دآنلاین اسلامی لارښود کارکووکو ته سلامونه او نیکی هیلی تقدیم کوم دالله ج له دربارنه درته دروغ او خوشحاله ژوند غوښتونکی یم محترمو زما پوښتنه داده چی د ولور یا مهر ټاکلی اندازه څو روپۍ کیږی؟
مهربانی وکړﺉ په پاکستانیو روپو یی راته ووایاست؟ چی روپۍ کیږی مثلا 1000 یا 2000.
یعنی لږ تر لږ باید څو روپۍ ځانګړی شی. ما بعضی خلک لیدلی دی چی هغوی یواځی 2000 پاکستانی روپی په مهر کی ورکوی، او وایی چی دا سنت طریقه ده.
مفصل جواب مو غواړم
مننه – احمد د کنړ ولایت

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په اسلامې شريعت کې د مهر کمه اندازه لس درهمه ده او د زياتې اندازې حد نه دی ټاکل شوی .

سنته طريقه دا ده چې په نکاح او مهر کې اساني وشي.

قال النبي صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : (خير النكاح أيسره) رواه ابن حبان ، صحيح الجامع (3300) .

وقال صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ( خير الصداق أيسره ) رواه الحاكم والبيهقي و صحيح الجامع (3279)

يعنی غوره نکاح او غوره مهر هغه دی چې په هغه کې آساني وي .

يعنې غوره والی په لږ مهر کې دی خو زيات مهر د اسلامې شريعت د خوا نه نه دی تعين شوی . لکن په دې کې هم شک نشته چې خلکو ددې اختيار نه په غلطه طريقه کار اخلي  اوس وخت کې د مهر په زياتوالی کې بې حده افراط روان دی چې دا افراط په ټولنه کې د فساد سبب ګرځي او د فساد ختمول د مسلمانانو د ولی الامر د فرائضو نه دي .

د مسلمانانو امير به د مهر مناسبه اندازه اعلان کړي او د هغه خلاف کونکي ته دې سزا هم نه ورکوي (ځکه دا کوم شرعي حکم نه دی ) که کوم کس د خپل توان موافق زيات مهر مقررول غواړي هغه دی د مسلمانانو د امير نه په خصوصي ډول اجازت واخلي ، علماء کرام دې د هغه د اصلاح د پاره وعظ او تبليع وکړي .

يعنې د مسلمانان امير يوازې د اصلاح د پاره داسې کولای شي زور او جبر نشي لګولی ځکه چې په شريعت کې د هغه زيات مقدار نه دی تعين شوی او دا بيا په شريعت کې مداخلت کول دي.

( فی کفايت المفتي ج ۵ ص ۱۱۵)

د مهر کمه اندازه لس درهمه ده ،10  درهمه د 29.75 ګرامو سپينو زرو سره سمون خوري چې د افغانستان په نرخ تقريباً  1785 افغانۍ کيږي ممکن د پاکستان طرف ته د سپينو زرو نرخ د کلدارې له رويه کم وي .

د مهر او ولور پوره تفصيل دلته وګورئ

و الله سبحانه و تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email