ټر ټولو تر مخه خپل سلامونه د دعوت آنلاین لارښونی سایت کارکونکو ته وړاندی کوم ، وروسته له سلامه زه دوی پوښتنی د حج په هکله لرم او هیله ده چی په تفصیل یی ځواب راکړی ،
پوښتنه :آیا یو شخص کولای شی چی مخ کښی له فرضی حج څخه عمره وکړی؟ د بعضو علما په وینا که چیری یو شحص مخ کښی له فرضی حج څخه عمره ته ولاړ نودی بیا مکلف دی په هره وسیله چی کیږی فرضی حج ادا کړی که چیری مالی توان لری او که نه او که چیری قرعه که نوم وځی او که نه یعنی په هره وسیله چی کیږی باید فرضی حج ادا کړی .هیله ده چی مطلب می رسولی وی
په درناوی – حميد الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د حج د فرضې د ادا کولو مخکې د عمرې کول په اتفاق د فقهاؤ جايز دی ځکه جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم د حج د ادا څخه مخکې دری ځله عمره ادا کړې ده .

فإنه يجوز تقديم العمرة على الحج، فمن أراد أن يعتمر قبل أن يحج فلا حرج عليه في ذلك، وهذا أمر مجمع عليه بين العلماء، كما قال أبو عمر بن عبد البر: قال الزرقاني في شرح الموطأ عند شرح حديث مالك عن عبد الرحمن بن حرملة أن رجلاً سأل سعيد بن المسيب فقال: أأعتمر قبل أن أحج فقال سعيد: نعم، قد اعتمر رسول الله صلى الله عليه وسلم قبل أن يحج ثلاث عمر، قال ابن عبد البر: يتصل هذا الحديث من وجوه صحاح وهو أمر مجمع عليه لا خلاف بين العلماء في جواز العمرة قبل الحج لمن شاء وفي الصحيح أن عكرمة بن خالد سأل ابن عمر عن العمرة قبل الحج فقال: لا بأس اعتمر النبي صلى الله عليه وسلم قبل أن يحج ولأحمد وابن خزيمة فقالا: لا بأس على أحد أن يعتمر قبل الحج. انتهى.

حج هغه وخت فرض دی چې کله د استطاعت ټول شرایط برابر شي چې په نن عصر کې د استطاعت يو شرط نوبت دی .

و الله سبحانه و تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email