د دنيا سره څنګه چلند کول په کار دی ؟

قرآن د هدایت کتاب دی چې انسان ته د ژوند غوره لار ښيي:

یقیناْ دغه قرآن د پوره نېغې لارې په لور لارښوونه کوي.(ژباړه:اسراء ۹)

په همدې خاطر ټولې هغه لارې چې پر زړه اغېز کوي، په کار اچوي چې یوه یې د تیرو نسلونو د کیسو بیانول دي ترڅو راتلونکي ترې پند واخلي. د قرآن کریم  له عبرتناکو کیسو څخه یوه هم د قارون کیسه ده: هغه د موسی عليه سلام د قوم سړی وو. الله (جل جلا له)  دومره ډیر مال ورکړی وو چې د خزانو کلیګانو به یې یو ټولی خلک ستړي کول. خو لدې ټولو سره، قارون د شکرانې پر ځای، د کبر او لویۍ لاره ونیوه او پر خپل قوم یې ظلم او تیری وکړ. هغه په ډېر شان او شوکت کې ژوند تیرولو تر دې چې ځینې خلکو به ارمان کولو چې کاشکې د هغه په شان ژوند یې لرلای. خو په قوم کې داسې نېک وګړي هم وو چې د دغو غولېدلو کسانو په لنډ فکر یې افسوس کاوه، هغوی قارون ته نصیحت وکړ او له هغه ناوړه برخلیک څخه یې ووېراوه چې په کمین کې یې، خو هغه چې د مال او دولت په غرور کې ډوب وو، هېڅ په ځان رانه وړه، تر دې چې الهي عذاب راغی او له خورا دردونکي پای سره مخ شو.

قرآنکریم یې کیسه داسې بیانوي:

ژباړه: قارون د موسٰى له قوم څخه وو، او پر هغوی یې ظلم او تکبر وکړ.مونږ هغه ته دومره خزانې وركړې وې چې دهغو كليګانې دقوي كسانو يوه ټولي ايله پورته كولى شوې.كله چې د قوم خلكوورته وويل: (متبکرانه) خوښي مه کوه، الله (مغرور) خوښی کونکي نه خوښوي. په هغه څه چې الله دركړي، د آخرت دكور جوړولو هڅه وکړه اوله دنيا څخه خپله برخه مه هیروه. نیکي وکړه،څرنګه چې الله له تاسره نیکې كړې. اوپه ځمكه د فساد هڅه مه كوه، الله مفسدین نه خوښوي.(القصص۷۶-۷۷)

پدې آیتونو کې د پام وړ ټکی، د قوم د هوښیارانو غوره نصیحت دی. هغوی چې د ژوند هدف (۱) یې پیژندلی او له دنیا سره د چلند سمه لاره ورته معلومه وه. الله (جل جلا له) دې لنډو جملو ته چې له دنیا سره د چلند غوره فورمول دی، په قرآن کې ځای ورکړ ترڅو د قیامت تر ورځې د انسانانو لپاره د لارې مشال وي. په دې نصیحت کې هغو څلورو مهمو ټکیو ته اشاره شوې چې ډیر ځله انسانان د مال او دولت په اړه له همدې لارو په الهي ازموینه کې له پښو لوېږي:

۱- خپل شته په تکبر او اسراف سره په مستیو کې مصرفوي.

۲- کله چې په نعمتونو کې پټ شي نو الله او د آخرت سوچ هیر کړي.

۳- له خپل مال او پانګې څخه له نورو سره نیکي نه کوي.

۴- فساد او ورانۍ ته لاس اچوي.

۱- لا تفرح: (په تکبر سره) خوښي مه کوه

دلته هغه خوښي چې انسان ته په شتو او دولت باندې د ویاړ او په خزانو د زړه بایللو څخه پیداکیږي، منع شوې ده. هغه بې هوښه کوونکې مستي چې انسان پکې د نعمتونو اصلي څښتن هېر او له شکرانې یې غافل شي. خو هغه خوشحالي چې د الله شکر پکې ادا شي، د هغه حدود تر پښو لاندې نشي او له لویۍ، غرور او اسراف څخه لرې وي، ستونزه نه لري.

 ۲-په مال دې آخرت جوړ کړه او د دنیا برخه هم مه هیروه

په ژوندانه کې باید د انسان اصلي موخه د آخرت بریا وي، ځکه د قرآن په وینا :د دنیا ژوندخو وړه متاع ده اوآخرت دایمي استوګنځی دى.(ژباړه:غافر۳۹) او پیغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايي:که دنیا د مچ د وزر هومره ارزښت درلودای، نو الله به کافر ته یو غوړپ اوبه هم نه وای ورکړې. (رواه مسلم)

ځکه نو باید هوښیار انسان د ټولو هغو نعمتونو څخه چې الله ورکړي، همدې موخې ته د رسېدو لپاره ګټه واخلي. خو د دې تر څنګ کولای شي چې د الله (جل جلا له) له پاکو او حلالو نعمتونو ګټه واخلي ځکه الله (جل جلا له) خوښوي چې نعمتونه یې د بنده په ژوند کې ښکاره شي. د نصیحت دا برخه، منځلاریتوب د الهي برنامې په توګه معرفي کوي؛ ترڅو انسان له یوه اړخه له مال څخه د آخرت د بریا په لار کې کار واخلي او له بله پلوه په دنیا کې هم ترې ګټه واخلي. مسلمان ته جایزه ده چې د لاندې شرایطو په پام کې نیولو سره د دنیا له نعمتونو برخمن شي: هغه له روا لارې لاس ته راوړي، د الله حق پکې اداء کړي او دنیا په لاس کې وساتي نه په زړه کې. ځکه له کښتۍ څخه بهر اوبه د هغې د حرکت جوګه کیږي خو که د کښتۍ د ننه شي نو ډوبوي یې. د اسلامي امت د تېرو نیکانو ډیری بډای وو، خو د جهاد او قربانۍ پر مهال به یې مال له دین څخه ځارولو. ابوبکر صدیق رضی الله عنه  یوه ورځ ټول او عمر رضی الله عنه  نیم مال د الله په لاره کې خیرات کړ. عثمان رضی الله عنه په یوه غزا کې ټول لښکر  سمبال کړ. او رسول الله صلی الله عليه وسلم یې په اړه وفرمایل: له دې وروسته چې عثمان هر کار وکړي بښل کیږي. (رواه احمد) صهیب رومي خپله ټوکه پانګه له لاسه ورکړه ترڅو په هجرت بریالی شي. پیغمبر صلی الله عليه وسلم يې په اړه وفرمایل: صهیب په دې معامله کې ګټه وکړه. (سیره ابن هشام)

د همدې ډول حالاتو په اړه خو رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: نیک مال، د نیک بنده لپاره څومره ښه دی. (رواه احمد). ځکه نو که له مال څخه داسې ګټه

واخیستل شي، په عبادت کې شمیرل کیږي څرنګه چې الله (جل جلا له) فرمايي: ژباړه: ای موْمنانو! له هغو پاكو شيانو چې موږستاسې روزي ګرځولې وخورئ اود الله شكر باسئ كه یوازې د هغه بندګي کوی. (بقره ۱۶۸)

خو دا شکرانه به څنګه ادا کیږي؟ د نصیحت پاتې برخه داسې ده:

