وسلم  د پورتنيو ارشاداتو څخه دا ثابت شول چې د مؤمن په ذهن کې دا ډول وسوسې او خيالات پيدا کيږي چې دا وسوسي د شيطان له طرفه څخه دي او شيطان غواړي مسلمان په دا ډول شک او ترديد کې واچوي .

کله چې مسلمان د شيطاني وسواس سره مخامخ کيږي هغه به د رسول الله صلی الله عليه وسلم د ارشاداتو موافق داسې عمل کوي :

1- الله جل جلا له  ته پنا وړل .

2- دې ډول افکارو او خيالاتو ته به ادامه نه ورکوي د هغه دفع به کوي .

3- آمنت بالله  ، امن رسول بما انزل اليه … ، قل اغوذ بارب الفلق ، قل اغوذ بارب الناس .. تلاوت کول .

ځکه چې که دا ډول وسواس ادامه ومومي انسان په شک او سرګردانۍ کې اچوي او د شيطان  هدف همدا دی تر څو مسلمان ته شک او سرګرداني پيدا کړي او د الله جل جلا له د عبادت څخه يې لاس په سر کړي .

يعنې شيطان غواړي مسلمان سرګردانه ، فريشان ، غمګين او ناهيلی کړي تر څو د عبادت او ښو اعمالو څخه لاس واخلي ، مسلمان بايد دا احساس کړي چې دا شيطاني وسواس دي او د هغه پر وړاندې مبارزه وکړي او پر الله تعالی هر وخت پنا وغواړي .

هر بيګا د خوب پر مهال قل اغوذ برب الفلق ، قل اغوذ برب الناس ، قل هو الله او د بقرې ورستې دوه آيتونه د آمن رسول …. تر پايه پورې تلاوت شي د هر قسم وسوسو قرآني علاج دی .

فتاوي علماء بلدالحرام  – الکنز الثمین- (1/199-201)

و الله اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

http://dawat610.com

[1] مسلم (132)

[2] مسلم (133)

[3] بخاری(3274) مسلم (134) و (214)

[4] مسلم (1341) و احمد (2/331) ، (5/214)

Print Friendly, PDF & Email