په شک کولو سره اودس نه ماتيږي

د دعوت ویب پاڼی محترمو علمای کرامو ته لومړی تر هر څه السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته

یو څه موده کیږی چی داسی یو مشکل سره مخ سوی یم چی باید ستاسو نظر او فتوا په دی هکله و پوښتم، هغه داچی کوم وخت زه اودس تازه کوم چی کوچنی ادرار وکړم په لوټه یا کاغذ باندی ادرار وچ کړم او په اوداسه شروع وکړم، کوم وخت چی اودس خلاص شی او پر لمانځه باندی ودریږم نو کوم وخت چی سجدی ته ولاړ سم نو د تناسلی الی څخه می ادرار راسی خو تویږی نه بلکه د تناسلی الی سر ته راسی حال داچی ما هغه وچ کړی هم وی خو بیا هم داسی کیږی، نو پوښتنه می داده چی آیا پدی سره اودس ماتیږی د بل اودس ضرورت سته که لمانځه ته ادامه ورکړم. ډیر ځلی داسی سوی دی چی په مسجد کی په لومړی صف کی ولاړ یم او د داسی حالت سره مخامخ سم نو بیا لمونځ ته ادامه نسم ورکولی ځکه په زړه کی می وسواس او شک پیدا سی نو بیا د دوهم ځل لپاره نوی اودس وکړم او دوهم ځل بیا داسی نه کیږی او دا حالت نه تکرار کیږی صرف او صرف د ادرار کولو څخه وروسته لومړی ځل داسی کیږی. ستاسو د ځواب په هیله

مننه

 ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په شک باندې اودس نه ماتيږي تر څو يقيني نه وي ځکه ، رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يوه سړې شکايت وکړ چې زه ځنې وخت په لمانځه کې داسې فکر کوم چې څه باد را څخه خارج شوی وي نو زه په داسې حالت کې لمونځ ته ادمه ورکړم ؟

رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل : فلا ينصرف حتى يسمع صوتاً أو يجد ريحا (البخاري ) يعنې لمونځ مه پريږده تر هغه پورې څو دې بوی او عږ نه وي اوريدلی .

هنديه ليکي :

په لمانځه کې شک کول مثلاً تکبير اولی مې ولوست او که نه ؟ اودس لرم او که نه ؟ جامې مې پاکې دي او که نه ؟ او د سر مسحه مې وکړه او که نه ؟ کچيرې د هغه دا شک کول لومړی ځل وي نو لمونځ به ګرځوي او کچيرې يې دا شکونه عادت وي نو لمونځ يې صحي دی د لمانځه ګرځول لازم نه دي .

وفي الخانیة:

«‌و لو  شک  فی  صلاته أنه  هل ‌کبر للافتتاح أم  لا؟  و هل أحدث  ام  لا؟  و هل  اصابت  النجاسة  ثوبه ام لا؟  و هل  مسح  رأسه  ام  لا؟  ان ‌کان ذلك  اول مرة  یستقبل  الصلوة  و ان‌کان  یقع  له  مثل  ذلك‌ کثیراً  جاز  له  المضی  و  لا  یلزمه  الوضوء  و  لا  غسل  الثوب‌»‌.(الخانية بهامش الهندية:1/111)

او کچيرې دا یقيني وي چې په لمانځه کې د شرمګا څخه د ادرار څاڅکې وتلي وي نو دا سړی معذور بلل کيږي د هر لمانځه د پاره به جلا اودس کوي او که د لمانځه په داخل کې بې اودسه شي باک نه لري دوباره اودس ته ضرورت نشته د معذور اودس د همغه وخت د پاره کافي دی د لمانځه د بل وخت د پاره به جلا اودس کوي .

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 65 times, 1 visits today)