۳- څرنګه چې الله درسره نیکي کړې، ته هم نیکي وکړه

انسان باید ډاډه وي چې هر څه چې لري، د الله ډالۍ او امانت دي. هغه ډالۍ چې باید یې شکرانه اداء کړي او داسې امانت چې یوه ورځ به بېرته اخیستل کېږي او په اړه به یې پوښتنه کيږي. دا نعمتونه چې ترېنه ګټه اخلو، د مهربان الله نیکي ده او ځواب یې هم باید په نیکۍ ورکړل شي. په نیکیو کې کار ترې واخیستل شي او په ښه توګه د نورو په خدمت کې وکارول شي. ښايي ځینې به ووایي: “مونږ خو دومره مال نه لرو چې په هر چا پسې ورسیږو. الله پخپله د بندګانو حاجتونه پوره کوي، که غواړو ګاونډی له نیستۍ څخه وژغورو، ښايي خپله نیستمن شو”. خو استاد علي طنطاوي دې خبرې ته داسې ځواب ورکوي: “ستونزې او وړتیاوې نسبي دي. زه د خانانو او میلیونرانو په پرتله نیستمن یم، خو له هغه مزدورکار څخه چې د پوره ورځې خوارۍ مزد یې د یوې ډوډۍ پیسې وي، خورا بډای یم. همدا مزدورکار بیا د هغې بې کسه کونډې څخه ډیر شتمن دی چې د الله له درباره پرته هېڅ اسره نه لري. ځکه نو په دنیا کې مطلق نیستمن او مطلق بډای نشته. هر څوک کولای شي له ځان څخه ټیټو کسانو سره مرسرته وکړي. که ستاسې ټول شته، پنځه ډوډۍ او یوه کاسه آش وي، نو یوه ډوډۍ ترېنه هغه چا ته ورکړی چې د خوړو لپاره هېڅ نه لري. هغه میرمن چې څلور جوړه جامې لري، یوه جوړه دې هغه چا ته ورکړي چې د اغوستلو لپاره هیڅ نه لري، یا دې لږ تر لږه هغه زړې جامې چې نورې یې نه آغوندي، د شلېدلو او پیوند شویو جامو څښتنې ته ورکړي. کېدای شي ستاسې زړې جامې هغې ته د اختر د کالیو په شان وي. داسې سوچ مه کوئ چې خیرات شوی مال مو له لاسه وتلی. بلکې په الله سوګند چې څو برابره به یې لاس ته راوړې. نه یواځې په آخرت کې؛ بلکې په همدې دنیا کې به یې الله درکړي. ما څو ځله دا تجربه کړې. دیرش کاله کيږي چې کورنۍ او اولاد ته پیسې ګټم خو له هغه څه پرته چې د الله په لار کې مې ورکړی، نور هېڅ ندي را پاته.صدقه ستاسو مال زیاتوي او ستونزې مو لرې کوي. د هغې ښځې کیسه به درته وکړم چې زوی ېې مسافر وو. یوه ورځ ښځې غوښتل څه وخوري، خو په کور کې له یوې مړۍ ډوډۍ پرته بل څه نه وو. هغه یې خولې ته کوله چې سوالګر راغی. ډوډۍ یې سوالګر ته ورکړه او خپله وږې ویده شوه. زوی چې له سفره راغی، داسې کیسه یې مور ته وکړه: “په لاره کې زمري راباندې حمله وکړه، ډاډه شوم چې نور مې کار خلاص دی، خو ناڅاپه یو سړی په سپینو جامو کې راغی، له زمري څخه یې وژغورلم او ویې ویل: (مړۍ د مړۍ په بدل کې). هلک پدې خبره پوه نه شو خو مور یې ښه پوهیده چې دا د کومې مړۍ بدله ده”. (مع الناس- علی طنطاوي)

۴- په ځمکه کې فساد مه غواړه

د نصیحت وروستۍ برخه له فساد څخه د ځان ساتلو په اړه ده. هغه کار چې معمولا د مال له زیاتوالي او د آخرت له هېرولو پیدا کېږي چې طبیعي پایله یې هلاکت (۲) دی، ځکه “الله مفسدین نه خوښوي”.

دا د قوم د وګړو نصیحت وو، خو قارون په لنډه جمله کې ځواب ورکړ:

ژباړه: (هغه وويل) داهر څه ماته د خپل علم له مخې راكړل شوي.آيا هغه نه پوهیده چې الله تر ده وړاندې ډير داسې خلك هلاك كړي چې له هغه نه يې زيات ځواک او شتمني درلودله؟ اصلا مجرمان (د سپیناوي په موخه) له ګناه څخه نه پوښتل کېږي.يوه ورځ هغه خپل قوم ته په شان او شوكت كېراووت. هغو خلکو كوم چې د دنيوي ژوند غوښتونكي وو دهغه په ليدلوسره يې وويل: (كاشكي موږ هم هغه څه درلودای چې قارون ته وركړل شويدي، دى خو دلويې برخې خاوند دى).خو د پوهې خاوندانو وويل: (افسوس ستاسې پر حال! دهغه چالپاره چې ایمان راوړي او نیک عمل وکړي دالله ثواب ډیر غوره دی. او دا یوازې صابرینو ته ورکول کیږي.(قصص ۷۶- ۸۰)

