د امريکايانو سره کار کول او د هغوی په پيسو حج ته تلل

سلامونه او نیکی  هیلی
د آن لاین اسلامی لارشود محترمو کارونکو هیله ده چی تاسو روغ او جور وه اوسی ، او ستاسو زحمتونه د قدر وړ دی ، ددغی خپرونی د برکت ډیر ملګری په خپل دین اسلام او مذهب پوهیدلی دی ، دا ټول ستاسو د زیار او کوښښ له امله یوځل بیا ډیره ډیره مننه .
زه د اسلامې لارښود څخه دا پوښتنه کوم چی ؟
په افغانستان کی چی کوم امریکایان راغلی دی او تقریباً ډیر کسان کار ور سره کوی معاش خوره یی دی ، امریکایان معاشات ور کوی، او دوی یی د کار فامیل لپاره خرڅ تیار وی مثلا اوړه غنم ، نخود ، دال . لوبیا پټاټی خو بلاخره د کور ټول ضرورتونه پر پوره کوی حتا د کور کرایه د برق تحویل هر څه ټول شیان یی د امریکایانو په پیسو کوی ځره که نوموړی خو د امریکایاسره کار کوی او امریکایان معاش کوی ، اوبیا وروسته په همدغو ډالرو حج  هم کوی ، نو مولوی صاحب دا ټول حلال دی او که حرام . مننه

پشتون

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د اسلامې لارښود هدف دا دی چې تر څو مخلوق خپل خالق ته نږدي کړي د حلال او حرام بيانول تر څو خلک د حلالو طرف ته متوجه او د حلامو څخه پرهيز وکړي .

اسلامې لارښود په بار بار پر خپلو مسلمانانو وروڼو غږ کړی دی چې د يرغلګرو کفارو د دوستی او مدد لاس واخلی او دا مو ټول د الله تعالی او د رسول الله صلی الله عليه وسلم  د ويناوو په رڼا واضحو دلائلو سره ور ته بيان کړي .

په ټولو هغو امرو کې کار او فعاليت چې د اسلام او مسلمانانو په ضرر وي د اسلام او مسلمانانو پر ضد وي په هغه امورو کې  فعاليت د نړيوال کفري حشر سره موالات بلل کيږي ، د کفارو موالات سختې خطرناکې پايلې لري او په شريعت کې په اړه سخت وعيدونه راغلي دي .

هغه امور چې اسلام او مسلمانانو په ضرر نه وي بلکي د خپل ولس او هيواد د خپلې ټولنې خدمت کول وي که څه معاش د طاغوت او موجوده فاسق نظام لخوا وي لکه : صحت ، معارف ، آبرساني ، برق ، لوړې زده کړي ، تخنيک او تنالوژې … او نور کې فعاليت کول او د هغوی نه معاش تر لاسه کول فقهاؤ جايز بللي دي ځکه اسلام مصالحو ته پر مفاسدو ترجيح ورکوي که د عامه مسلمانانو عامه خدمت ودرول شي د مصالحو پر ځای فساد او مفاسد را مينځته شي .

تفصيل دلته وګورئ .

http://dawat610.com/archives/4721

http://dawat610.com/archives/2500

دوهم : د حج په مسئله کې څه نشو ويلای (ما ته علم نشته ) په دې پوره پوره الله تعالی پوهيږي چې د چا حج به قبلوي .

الله تعالی دې ټولو ته د حج کولو توفيق ورکړي ، الله تعالی د بندګانو توبه قبلونکی دی الله جل جلا له  ټولو هغو وروڼو ته چې د خپل دين او خپلو مسلمانانو وروڼو په مقابل کې د کفارو په صف کې ولاړ دي د توبې توفيق ورکړي .

او څوک چې د دين د لوړوالي د پاره کوښښ او هلې ځلي کوي الله تعالی دې هغوی ته د پوره تقوی ، پوره اخلاص ، پوره اخلاقو او نيک سلوک ، پر مسلمانانو د رحم او وروری توفيق ورکړي .

و الله اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

4 تعليقات

  1. رحمت الله شاکر

    بخشنه غوارمه وروره تاسو داسی یوه بی طرفه فتوا ورکوی چی هیس نه سر لری نه پای و دغه سړی ته مو هیس اطمنان بخشه جواب نکی ور د دی اصل لامیل دا دی چی تاسو خپله هم په دغه حکومت کی شامل یاستی نو بیا به په سه رنګه د دغه حکومت خلاف فتوا ورکړی لیژ د الله خوف وکی او د دین غلطه تشریح مه کوی

