د دوا په وسيله د شرمګاه د ويښتانو لرې کول

سلامونه مې ومنې
تاسو نه ډېره تشکر چې ده خلکو پوښتنې ځوابوې زما پوښتنه ده نامه نه لاندې ویښتو په باره کې ده چې که چیرې پرې دوا استعمال شی نو په اسلام کې څه حکم لرې ځنې ملګرې دا وا ېې که چیرې دا ناروا کار وې نو ولې مخکې خلکوپه توره جهادکاوو او اوس په نورو وساېلو جهاد کیګې – فضل محمد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د دوا په وسيله د شرمګا د ويښتانو لرې کول باک نه لري په شرط ددې چې نومړی دوا ضرر و نه لري .

د نارينه د پاره خريل مستحب دي او د ښځې د پاره يې ايستل مستحب دي مګر د ويښتانو لرې کول په کومه بله وسيله يا دوا جايز دي ځکه ددې سنتو څخه اصلي مطلب د دغه ويښتانو لرې کول او د نظافت ساتل دي هغه که په هر شي لرې شي .

موسوعة الفقهية ليکي :

لا خلاف بين الفقهاء في جواز إزالة شعر العانة بأيّ مزيل من حلق وقصّ ونتف ونورة ، لأنّ أصل السّنّة يتأدّى بالإزالة بأيّ مزيل ، كما أنّه لا خلاف بينهم في أنّ الحلق أفضل لإزالة شعر العانة في حقّ الرّجل .

أمّا المرأة فيرى الحنفيّة والشّافعيّة أنّ الأولى في حقّها النّتف .( موسوعة الفقهية هيئت کبار علماء اسلام )

و الله سبحانه و تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. salam and the besst wishes
    we need for the timetable of afthar and complete timetable for germany
    thanks

آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي