آیا شاپیری شتون لری؟ آیا پر انسان شاپیری کښینی؟ ايا جنيات په اصلي شکل ليدل کيدای شي ؟

د دعوت ویب پاڼی ټولو محترمو کارکونکو ته سلامونه او نیکی هیلی ډالی کوم. خدای (ج) دی وکړی چی جوړ او روغ به یاست او د عافیت جامی په تن ولری.

یوه پوښتنه لرم، هیله ده د قرآن عظیم الشان او نبوی احادیثو په رڼا کی را ځواب کړی.

پوښته: لومړی، آیا شاپیری شتون لری؟ آیا پر انسان شاپیری کښینی؟ آیا کومه پیش بینی چی نوموړی شخص چی شاپیری پری ناسته ده کوی حقیقت لری؟ دمثال په ډول داسی یو چاته ووایی چی هغه شخص ستا په نصیب کیږی. اوبل داچی د غله په معلومولو کی چی کیدای سی دغه کس وی.

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول :

جنيات موجود مخلوق دی او په هغه باندې ايمان لرل د عقيدې جز ګنل کيږي  تفصيل .

دوهم : ايا انسان جنيات ليدلای شي ؟

اصلاً پيريان يا جنيات پټ مخلوق دی او جن پټ ته وايي ، او اصلاً جنيات د انسانانو څخه پټ مخلوق دی چې انسانان يې نه ويني ، يعنې پخپل اصلي شکل نه ليدل کيږي :

الله سبحانه و تعالی فرمايي :(إِنَّهُ يَرَاكُمْ هُوَ وَقَبِيلُهُ مِنْ حَيْثُ لا تَرَوْنَهُمْ (هغه او د هغه ملګري تاسې له يو داسې ځای څخه وينی چې تاسې يې له هغه ځای څخه نشی ليدلای  (اعراف /۲۷ ) .

قال الحافظ ابن حجر في الفتح : ” وفي الحديث من الفوائد … أن الشيطان من شأنه أن يكذب ، وأنه قد يتصور ببعض الصور فتمكن رؤيته ، وأن قوله تعالى ( إنه يراكم هو وقبيله من حيث لا ترونهم ) مخصوص بما إذا كان على صورته التي خلق عليها ” اهـ

ابن حجر رحمه الله وايي : د شيطان شأن دروغ او فريب دی هغه د بل په شان خپل ځان جوړوي (إنه يراكم هو وقبيله من حيث لا ترونهم ) څخه مطلب دا دی چې په هغه صورت چې الله خلق کړی دی ځان نه ښيي .

دريم : ايا جنيات د بل په صورت ليدل کيدای شي ؟

په سنتو کې دا په ثبوت رسيدلې ده چې جنيات د انسان ، حيوان او نورو په شکل کې ظاهرېدلای شي .

امام بخاري رحمه الله د ابی هريرة څخه دا روايت نقل کړی دی چې : عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ : وَكَّلَنِي رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِحِفْظِ زَكَاةِ رَمَضَانَ ، فَأَتَانِي آتٍ فَجَعَلَ يَحْثُو مِنْ الطَّعَامِ ، فَأَخَذْتُهُ وَقُلْتُ : وَاللَّهِ لأَرْفَعَنَّكَ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّم َ. فشكا حاجة وعيالا فرحمه أبو هريرة وتركه حتى تكرر هذا ثلاث مرات وفي الثالثة قال أبو هريرة : لأَرْفَعَنَّكَ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ وَهَذَا آخِرُ ثَلاثِ مَرَّاتٍ أَنَّكَ تَزْعُمُ لا تَعُودُ ثُمَّ تَعُودُ ، قَالَ : دَعْنِي أُعَلِّمْكَ كَلِمَاتٍ يَنْفَعُكَ اللَّهُ بِهَا ، قُلْتُ : مَا هُوَ ؟ قَالَ : إِذَا أَوَيْتَ إِلَى فِرَاشِكَ فَاقْرَأْ آيَةَ الْكُرْسِيِّ ( اللَّهُ لا إِلَهَ إِلا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ ) حَتَّى تَخْتِمَ الآيَةَ ، فَإِنَّكَ لَنْ يَزَالَ عَلَيْكَ مِنْ اللَّهِ حَافِظٌ ، وَلا يَقْرَبَنَّكَ شَيْطَانٌ حَتَّى تُصْبِحَ فَخَلَّيْتُ سَبِيلَهُ . وحين أصبح أخبر رسولَ الله صلى الله عليه وسلم بما حصل . فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : أَمَا إِنَّهُ قَدْ صَدَقَكَ وَهُوَ كَذُوبٌ . أتَعْلَمُ مَنْ تُخَاطِبُ مُنْذُ ثَلاثِ لَيَالٍ يَا أَبَا هُرَيْرَةَ ؟ قَالَ : لا . قَالَ : ( ذَاكَ شَيْطَان

ابوهريرة رضی الله عنه  وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم ما ته د روژې د زکات د حفاظت او ساتنې دنده وسپارله ، يو کس راغی او د غنمو په پټولو يې شروع وکړه ، هغه کس مې ونيولو او و مې ويل : په الله سوګند تا به د رسول الله صلی الله عليه وسلم  حضور ته پيش کوم ، هغې وويل : زه ډير احتياج او عيال داره يم او د هغوی نفقه زما په غاړه ده . ابی هريرة وايي : د چيغو او فرياد وروسته مې خوشی کړ، او دا جريان دری ځله تکرار شو او په دريم ځل ابی هريرة وايي : هغه مې بيا دستګير کړ او ومې ويل دا ځل تا حتماً رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته ورولم دا ستا دريم ځل دی چې وايي بيا نه راځم مګر بيا راغلې ، هغې وويل ما خوشی کړه زه به تا ته داسې کلمات در وښيم چې الله تعالی هغه تا ته ګټورې وګرځوي ، ومې ويل هغه کليمات څه دي ؟ هغې وويل : کچيرې د بيده کيدو په وخت کې آيه کرسي ووايي ټوله شپه پرېښتې ستا حفاظت کوي او تر سبا پورې به تا ته شيطان نه شي در تلای . ما هغه خوشی کړ . سبا مې رسول الله صلی الله عليه وسلم دا جريان بيان کړ ، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : حال دا چې هغه يو درواغن کس ؤ مګر دا يې تا ته رښتيا ويلي دي . بيا يې ما ته وويل : ای ابوهريرة دا دری ورځې ستا مخاطب څوک وو ؟ عرض مې وکړ نه پوهيږم . رسول الله صلی الله عليه وسلم و فرمايل هغه شيطان وو .

همدارنګه تفسير الطبري ليکي : چې د بدر په غزا کې شيطان د سراقة بن مالك بن جعشم په صورت کې قريشو ته راغی او هغوی ته يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د قتل خبر ورکړ ( تفسير الطبري ۱۲۵۶۴ – ابن کثير فی البداية النهاية ) .

مجوع الفتاوي ليکي :

شيخ الاسلام ابن تيميه وايي : جن د انسان ، حيوان ، اوښ ، غوايي ، پسه ، آس ، کچر ، خره ، او د مرغه په شکل او په شکل د بنی آدم لکه شيطان چې قريشو ته د سراقه بن مالک په شکل کې راغلی وو  ظاهريږي (مجوع الفتاوی ) .

ومثل هذا في الواقع كثير ، قال شيخ الإسلام : ( والجن يتصورون في صور الإنس والبهائم فيتصورون في صور الحيات والعقارب وغيرها وفي صور الإبل والبقر والغنم والخيل والبغال والحمير وفى صور الطير وفى صور بنى آدم كما أتى الشيطان قريشا في صورة سراقة بن مالك بن جعشم لما أرادوا الخروج إلى بدر ) مجموع الفتاوى ( 19/

څلورم : د انسان په بدن باندې د جن داخليدل :

په انسان باندې د جن د حملې يا دخول په اړه په فتاوي البلدالحرام (مکه مکرمه ) کې داسې ليکل شوي دي :

ژباړه : د شعبان په مياشت کې په کال د ۱۴۰۷ د سعودي عربستان ځنو محلي رسنيو داسې مقالې خپرې کړي چې په رياض کې په مسلمانه ښځه باندې جن حمله کړي د هغه بدن کې داخل شوی دی او ورسته دغه جن خپل اسلام د رياض د شيخ عبدالله بن مشرف عمري ته اعلان کړی وو ، زما ( شيخ ابن باز ) په وړاندې هم خپل اسلام اعلان کړی دی .

