۳- د مسلمانانو تر مينځ مساوات :

د اسلامې حکومت دريم اصل د مسلمانانو تر مينځ مساوات دي لکه څنګه چې د قانون تطبيق او عملي کول پر ټولو يو شان دي همدارنګه په اسلامې حکومت کې د ټولو حقوق يو شان دي ، په قوم ، ژبې ، سمت ، تور او سپين ټول مساوي دي او څوک خاص امتياز نه لري .

الله جل جلا له  په قرآنکريم کې فرمايي : يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ (الحجرات ۱۳ ) .

(ای خلکو ! يقيناً چې تاسو مو له يوه پلار او له يوې مور څخه پيدا کړي ياست او تاسې مو نژادونه او قبيلې و ګرځولاست چې يو بل و پيږنئ بې شکه د الله په نزد ستاسې ډير عزتمند ستاسې تقوی داره (ډير ځان ساتونکی ) دی . بې شکه چې الله پوهيدونکی ، خبر لرونکی دی ) .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : ان الله لا ينظر الی صورکم و اموالکم و لکن ينظر الی قلوبکم و اعمالکم (تفسير ابن کثير بحواله المسلم و ابن ماجه ) .

الله تعالی د تاسې صورتونو او مالونو ته نه ګوري ، بلکي ستاسې زړونو او اعمالو ته ګورئ ( فرق يوازې په تقوی کې دی په فيشن او پانګه نه دی ) .

بل ځای فرمايي : المسلمون اخوة ، لا فضل لاحد علی احد الا بالتقوی (ابن کثير بحواله طبراني ج ۴ ص ۲۱۷ ) .

مسلمانان يو د بل وروڼه دي ، يو کس پر بل کس هيڅ غوره والی نه لري مګر په تقوی .

او همدارنګه فرمايي :

يا ايها الناس ، الا ان ربکم واحد لا فضل لعربی علی عجمی ، و لا لعجمی علی عربی ، و لا لاسود علی احمر ، و لا لاحمر علی اسود الا بالتقوی ( تفير روح المعاني بحواله بيهقي او ابن ماجه ج ۲۶ ص ۱۴۸ ) .

ای خلکو! واروئ ستاسې پروردګار يو دی ، عربی په عجمي او عجمي په عربي غوره والی نه لري ، نه تور په سپين او سپين په تور باندې غوره والی لري ، مګر په تقوی .

او همدارنګه فرمايي : المؤمنون تتکافاً دماؤهم ، وهم يد علی من سواهم ، ويسعی بذمتهم ادناهم ( ابوداود کتاب الديات ، نسايي کتاب القسامه ) .

د مؤمنانو ويني يو شان دي هغوی يو د بل په مقابل کې سره متحد دي او د هغوی ادنی ترين شخص هم کولای شي د هغوی د طرف نه ذمه واخلي .

ليس علی المسلم جزية (ابوداود کتاب الاماره باب ۳۴ ) .

پر مسلمان باندې د جزيې ټاکل نشته ( له مسلمان څخه جزيه اخيستل نشته ) .

۴- اسلامې حکومت يو ستر مسؤليت دی :

د اسلامې حکومت څلورم اصل دا دی چې اسلامې نظام او حکومت يو امانت دی دا امانت بايد پرهيزګاره ،عادل او اهل کار کسانو ته ور سپارل شي، په دې امانت کې هيڅ څوک د شخصي او يا نا مشروع تصرف حق نه لري هر چا ته چې دا امانت و سپارل شي هغه د دغه امانت پر وړاندې مسئول او له ده څخه د هغه په باب پوښتنه کيږي .

إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُكُمْ أَن تُؤدُّواْ الأَمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا وَإِذَا حَكَمْتُم بَيْنَ النَّاسِ أَن تَحْكُمُواْ بِالْعَدْلِ إِنَّ اللّهَ نِعِمَّا يَعِظُكُم بِهِ إِنَّ اللّهَ كَانَ سَمِيعًا بَصِيرًا (النسآء ۵۸ ) .

(بې شکه الله تاسې ته حکم کوي چې امانتونه د هغو څښتنانو ته و سپارئ او کله چې د خلکو تر مينځ منځګړيتوب کوئ په عادلانه ډول منګړيتوب وکړئ ، بې شکه الله تاسې ته په ښه شي پند او نصيحت در کوي . بې شکه چې الله اوريدونکی ، ليدونکی دی ) .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :

كُلُّكُمْ رَاعٍ وَكُلُّكُمْ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ، الإِمَامُ رَاعٍ وَمَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ، وَالرَّجُلُ رَاعٍ فِي أَهْلِهِ وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ، وَالْمَرْأَةُ رَاعِيَةٌ فِي بَيْتِ زَوْجِهَا وَمَسْئُولَةٌ عَنْ رَعِيَّتِهَا، وَالْخَادِمُ رَاعٍ فِي مَالِ سَيِّدِهِ وَمَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ. (بخارى:853)

هر يو د تاسې راعی (شپون ) دی او هر يو د تاسې د خپل رعيت (لاس لاندې کسانو ) په برخه کې مسئول دي (د رعيت په اړه به له ده څخه پوښتنه کيږي ) . د ټولنې رهبر د خپل رعيت شپون او د خپل رعيت مسئول دی ، سړی د خپل کور د اهل مسئول دی ،ښځه د ميړه په کور کې د خپل اولاد شپنه او مسئوله ده ، خادم د مالک په مال کې شپون دی او په دغه باره کې مسئول دی.

او فرمايي : مَا مِنْ وَالٍ يَلِي رَعِيَّةً مِنَ الْمُسْلِمِينَ فَيَمُوتُ وَهُوَ غَاشٌّ لَهُمْ إِلاَّ حَرَّمَ اللَّهُ عَلَيْهِ الْجَنَّةَ. (بخارى:7151)

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : هر مشر يا قوماندان چې د مسلمانانو د يوې ډلې مسئوليت په غاړه واخلي او په داسې حال کې مړ شي چې د هغوی سره يې خيانت کړی وي الله تعالی په هغه باندې جنت حرام ګرځوي .

او همدارنګه فرمايي :

مَنْ سَمَّعَ سَمَّعَ اللَّهُ بِهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ، قَالَ: وَمَنْ يُشَاقِقْ يَشْقُقِ اللَّهُ عَلَيْهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ» فَقَالُوا: أَوْصِنَا، فَقَالَ: «إِنَّ أَوَّلَ مَا يُنْتِنُ مِنَ الإِنْسَانِ بَطْنُهُ، فَمَنِ اسْتَطَاعَ أَنْ لا يَأْكُلَ إِلاَّ طَيِّبًا فَلْيَفْعَلْ، وَمَنِ اسْتَطَاعَ أَنْ لا يُحَالَ بَيْنَهُ وَبَيْنَ الْجَنَّةِ بِمِلْءِ كَفِّهِ مِنْ دَمٍ أَهْرَاقَهُ فَلْيَفْعَلْ. (البخارى:7152) .

د جندب رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : هر څوک چې د شهرت (نام او نښان ) په لټه کې وي الله تعالی به د هغه کس نيت د قيامت په ورځ رسوا کړي . او هر څوک چې سخت ګير وي الله تعالی به له ده سره د قيامت په ورځ سختي وکړي ، صحابه کرامو وويل : مونږ ته نصيحت وکړه . رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : د انسان د بدن څخه اولين اندام چې بدبويه کيږي هغه ګيډه د هغه ده نو ځکه څومره چې توانيږﺉ يوازې له حلال او پاک مال څخه خوراک وکړﺉ او همدارنګه څومره چې توانيږﺉ يو څاڅکې وينه هم په نا حقه تويي نه کړﺉ تر څو جنت ته د تاسې د ننوتلو مانع نشي .

حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه فرمايي : څوک چې حکمران وي د نورو څخه به زيات حساب ورکوي او نورو نه به زيات د سخت عذاب له خطر سره مخامخ کيدونکی وي او څوک چې حکمران نه وي د هغه حساب به کم وي ځکه د حکمرانانو د پاره مخکې له مخکې ددې زمينه برابره وي چې د ده له لاسه مسلمانانو ته څه زيان او صدمه ور سيږي او چا چې د مسلمانانو سره ظلم وکړ هغه د الله تعالی سره غداري او خيانت وکړ (کنزالعمال ج ۵ – ۲۵۰۵) .

حضرت عمرفاروق رضی الله عنه فرمايي : کچيرې يوه غوماشه د فرات د درياب په غاړه ضايع شي ، زه وېريږم چې الله تعالی به له ما نه د هغه پوښتنه کوي ( کنزل العمال ج ۵ – ۲۵۱۲ )

آن لاين اسلامې لارښود – د اسلامې سياست او ديموکراسۍ پرلپسې مطالب

 

Print Friendly, PDF & Email