ټر ټولو تر مخه خپل سلامونه د دعوت آنلاین لارښونی سایت کارکونکو ته وړاندی کوم ، وروسته له سلامه زه دوی پوښتنی د حج په هکله لرم او هیله ده چی په تفصیل یی ځواب راکړی ،
پوښتنه :تاسی ته معلومه ده چی په اففانستان کښی یواځی د پیسو په درلودلو سره یو کس نشی کولای چی حج ته ولاړ شی بلکه د قرعه له لاری یو کس ټاکل کیږی ،نو زما پوښتنه داده که چیری یو کس دری یا څلور کاله پرله پسی نوم لیکنه کوی خو به قرعه یا پچه اچونی کښی یی نوم نه را وځی .که وروسته بیا دا سړی خپل مالی توان له لاسه ورکوی او یاهم مړ شی ، ایا په دی سړی  فرضی حج پاتی اویادده له ذمه ځخه ساقط شو
په دارناوی- حميدالله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په نن عصر کې نوبت يا په قرعه کشي کې د نوم وتل د استطاعت (توانيي ) له شروط څخه يو شرط دی ، که چا ته نوبت ورنشي نو هغه کس د حج د وجود شروط پوره نه کړل .

حج په عمر کې يو ځل پر هغه چا فرض دی چې د استطاعت شرايط پوره کړي .

قوله تعالی : وَ للهِ عَلَي النَّاِس حِجُّ البَيتِ مَنِ استَطَاعَ إلَيهِ سَبِيلاً ( (آل عمران  97)

ژباړه : او حج د دغه الهي خونې پر هغو خلکو فرض دی چې (مالي او بدني ) توانايي ولري .

د مالي او بدني توانايی شرح په لاندې ډول ده :

۱- په نابالغ او ليوني باندې حج فرض نه دی اګر که مالي توان هم ولري .

۲- تندرست کيدل : يعنې چه بدن يې داسې ناروغ وي چې د سفر کولو توان نه لري .

۳- د لارې خرچ ولري او همدارنګه د خپل اهل عيال د کومو چې نفقه د ده په ذمه وي د بيرته راتګ تر وخت پورې د هغوی د پاره خرچ ولري .

۴- پوروړی او قرضدار نه وي ، که د قرض د ادا وروسته دومره مالي توان ولري چې د کور د اهل او لارې خرچ ورباندې کيږي نو حج ورباندې فرض دی .

۵- د لارې امنيت

۶- د چا ضامن نه وي : که ده د چا ضمانت کړی وي نو بيا د ضمانت په دور کې حج کول صحي نه دي .

۷- د حج وخت : د حج په مقرر موده کې حج ادا کول د هغې مقررې مودې نه وړاندې يا وروسته حج کول نه ادا کيږي .

۸- د ظالم حکومت لخوا څه منع نه وي او يا په جيل او زندان کې نه وي (آزاد ) وي .

معاصرو فقهاؤ  قرعه کشي په استطاعت کې داخله کړی ده يعنې په ځنو هغو هيوادو کې چې خلک د قرعه کشي له لارې ځې څوک چې مالي او بدني توانايي ولري او نوم يې په قرغه کشی کې ووځي هغه کس د حج د وجوب شرايط پوره کړل او د چا چې نوم په عرقه کشی کې را نه شي هغه کس په دغه کال کې د استطاعت شرايط پوره نه کړل ، او ده ته جايزه نه ده چې د حج د نوبت د پاره رشوت ورکړي ځکه رشوت کبيره ګناه ده لعن رسول الله صلى الله عليه وسلم الراشي والمرتشي (الترمذي)

فتاوي الشريعية رقم الفتاوي 43448

أصبح عندنا في المغرب وفي العديد من الدول الإسلامية من شروط التأهل لأداء مناسك الحج الفوز في القرعة التي تنظمها السلطات المحلية نظرا لمحدودية المقاعد بالمقارنة مع الطلب المتزايد الناتج أساسا عن النمو (الديموغرافي)، فهل يعتبر هذا من باب الاستطاعة بالنسبة للأشخاص الذين لم يسعفهم الحظ في القرعة في تلك السنة وربما في التي بعدها؟ وما العمل؟
جزاكم الله خيرا عنا.

الفتوى

بسم الله الرحمن الرحيم
الحمد لله رب العالمين، والصلاة والسلام على سيدنا محمد خاتم الأنبياء والمرسلين، وعلى آله وأصحابه أجمعين، والتابعين، ومن تبع هداهم بإحسان إلى يوم الدين، وبعد:
فهذا من باب الاستطاعة فمن لم يرشح بالقرعة فهو غير مستطيع إن لم توجد له طرق أخرى مشروعة للسفر للحج، وأسأل الله لكم التوفيق.
والله تعالى أعلم.

 

اسلام ويب مرکز الفتاوي :

وإذ كان الحج في البلد الذي أنت فيه لا يتم إلا عن طريق القرعة فإن خروج الاسم في القرعة من تتمة شروط الوجوب فلا يتجه الوجوب قبل خروجه ولا يجوز التحايل لأجل إخراجه خصوصاً إذا كان التحايل برشوه فعن عبد الله بن عمر قال: ” لعن رسول الله صلى الله عليه وسلم الراشي والمرتشي” . [قال الترمذي هذا حديث حسن صحيح] وزاد في الحكم .
والله تعالى أعلم.

فتاوي الاسلام سوال جواب :

وقد لا يستطيع الغني صحيح البدن في زمننا هذا الذهاب إلى مكة المكرمة لأداء فريضة الحج ، لما اتفق عليه من سفر عدد محدد من كل بلد ، وقد ذهبت بعض الدول لاعتماد طريقة الأقدم في الميلاد ، ودول أخرى ذهبت لاعتماد طريقة القرعة ، فصار هذا الأمر داخلاً في الاستطاعة الشرعية ، فمن لم يكن سنُّه يؤهله للحج على حسب ترتيب بلده ، أو لم يظهر اسمه في القرعة : لا يعدُّ مستطيعاً ، إلا أن يملك وسيلة أخرى مباحة لا يأخذ بها حق غيره فيكون حينئذٍ من المستطيعين

و الله سبحانه و تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

 

Print Friendly, PDF & Email