وروسته له هغې چې شيخ عبدالله په جن وهلې ښځه باندې د قرآن څو آيتونه لوستلی او د جن سره خبرې کړي وې هغه اسلام ته دعوت کړی وو ، هغه ته يې د ظلم ګناه بيان کړې وه او د هغه څخه يې غوښتنه کړې وه چې د ښځې له بدن څخه ووځي ، جن د هغه دعوت قبول کړ او د شيخ عبدالله په وړاندې يې خپل اسلام اعلان کړ .

وروسته شيخ عبدالله او د ناروغه ښځې اوليا ما ته راغلل تر څو د جن اسلام راوړل واروم .

ما د جن څخه د نومړې ښځې بدن د داخليدو د اسبابو په اړه پوښتنه وکړه چې دليل يې څه وو ؟ هغه وويل : جن د ښځې په ژبه خبرې کولې مګر غږ يې د نر په شان وو او د هغه دليل يې بيان کړ . وروسته جن په واضح ډول خپل اسلام اعلان کړ او ويې ويل : چې زه د هندوستان يم بودايي مذهب وم . ما هغه ته نصيحت وکړ چې د الله تعالی تقوی اختيار کړه او ددې ښځې له بدن څخه ووځه او له ظلم څخه لاس واخله ، هغه زما نصيحت قبول کړ ، هغه ته مې وويل چې خپل قوم ته دې دعوت کوه ، هغه هم وعده وکړه چې زه به خپل قوم ته دعوت کوم او د ښځې له بدن څخه خارج شو ، او آخره خبره يې دا وه چې السلام عليکم .

وروسته ښځې په عادي خبرو پيل وکړ او روغه جوړه شوه .

فتاوي البلدالحرام مسألة دخول الجني في بدن  المصروع – ص4

پنځم : په غيبو يوازې الله تعالی پوهيږي تفصيل دلته وګورئ

قوله تعالی :قُل لاَّ أَمْلِكُ لِنَفْسِي نَفْعًا وَلاَ ضَرًّا إِلاَّ مَا شَاء اللّهُ وَلَوْ كُنتُ أَعْلَمُ الْغَيْبَ لاَسْتَكْثَرْتُ مِنَ الْخَيْرِ وَمَا مَسَّنِيَ السُّوءُ إِنْ أَنَاْ إِلاَّ نَذِيرٌ وَبَشِيرٌ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُون (الاعراف ۱۸۸) .

ووايه (ای محمده ! دوی ته ) چه زه ځان ته د نفع او ضرر رسولو واک نه لرم مګر هغه څه چې اراده وفرمائې الله ، اوکه زه پوهيدلی په غيب باندې نو خامخا حاصل کړی به مې وای ډير له خير (نفعی ) او نه به ؤ رسيدلی ماته کوم ضرر او زيان ، نه يم زه مګر ويروونکی (دکفارو په جحيم سره ) او زيری ورکوونکی (په نعيم سره ) قوم د مؤمنانو ته .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. اسلام علیکم !
    زما پوښتنه داده چه یوشمیرخلک چه دری میاشیتنی دکومک اولیه کورسونه دطب یی لوستی دی اودوی عټی عټی دواخانی په اطرافودافغانستان کی یی جوړی کړی دی اوپه خلکویی تجارت شروع کړی دی په داسی حال کی چه یوداکترباید تردولسم ټولګی پوری مکتب او۷کاله دطب درس اودری کاله دتخصص درس وه وای اوس داپیسی دغواشخاصوته حلالی دی اوکه حرامی چه دیوداکترپه نوم یی دخلکونه اخلی .
    وسلام