د سکس فلمونو کتل څه حکم لري ؟

سوال: زما سوال دا ووه چه ایا سکس لیدل جواز لری که نه اوکه یی لری دده د شریعت په رنا که جواب راکری . ستاسو د چواب په هیله – ح .ل

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د نن عصر فاحش ، بې دينه او سکس فلمونه ، او تصويرونه ليدل حرام او د کبيره ګناهونو مجموعه ده.

الله تعالی فرمايي : (قل للمؤمنين يغضوا من أبصارهم ويحفظوا فروجهم ذلك أزكى لهم إن الله خبير بما يصنعون* وقل للمؤمنات يغضضن من أبصارهن ويحفظن فروجهن…) [النور: 30/31]

ژباړه : او ووايه (ای رسوله !)  مؤمنانو ته چې خپل نظر په خپل واک کې وساتي او د خپلو شرم ځايونو ساتنه وکړي ، دا د هغوی د پاره ډيره پاکه کړنلاره ده ، هغوی چې څه کوي الله پرې خبريږي .

او ووايه ( ای رسوله ! ) مؤمنو ښځو ته چې خپلې سترګې پخپل واک کې وساتي او د خپلو شرم ځايونو ساتنه وکړي .

د بيګانه څخه د سترګو نظر ساتل او د شرمګاه حفاظت له حرامو څخه او همدارنګه د خپل عورت پټول فرض دي همدارنګه د بل عورت ته کتل حرام دي .

رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ وفرمايل:« احْفَظْ عَوْرَتَكَ إِلَّا مِنْ زَوْجَتِكَ أَوْ مَا مَلَكَتْ يَمِينُكَ» (  احمد (5/4،3)، او ابوداود (4017) او ترمذی (2769) .

(شرمګاه دې له ټولو پټه ساته پرته له خپلې ښځې او وينځې ).

بل حديث شريف کې راځي : فزنا العين النظر (الراوي ابوهريره – البخاري 6243)

(د سترګو زنا بيګانه ته کتل دي ).

ځنې کسان چې ځانونه عصري او روشن فکره بولې د کفارو ، منافقانو جوړ کړي فلمونه ، سريالونه عبرت بولي او وايي په دې فلمونو کې د کورني ژوند ، تجارت او نور په اړه عبرتناکې خپروني شته .

آيا د هغه چا د پاره چې په قرآن او اسلامې شريعت ايمان لري دا ښايي چې د اسلامې شريعت هر اړخيز کورنی نظام ، د کور داخلي او خارجي طرزالعمل ، هر اړخيز او کامل تجارتي نظام پرېږدي او د داسې چا څخه کورنی نظام زده کوي چې هغوی په اوس عصر کې هم د خوسي او بت عبادت کوي او کورنی نظام يې بالکل مختلط  او اشتراکي وي .

د مسلمانان په اوسني حال ډير افسوس دی : انا لله و انا اليه راجعون

رسول الله صلی الله عليه وسلم رښتیا ويلي دي او په دې اړه يې مخکې وړانديز کړی دی :

لَتَتَّبِعُنَّ سَنَنَ مَن كانَ قَبلَكُم شِبراً شِبراً وَ ذِراعاً بِذِراعٍ؛ حتّي لَو دَخَلُوا جُحرَ ضَبِّ تَبِعتُمُوهُم. قُلنا: يا رَسُولَ اللهِ. اليَهُودُ وَ النَّصاري؟ قالَ: فَمَن؟!» (البخاري ) .

ژباړه : حتماً به دوی د هغوی لاره چې مخکې له تاسو ؤ (اهل کتاب ،يهود او نصارا) لويشت په لويشت او ګز په ګز تعقيب کړي تر دې چې که د کربوړې په غار ننوځي دوی به د هغوی څخه پيروي کوئ ، ومې ويل: ای رسول الله صلی الله عليه وسلم : هدف مو يهود او نصار دي ؟ ويې فرمايل نو څوک دي ؟

يعنې مسلمانان به د يهودو او نصاراؤ اخلاق ، طرزالعمل ، عادات او کلتور څخه لويشت په لويشت او کز په کز تقليد وکړي او د هغوی په مثل به ځان جوړوي .

د دغو شيطاني فلمونو په کتلو کې لاندې ضرورونه موجود دي :

۱- د اسلامې شريعت خلاف حيواني طريقه سره جماع کولو ته تشويق لکه : د ښځې سره لواطت ، د شرمګا څټل ، د حيا نه ساتل او نور قبيح اعمال ،چې لواطت کار معلون دی ، د شرمګا څټلو عادت د کافر قوم او حيواناتو کار دی .

۲- د پرديو ښځو طرف ته متوجه کيدل ، هغوی ته د نظر کولو ، ارتباطاتو جوړولو ، او د زنا اسبابو د نږيوالی اشتيا پیدا کيدل يعنې فکر د بل ناموس ته متوجه کوي .

۳- د زړه کلکوالی ، په عباداتو کې سستي کول ، د اسلامې شعائرو څخه کرکه او نفرت پيدا کيدل ، د ګناه او حرامو حوس کول .

۴- د خپل قيمتي او څو ورځې ژوند ضایع او بربادول .

۵- د يوې بې حيا شهوت پرسته کورنی تشکيل ، د اهل عيال د ديني تربيې کمزورتيا او د شهواني خيالونو قوت ، د کورنۍ د مسئولينو (د والدينو او خاوند) پر وړاندې بې احترامي او بغاوت .

۶- د خپل کور څخه شيطاني اډه جوړول ځکه په کوم کور چې موسیقي ، فلمونه و غيره وي هغه کور ته شيطان ننوځي او داسې کورونو ته ملائکې نه ننوځي .

۷- خپل ځان د ګناهونو درياب ته غوځول ځکه فلمونه او سريالونه د ګناهونو مجموعه ده تفصيل دلته وګورئ  .

۸- فقط د شهواني خيالونو پالنه او روزنه او په دې کې د خپل فکر مشغول ساتل ، د الله تعالی د ذکر او ياد څخه عفلت اخيارول .
و الله سبحانه و تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. رحمت الله شاکر

    سلامونه او نیکی ه