  2. ښاغلی !
    تاسې دا فکر کړی دی چې مونږ به حق پټ کړی وي يعنې په حرام مال باندې حج کول .
    داسې نه ده بلکي په دې مسئله کې د فقهاؤ تر مينځ اختلاف دی ، او مونږ په دغه مسئله کې پوره اطمنان تر لاسه نه کړ نه و مو ليکل چې نه پوهيږم .
    ځکه د ځنو فقهاؤ په نزد څوک چې په حرام مال حج وکړي (هغه حرام مال چې د کسب له وجې حرام وي ) فرض يې ادا کيږي :
    قوله کالحج بمال حرام قد يقال ان الحج نفسه الذی هو زيارة مکان مخصوص الخ ، ليس حراماً بل الحرام هو انفاق المال الحرام و لا تلازم بينهما کما ان الصلاة فی الاغرض المضضوبة تقع فرضا و انما الحرام مشعل امکان المغضوب مع انه يسقط الغرض عنه معها (ردالمختار کتاب الحج ، الحج عن غير مطلب فيمن حج بمال حرام ۲/۴۵۶ ) .
    او کفايت المفتي ج ۴ ص ۳۵۷ .
    وفي الموسوعة الفقهية (17/131) :
    فَإِنْ حَجَّ بِمَالٍ فِيهِ شُبْهَةٌ أَوْ بِمَالٍ مَغْصُوبٍ صَحَّ حَجُّهُ فِي ظَاهِرِ الْحُكْمِ , لَكِنَّهُ عَاصٍ وَلَيْسَ حَجًّا مَبْرُورًا , وَهَذَا مَذْهَبُ الشَّافِعِيِّ وَمَالِكٍ , وَأَبِي حَنِيفَةَ رحمهم الله وَجَمَاهِيرِ الْعُلَمَاءِ مِنْ السَّلَفِ وَالْخَلْفِ , وَقَالَ أَحْمَدُ بْنُ حَنْبَلٍ : لا يُجْزِيهِ الْحَجُّ بِمَالٍ حَرَامٍ . وَفِي رِوَايَةٍ أُخْرَى يَصِحُّ مَعَ الْحُرْمَةِ . وَفِي الْحَدِيثِ الصَّحِيحِ : أَنَّهُ صلى الله عليه وسلم : ذَكَرَ الرَّجُلَ يُطِيلُ السَّفَرَ , أَشْعَثَ أَغْبَرَ يَمُدُّ يَدَيْهِ إلَى السَّمَاءِ : يَا رَبِّ , يَا رَبِّ وَمَطْعَمُهُ حَرَامٌ , وَمُشْرَبُهُ حَرَامٌ , وَمَلْبَسُهُ حَرَامٌ , وَغُذِّيَ بِالْحَرَامِ , فَأَنَّى يُسْتَجَابُ لِذَلِكَ اهـ .
    وفي فتاوى اللجنة الدائمة (11/43) كون الحج من مال حرام لا يمنع من صحة الحج ، مع الإثم بالنسبة لكسب الحرام ، وانه ينقص أجر الحج ، ولا يبطله اهـ .

    په دې پاڼه کې چې د يرغلګرو او د هغوی د يارانو په اړه چې کوم واضح احکام بيان شوی دي نو که د حقيقت او انصاف سترګي و غړوي بل ځای به داسې مفصل او مسند دلائل پيدا نشي کړای ، الحمدلله يوازې له الله تعالی څخه ويرېږو او په هغه مو ايمان دی .
    ستا دا وينا چې د دين علظه تر جمه مه کوئ ….. ظالمانه د حقيقت څخه لرې ، بې انصاف د حسد او کينه څخه ډکه وينا مو کړې ده .
    د لته چې هر څه ليکل شوي دي د اسلامې شريعت د واضحو دلائلو پر اساس ليکل شوي .
    تاسې راوړی خپل هغه دلائل مو چې مونږ څه شی خدای مه کړه د اسلامې شريعت خلاف ليکلي دي ، زمونږ هدف خو د دين نصرت دی .
    آخره خبره مو تاسې ته دا ده چې لږ د انصاف او حقيقت سترګې و غړوئ ، او اسلامې تبليغاتي سنګر ته د ګټې پر ځای صدمه او زيان مه رسوئ .
    و سلام عليکم

  3. شاکر جان!
    کامنت شما را در موضوع طلاق اجباری(طلاق بزور) نیز مطالعه نمودم. با مراجعه به کامنت موضوغ حاضره و کامنت ارایه شده شما در موضوع قبلی خواننده به این نتیجه میرسد که خدای نخواسته شما در ترویج اختلافات بین مذاهب( که بنظر شخصی ام جز اعمال منافقان و مزدوران دست اجانب نیست)دست همت خود را بلند نموده اید. امیدوارم که طرز برداشتم از کامنت های شما اشتباه باشد.

  4. رحمت الله شاکر

    وروره كه چیری خپه کیزی نه نو زه یوازی په پښتو شه پوهیزمه زکه جواب که تکلیف نه وی په پشتو خوشومه

آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي