د خاوند په کور کې د چا څخه حجاب کول په کار دي ؟

دان لاين اسلامي لارښود كاركوونكو ته خپلي نيكي هيلي او سلامونه وايم او الله پاك دى وکړي جي روغ او جوړ به ياست, زه دا سوال لرم چي يوه ميرمن بايد د خاوند په كور كي د چا څخه حجاب وكي يعني مخ پټ كړي, هيله ده سوال ته مي جواب وركړئ, مننه

Tamana Ershad

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د وريندارې د پاره د هغې لېور يا د خاوند د نور خپلوانو لکه د کاکا زوی ، د عمه زوی او نور نامحرم دي او نظر نورو نامحرمو ته د خاوند خپلوان ډير خطرناک دي ځکه چې نظر نورو ته د فتنې شديده ويره موجوده ده.

جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي :

عَنْ عُقْبَةَ بْنِ عَامِرٍرضی الله عنه : أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم قَالَ: «إِيَّاكُمْ وَالدُّخُولَ عَلَى النِّسَاءِ». فَقَالَ رَجُلٌ مِنَ الأَنْصَارِ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَفَرَأَيْتَ الْحَمْوَ؟ قَالَ: «الْحَمْوُ الْمَوْتُ». (بخارى:5232)

عقبه بن عامر وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : د بيگانو ښځو د خلوت (له هغه سره يوازې کښيناستل . سفر کول او نور ) څخه ځان وساتئ ، د انصارو څخه يوه کس پوښتنه وکړه : يا رسول الله صلی الله عليه وسلم د خاوند د خپلوانو ( د خاوند ورور لېور ، د کاکا زوی ، د عمه زوی ) په اړه ستاسې نظر څه دی ؟ ويې فرمايل «هلاکت په همدې کې دی ».

حافظ ابن حجر په فتح الباری (9/331) کې وايي په اتفاق د اهل لغت د «احماء» کلمه د خاوند خپلوانو لکه د خاوند ورور ، د خاوند د کاکازوی ، د خاوند د عمه زوی ،د خاوند زوی او نورو ته وايي .

امام نوي رحمه الله د مسلم شريف په شرح کې ليکي :
المراد بالحمو هنا أقارب الزوج غير آبائه وأبنائه،.
فأما الآباء والأبناء فمحارم لزوجته تجوز لهم الخلوة بها ولا يوصفون بالموت،.

يعنې د الحمو څخه د خاوند خپلوان غير له پلرونو او اولادونو مراد دي او هر چې د خاوند پلار ، نيکه او زامن دي د ښځي د پاره محرم دي چې هغه د الحمو په جمله کې نه راځي پاتي نور د خاوند اقارب غير محرم او د الحمو په جمله کې شامل دي .

ښځې به د خاوند د خپلوانو څخه پرده او حجاب کوي او همدارنګه د هغه سره يوازې کښناستل ، سفر کول حرام دي مګر د ضرورت په وخت خبرې کول او د هغې د خاوند يا نورو خپلوانو په حضور کې د پردی په صورت کې د هغې سره کښناستل باک نه لري

شوکاني په کتاب د (نيل الأوطار) (6/122) وايي دغه فرموده د پيغمبر صلی الله عليه وسلم«الحمو: الموت» په دې معنی ده چې ويره له هغه څخه داسې ده لکه له مرګ څخه ويره کول ځکه له ټولو څيزونو څخه خلک ډير زيات له مرګ څخه وريږي .

و الله سبحانه و تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email