اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة
زما ده اسلام درنو وروڼو هیله ده چی ده دی پوښتنی جواب راته راکرﺉ هغه داچی خپلو ملګروسره له هیواد نه بهر تللی وم او له یو هوټل نه مو د خوراک راور لامو ده ډوډﺉ خورل پای ته نه وو رسولی چی په دی پوه شوم چی داده خوګ غوښه ده اوس نه پوهیګم چی سنګه یی جبران کم .

حيات الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د تيروتنې او خطاء په صورت کې چې قصداً نه وي پر تاسې ګناه نشته ده .

لقوله تعالى : ( وَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ فِيمَا أَخْطَأْتُمْ بِهِ وَلَكِنْ مَا تَعَمَّدَتْ قُلُوبُكُمْ وَكَانَ اللَّهُ غَفُوراً رَحِيماً ) الأحزاب / 5

ژباړه : او د تيروتنې او خطاء په صورت کې پر تاسې کومه ګناه نشته ، خو که ستاسې زړونه يې په قصد سره وکړي . او الله بخښوونکی او مهربان دی .

ولقول النبي صلى الله عليه وسلم : ” رفع عن أمتي الخطأ والنسيان وما استكرهوا عليه “” رواه ابن ماجه (2043) ، ابن حبان ، دارقطنی ) .

يعنې زما د امت خطاء ، هيره او اجبار نه ليکل کيږي ، يعنې څوک چې د خطاء ، هيرې او اجبار له مخې څه وکړي شرعاً په هغه نه نيول کيږي .

هغه مسلمانان چې په غير مسلمو هيوادونو کې اوسيږي هغوی ته پکار ده چې د خوګ د خوښي ، ذبحې ، او شرابو په باره کې پوره احتياط وکړي ، د هغه د ترکيب او نوعيت څخه با خبره ووسي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email