د مور د ورځې لمانځل څه حکم لري ؟

اسلام علیکم ورحمت الله وبراکاته!
زه غواړم چی د مور د ورځی دلمانځنی په اړه پوره معلومات ترلاسه کړم .
اختر محمد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اسلامې شريعت ټول عمر ، هر ورځ او هره شبه د مور د احترام او شکران پر ځای کولو حکم کړی دی :

وَوَصَّيْنَا الإِنسَانَ بِوَالِدَيْهِ حَمَلَتْهُ أُمُّهُ وَهْنًا عَلَى وَهْنٍ وَفِصَالُهُ فِي عَامَيْنِ أَنِ اشْكُرْ لِي وَلِوَالِدَيْكَ (لقمان 14 )

او مونږ انسان ته د خپل مور او پلار په حق پېږندنې کې ټينګار کړی دی . د هغه مور د کمزورۍ له پاسه کمزورۍ په حال کې هغه را اخيستی په خپله ګيډه کې يې وساته او دوه کلونه يې په تي ورکولو و لګيدل . ( له همدې کبله مونږ هغه ته نصيحت وکړ چې ) زما شکر وکړه او د خپل مور او پلار شکر پر ځای کړه .

قوله تعلی : ووصينا الإنسان بوالديه حسناً (العنكبوت / 8 .)

ژباړه : او انسان ته مو د هغه د پلار او مور سره د ښه چلند په کولو سپارښت وکړ .

لا تَعْبُدُونَ إِلَّا اللَّهَ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَاناً .. (البقرة:83) .

ژباړه : بې له الله د بل څه عبادت مه کوئ او له مور او پلار سره به ښېګڼه کوئ .

د البخاري (5514) اومسلم (4621) حديث شريف دی :

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ : جَاءَ رَجُلٌ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ : يَا رَسُولَ اللَّهِ ، مَنْ أَحَقُّ النَّاسِ بِحُسْنِ صَحَابَتِي ؟ قَالَ : أُمُّكَ . قَالَ : ثُمَّ مَنْ ؟ قَالَ : ثُمَّ أُمُّكَ . قَالَ : ثُمَّ مَنْ ؟ قَالَ : ثُمَّ أُمُّكَ . قَالَ : ثُمَّ مَنْ ؟ قَالَ : ثُمَّ أَبُوكَ .

ابی هريرة رضی الله عنه وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يو سړی راغی او ويې ويل : په خلکو څوک په ما باندې زيات حقداره دي ؟ و يې فرمايل : ستا مور ، ويې ويل بيا څوک ؟ و يې فرمايل : بيا ستا مور ، ويې ويل : بيا څوک ؟ و يې فرمايل : بيا ستا مور ، ويې ويل بيا څوک ؟ و يې فرمايل بيا ستا پلار .

نو واضح شوه چې اسلامې شريعت ټول عمر ، هره ورځ او هره لحظه د مور د احترام کولو حکم کړی دی او مور يې هر وخت  تر ټولو زياته حقداره ګرځولې ده ، نه دا چې يوازې د مور د احترام د پاره فقط په کال کې يو ځل نمايشي يادونه وشي او بس .

د کال يو ځل نمايشي يادونه يا لمانځنه د کفارو تقليد دی ، اسلام مسلمانانو ته د مور د هرې لحظي د احترام او شکر حکم کړی دی .

اسلام پوره او کامل دين دی چې په هره برخه کې پوره پوره لارښوونې لري په دې باره کې د پرديو تقليد ته هيڅ ځای نشته .

الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلامَ دِيناً ) المائدة/3 .)  

ژباړه : نن ورځ ما ستاسې لپاره ستاسې دين پوره کړ او پر تاسې مې خپل نعمت تمام کړ او اسلام مې ستاسې لپاره دين غوره کړ .

په کال کې په يوه ټاکل شوي ورځ د مور لمانځنه بدعت دی چې په اسلام کې هيڅ اصل نه لري د کفارو د عاداتو څخه دی مسلمان ته جايز نه ده چې په هغه کې کډون وکړي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «مَن أحدثَ في أمرِنا هذا ما لَيسَ فيهِ فَهُوَ رَدٌّ» (بخاری او مسلم ) .

(هر چا چې په امر (دين ) زمونږ کې داسې عمل پيدا کړ چې له هغه نه وي (په دين کې نه وي ) نو مردود دی

«إيّاكُم وَ مُحدَثاتِ الأُمورِ؛ فإنَّ كُلَّ مُحدَثَةٍ بِدعَةٌ، و كُلَّ بِدعَةٍ ضَلالَةٌ، وَ كُلَّ ضَلالَةٍ في النّارِ»: (ابوداود(4607) ، ترمذي(2676)

(په دين کې د نو پيدا شی نه پرهيز وکړﺉ چې هر نوی شی بدعت دی او هر بدعت ګمراهي ده او دهرې ګمراهی انجام اور دی )

رسول الله صلی الله عليه وسلم پخوا د خپل امت په اړه دا انديښنه څرګنده کړي ده چې فرمايي :

لَتَتَّبِعُنَّ سَنَنَ مَن كانَ قَبلَكُم شِبراً شِبراً وَ ذِراعاً بِذِراعٍ؛ حتّي لَو دَخَلُوا جُحرَ ضَبِّ تَبِعتُمُوهُم. قُلنا: يا رَسُولَ اللهِ. اليَهُودُ وَ النَّصاري؟ قالَ: فَمَن؟!» (البخاري ) .

ژباړه : حتماً به دوی د هغوی لاره چې مخکې له تاسو ؤ (اهل کتاب ،يهود او نصارا) لويشت په لويشت او ګز په ګز تعقيب کړي تر دې چې که د کربوړې په غار ننوځي دوی به د هغوی څخه پيروي کوئ ، ومې ويل: ای رسول الله صلی الله عليه وسلم : هدف مو يهود او نصار دي ؟ ويې فرمايل نو څوک دي ؟

يعنې مسلمانان به د يهودو او نصاراؤ اخلاق ، طرزالعمل ، عادات او کلتور څخه لويشت په لويشت او کز په کز تقليد وکړي او د هغوی په مثل به ځان جوړوي .

نو مسلمان ته جايزه نه ده چې د کفارو په عاداتو او رسمونو عمل وکړي .

و الله سبحانه تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email