السلام علیکم ور حمة الله و برکاتة!
زما پلار له نن څخه شاه او خوا ۲۰ کاله پخوا په یوه تصادفی پیښه کی سترګی له دنیا پټی کړی. په پاکستان کی ډیر په یوه لری ښار کی دوه کسان وو چی زما په پلار یی یو څو روپۍ پور وی (د کاروبار معامله وه). زمونږ پلار ددی خبری یادون نه وو کړی. کله چی زما مشر ورور ۱۸ کاله پخوا هلته ورغۍ هغه خلکو ورته ویلی وو چی زمونږ ستا په پلار یو لک روپۍ پور وی. یوه بل پاکستانی می ورور ته ویلی وو چی زما پور ورته معاف دی خو ددی کسانو دومره پیسی نه دی لږی دی. بیا دا خبره همدغسی پاتی شوه تر ننه.خو اوس زه غواړم چی همغومره چی هغه پاکستانیانو ویلی زه یی ورکړم خو ستونځه دلته ده چی یو خو وردتګ هغه ځای ته ډیر زیات ستونزمن دی، بل دا چی زه هلته بلد نه یم او نه هغه خلک پیژنم، او نه هغه خلک په خپله اوس ژوندی دی کیدی شی ځامن او یا لمسیان یی وی. نو کومه بله لاره شته چی زه وکولۍ شم د پلار غاړی پری خلاصی کړم؟ د بیلګی په توګه دغه پیسی کوم فقیر، یا جومات یا داسی بل کار کی ولګوم؟

محمد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د وفات شوي کس واريثان به د ترکې څخه مخکې د مړې وصيت او قرض ادا کوي.

د مړې واريثانو ته دا جايزه نه ده چې له وصيت او قرض ادا کولو مخکې ترکه پخلپو منځو کې وويشي ،مګر وروسته له دې چې د مړې وصيت او قرض ادا شي .

الله سبحانه وتعالی د ميراث د برخو له بيان وروسته فرمايي : « مِنْ بَعْدِ وَصِيَّةٍ يُوصِي بِهَا أَوْ دَيْنٍ » [نساء :11] ( پس له ادا کولو د وصيت او پور څخه ) يعنې کله چې د مړې وصيت او قرضونه ادا شي وروسته به ميراث ويشل کيږي .

که چیرې واريثان د مړې له قرض څخه خبر نه وي پخپلو کې ترکه وويشي او ورسته خبر شي چې په هغه باندې قرض دی د واريثان د پاره واجب ده چې د هغه قرض يا پور ادا کړي ، که یې ادا نه کړي ګنهکار دي .

که خپله هغه کس ژوندی نه وي قرض به د هغه واريثانو ته و سپاري .

په دې مسئله كې د څلورو واړو مذاهبو د سلفو او خلفو اتفاق دی (فتاوي البلد الحرام ۲ /۴۹ ) .

او که واريثان و نه موندل شي او د قرض ادا کول امکان و نه لري نو دغه د قرض پېسې به د پور د مالک د پاره صدقه کړ شي په دې سره به ان شاء الله غاړه خلاصه شي .

که د خيرات وروسته د پور مالک پيدا شي يا هغه د پور عوښتنه وکړي نو هغه به د صدقې څخه خبر کړي که يې قبول کړه ښه او که يې قبول نه کړه هغه ته خپل قرض و سپاري او د ده د پاره به د خيرات او امانت سپارلو اجر وي .

سئل علماء “اللجنة الدائمة” (14/41): ” نفيد سماحتكم بأنه يوجد عندنا مبالغ لأشخاص غير معروفين، ولا يوجد لهم لدينا عناوين أو تليفونات، وإنما أسماء فقط، ومضى عليها من 5- 10 سنوات، ولم يراجعنا أحد لطلبها، وننقلها من دفتر لآخر كل عام، وقد يئسنا من اتصالهم بنا أو حصولنا عليهم، لذلك أحببنا أن نستفتي سماحتكم في حكم هذه المبالغ، وما هي الطريقة التي يمكن معالجة هذه المبالغ بها؟
فأجابوا: إذا كان الواقع كما ذكر من عدم معرفة عناوينهم أو أرقام تليفوناتهم، وإنما تعرفون أسماءهم فقط، فاضبطوا مقدار ما يخص كلا منهم من المبالغ، ثم تصدقوا بها عنهم، فإن جاءكم منهم أحد فأخبروه بما فعلتم، فإن رضي بذلك فالحمد لله، وإن طلب حقه فأعطوه إياه ولكم الأجر وتبرأ ذمتكم ” انتهى .

و الله سبحانه و تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

 

Print Friendly, PDF & Email