اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
د الله جل جلا له نوم الرحمن نوم بنده ته منسوبول شرک دی که یا او که دا شرک وی نو آیا د الله جل جلا له ۹۹ سره نومان په دی کښی شامل دی که یوازی رحمن او رحیم؟
او بل که د چا نوم عبدالرحمن وی او څوک هغه رحمن وبولی دا هم شرک دی او عبدالنبی نوم یا عبدالاحمد نوم ایښول څنګه دی؟

عزيز احمد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

هغه نمونه چې الله جل جلا له  ته خاص وي يعنې خاص د الله تعالی صفت وي د هغه نوم په بشر باندې ايښودل يا په هغه نامه بشر ته بلنه کول د اهل علم په اتفاق نا جايز دي لکه :

الرب ، الرحمن ، الاحد ، الله ، الصمد ، المتکبر ، الرب ، الخالق ، الرازق ، الملوک ، الظاهر ، الجبار ، الاول ، الآخر ، القاهر ، الباطن ، علام العيبوب … او داسې نور ( تحفة المودود ص/۱۲۵ )

بلکي عبد ورسره وي لکه : عبدالرحمن ، عبدالصمد ، عبدالخالق ، عبدالاحد …. نور .

او هغه نمونه چې يوازې الله ته خاص نه وي بلکې په هغه صفت باندې انسان هم موصوفيږي جايز دي لکه : سميع ، علی ، الرشيد ، البديع .. نور ( التتارخانية ۳/۲۳۴ ، شرح مسلم امام نووی ) .

شرکي نومونه : هغه نومونه دي چې په غيرالله باندې دلالت کوي لکه : عبدالعزی ، عبد الکعبه ، عبدالدار ، عبد علی ، عبد الحسين ، عبد المسيح ، عبد الرسول او نور،  د داسې نمونو ايښودل حرام دي .

وتحرم التسمية بكل اسم معبد مضاف إلى غير الله سبحانه وتعالى كعبد العزى ، وعبد الكعبة ، وعبد الدار ، وعبد علي ، وعبد الحسين ، وعبد المسيح أو عبد فلان … إلخ . حاشية ابن عابدين 5/268 ، ومغني المحتاج 4/295 .

هذا والدليل على تحريم التسمية بكل معبّد مضاف إلى غير الله سبحانه وتعالى ما رواه ابن أبي شيبة عن يزيد بن المقدام بن شريح عن أبيه عن جده هانئ بن يزيد رضي الله عنه قال : ” وفد على النبي صلى الله عليه وسلم قوم ، فسمعهم يسمون : عبد الحجر ، فقال له : ما اسمـك ؟ فقال : عبد الحجر ، فقال له رسول الله صلى الله عليه وسلم : إنما أنت عبد الله ” من الموسوعة الفقهية 11/335

پوره تفصيل دلته وګورئ

و الله سبحانه و تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email