ډير له کبره ډک ځواب: ما دا هر څه د خپلې پوهې له مخې لاس ته راوړي. زه خپل علم د دې مستحق ګرځولی یم. تاسې څه حق لری چې د هغې د استفادې ځانګړې لارې را ته په ګوته کوی؟ هغه مغرور نه پوهیدلو چې دا علم او ذکاوت چا ورله ورکړی؟ قارون نصیحت ونه منلو او د دینا دوکې ځینې نفسونه لاندې کړل، نو الهی فیصله راورسیده:

ژباړه: بیا موږ هغه او كوریې په ځمكه ننويستل. او هیڅډله نه وه چې دالله په وړاندې دهغه وکړي او نه يېپخپله د ځان مرسته وکړای شوه.هغوخلكو چې پرون يې دهغه د منزلت هيله لرله وويل:(وای! الله په خپلو بندګانو کې چې د چا روزي وغواړي پراخوي او تنګوي یې. كه الله پرمونږ احسان نه واى كړي، نو مونږ به يې هم په ځمكه ننويستلي وو.افسوس! لکه چې كافران اصلابریا نه مومي. (قصص ۸۱-۸۲)

دا د داستان پرلپسې صحنې دي. په لومړي انځور کې ظلم او تیری، له نصیحت څخه تېښته، په فساد ټینګار او په دنیا مستي او غرور ښکاري. دویمه صحنه داسې پیلیږي چې قارون خزانې بیرون ته راباسي او ځینې خلک پرې غولېږي. دلته الهی تقدیر پریکړه کوي او دریمه صحنه را رسیږي. په یوه شېبه کې قارون له خپل کور سره د هغې ځمکې نس ته ټیټیږي چې پرون یې پر سر لويي او فساد کولو. په دې توګه کیسه پای ته رسیږي او الله (جل جلا له) د هغې ستر پیغام بیانوي چې د نیکمرغی او بریا اصلي معیار له اور څخه خلاصون (۳) او جنت(۴) ته ننوتل دی، نو پام چې:

ژباړه: د آخرت دا كور دهغو لپاره ګرځوو چې پرځمكه لوئي او فساد  نه غواړي. او نېكه پایله يوازې د پرهيزګارانو لپاره ده.(القصص ۸۳)

پدې آیتونو کې نغښتي درسونه:

– له کبر او لویۍ ځان ساتل: رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: (د چا په زړه کې چې ذره کبر هم وي، جنت به د ننه نه شي.) (رواه مسلم)

– له ظلم څخه ځان ساتل: رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: (الله ظالم ته مهلت ورکوي، خو کله یې چې ونیسي، بیا یې نه خوشی کوي.) (متفق علیه)

– نصیحت ته غوږ نیول او د هغه منل.

– له دنیوي نعمتونو څخه د آخرت د بریا لپاره کار اخیستل

– په دنیا کې د الهي نعمتونو څخه ګټه اخیستل.

– په ځمکه کې له فساد څخه ډډه کول.

– په دې پوهېدل چې هر هغه څه چې الله (جل جلا له) انسان ته ورکوي، د ازموینې په موخه دي او انسان باید خپل استعداد او قوت ته مغرور نه شي.

– د نورو په هوسا ژوند او مال زړه نه بایلل، ځکه څوک نه پوهېږي چې الله (جل جلا له) یې په کوم حالت کې خیر ټاکلی.

– باور درلودل چې نیکه پایله د متقیانو (۵) لپاره ده او الله (جل جلا له) هغه کسانو ته چې له فساد او لویۍ لرې دي، د آخرت کور چمتو کړی دی.

د اصلاح پیغام لړۍ – د ځوانانو څانګه

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي