د شرمګاه د ويښتانو په اړه څو پوښتنې

د آنلاین اسلامی لارښود محترمو کارکونکو او لوستونکو ته!  اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
محترمو!
د شرمګاه دخريلو په باره کي که دغه لاندي پوښتي راته جواب کړي ډيره  مهرباني به مو وي .
کوم څايونه بايد وخريل شي دښځي او نارينه(د مقعد خريل جايزدي او که نه) ؟
په څومره وخت کي  اويا څومره اندازه دښځي او نارينه ؟
په دوا سره جايز دي او که نه البته د نارينه لپاره؟
او د ښځي لپاره په ماشين او يا پاکي سره خريل جايزدي او که نه؟
ډيره مننه- نصيب الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : په حديث شريف کې العانة څخه مراد د نارينه او ښځې د مخ طرف شرمګا شا او خوا ويښتان مراد دي .

امام نووي رحمه الله وايي :

قال الامام النووي فی الشرح  :المراد بالعانة الشعر الذي فوق ذَكَر الرجل وحواليه وكذا الشعر الذي حوالي فرج المرأة .

د مقعد د ويښتانو خريل جايز دي او ځنو مستحب بللي دي ځکه د دغه ويښتانو د خريلو حکمت نظافت دی .

دوهم : په هره هفته کې يې لری کول غوره دي مګر زياته موده يې څلويښت ورځې ده چې تر هغه زيات نه پريښودل کيږي .

أنس رضی الله عنه ويلي : « وَقَّتَ لَنَا فِي قَصِّ الشَّارِبِ وَتَقْلِيمِ الْأَظْفَارِ وَنَتْفِ الْإِبِطِ وَحَلْقِ الْعَانَةِ أَنْ لَا نَتْرُكَ أَكْثَرَ مِنْ أَرْبَعِينَ لَيْلَةً»[2]

پيغمبر صلی الله عيله وسلم د بريتونو د لنډولو ،نوکونه ،د تخرګو او شرمګا ويښتانو د خريلو څلويښت ورځې مقرری کړی ،چې دا به تر دې زيات نه پريږدی .

دريم : د نارينه د پاره خريل مستحب دي او د ښځې د پاره يې ايستل مستحب دي مګر د ويښتانو لرې کول په کومه بله وسيله يا دوا جايز دي ځکه ددې سنت څخه اصلي مطلب د دغه ويښتانو لرې کول او د نظافت ساتل دي هغه که په هر شي لرې شي .

موسوعة الفقهية ليکي :

لا خلاف بين الفقهاء في جواز إزالة شعر العانة بأيّ مزيل من حلق وقصّ ونتف ونورة ، لأنّ أصل السّنّة يتأدّى بالإزالة بأيّ مزيل ، كما أنّه لا خلاف بينهم في أنّ الحلق أفضل لإزالة شعر العانة في حقّ الرّجل .

أمّا المرأة فيرى الحنفيّة والشّافعيّة أنّ الأولى في حقّها النّتف .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

[2]. مسند احمد (3/122، 203، 255). مسلم (258). ابوداود (4200). نسائي (14). ترمذي (2759)، ابن ماجه (295).

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي