سلامونه اونیکی هیلی ستاسودسایت تولوکارکونکواولیدونکوته پس له سلامه زمایوملگری دی چی دواده ئ تقریبآ یوه میاشت کیژی هغه وائ چی زمادی میرمنی هغه دپیغلتوب پرده چی دانجلی پیغلتوب پری ثابت وی هغه موجوده نه وه نواوس هغه دیر په تشویش کی دی نوستاسو محترمونه موهیله دادی چی اسلام په دی باره کی سه وائ
ستاسو دجواب په هیله
په درناوی سباوون کابل افغانستان

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د ميړه اهل ته د ناوکۍ بی بی د بکارت د پردې د وينو ښکاره کول :

په ځنو مناطقو کې دا رواج دی چې د ښځې د بکارت د پردې وينې د خاوند کورنی ته ښودل کيږي چې د هغې ښځې په عفت باندي ګواهي ورکوي دا ډير بد او قبيح رواج دی خاوند ته جايزه نه ده چې په دې مسئله کې نه فعلاً نه قولاً د هغې سره موافق شي او هغې ته اجازې ورکړي ځکه دا يو نارواه او قبيح عمل دی چې په اسلام کې هيڅ اصل نه لري د دغه ناوړه عمل قبيح اسباب په لاندې ډول دي :

۱- دا د ميړه او ښځې تر مينځ اسرار دي چې د هغه چا ته ښودل او بيانول  جايز نه دي .

۲- دغه د بکارت وينې د عفت او شرف خاصه علامه نه شي کيدای ، ځکه کيدای شي د بکارت پردې د نورو عواملو په وسيله سقوط کړی وي .

۳- که خدای مه کړه ښځه بکره نه وي نو خاوند د هغه په ستر باندې مأمور دی ، هغه به په عالم کې نه سپکوي او د هغه د ستر حفاظت به کوي .

۴- د دغه قبيح عمل بل ناوړه سبب دا دی چې خاوند د لومړی شپې څخه همدغه پردې ته متوجه وي ، ممکن په لومړي شپه و نه لويږي ، يا له خونرېزی سره ولويږي ، يا په شپه کې وي چې ور باندې پوه نشي نو بيا دا عمل د ښځې عيب ګڼل کيږي او د زوجينو تر مينځ د علاقي د خرابوالي سبب ګرځي .

۵- ددي ناوړه عمل بل قبيح سبب دا دی چې په ښځه باندې د فحاشت او زنا بهتان لګول کيږي او دوی همدا د بکارت پرده دليل ګڼي مګر د دغه پردې د سقوط عوامل ډير نور کيدای شي .

۶- د ميړه او ښځې تر مينځ جماع کول يو زار دی دا زار به هيچا ته نه اعلانوي .

موقع الاسلام سوال جواب – شيخ محمد صالح المنجد

دوهم : دا چې د بکارت پرده يوه نازکه پرده ده فقهاء کرامو ذکر کړی دي چې هغه په کېسه کولو ، ګوته وهلو ، شديد او سخت حيض ، وزمين کار ، د پيغلتوب زيات عمر او نورو سره هم لويږي – المبسوط (5/8) ، كشاف القناع (5/47) ، الفتاوى الكبرى (3/88).

نو د کومې ښځې چې د بکارت پرده نه وي په هغه د فحاشت  ګمان کول صحي نه دي کچيرې د کومې ښځې د بکارت پرده نه وي خاوند به په هغه باندې ښه ګمان کوي ځکه د بکارت د پردې غورځيدل بغير له فحاشت څخه نور اسباب او عوامل هم لري .

دا د شيطان وسواس او دسيسې دي چې غواړي د ميړه او ښځې تر مينځ اختلافات را مينځته کړي ، غواړي د ميړه او ښځې يو له بل څخه نفرق را مينځته کړي .

د مسلم شريف په يوه حديث کې راغلي دي چې : ابليس د اوبو پر سر خپل تخت ږدي بيا خپل عکسر يوې او بلې خوا ته ليږي او بيا د خپلو عسکرو څخه راپور غواړي چې څه مو وکړل ، نو يو يې وايي ما داسې او هغسې وکړل هغه ته وايي څه سم کار مو نه دی کړی ، بل وايي ما تر هغه پورې پرې نه ښودل مګر سره جلا مې کړل يعنې د ښځې او ميړه تر مينځ مې تفرقه واچوله نو هغه ته وايي هو تا ښه فعالیت کړی دی ( المسلم  5023) .

نو خاوند ته په کار ده چې د بکارت د پردې د نه موجوديت له کبله له خپلې بې بې څخه مخ وانړوي او په هغه باندې بهتان و نه لګوي ځکه د هغه د سقوط نور عوامل هم شته ، د هغه د عفت مکمل دفتر يوازې له الله سبحانه و تعالی سره موجود وي او بس .

پام کوئ چې د شيطان په لمسون د دغه قبيح ، بې ثبوته او خيالي شيطاني تګليارې په وسيله خپل ژوند برباد نه کړئ !

و الله سبحانه و تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email