د تجارتي او دوراني پانګو د زکات د پاره د کال آخر مبلع معتبر دی

اسلام علیکم ورحمت اللہ وبرکاتہ!
گرانو ددعوت پانی چلونکو زما پوشتنہ دادی:چی دکال لومڑی نہ تراحرہ پوری دپیسو گٹلو پہ دوران کی پیسی دذکات نصاب تہ دکال پہ اخرکی ورسیدی یالژی زیاتی ایاپدعہ کی زکات چنگہ اجراکیژی پدعہ کی داسی ھم شتہ چی کال نہ شوپری تیر گرنہ محترم پورہ تفصیل درچحہ عواڑم دجواب پہ ھیلہ۔

ماشوم خان

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د تجارتي او دوراني پانګې د زکات ادا کولو لپاره د کال آخر مبلغ معتبر دی ( کتاب زکات- فتاوي دارالعلوم ديوبند ) .

د چا چې پانګه نصاب ته رسيدلې وي او د کال په مينځ کې څه نوره ګټه وکړي يا نورې پيسې ور سره يو ځای کړي د کال په آخر کې به د ټولې پانګې زکات ور کوي او ددې انتظار به نه کوي چې په فلاني مقدار مبلغ باندې کال نه دی پوره شوی بلکي داسې تصور به کوي چې په هغه باندې هم کال پوره شوی دی ( حکيم امت اشرف علی تهانوي رح – زيورجنتي ص ۲۱۰ ) .

و من کان له نصاب فاستفادنی اثناء الحول من جنسه ضمه اليه و زکاة به . (شرح البدايه ج ۱ص ۷۵ ) .

لڼده دا چې د تجارتي او دوراني پانګو د کال آخري حساب معتبر دی څه چې په پانګه کې زيات شوي وي هغه به ور سره جمع کيږي او که د کال په جريان کې څه تاوان شوی وي يا د ضرورياتو د پاره څه پيسې ځنې اخيستل شوی وي هغه خو هسې هم کمې شوی دي ، د کال آخر چې ټوله سرمايه څومره شوه د هغه زکات به د کال په پوره کيدو سره فوراً ادا کړي ، بې ضرورته د زکات ځنډول ګناه ده .

و الله سبحانه و تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

2 تبصرې

  1. سلاونه او نیکی هیلی.
    دآنلاین لاین لارشود دکارکوونکو حخه په مننه:
    د زکات په هکله په تول موضوعاتو پوه شوو،تاسو ویلی وو چی که دکال په دوران کی له پیسو حخه مصرف وشی نو هغه د زکات په اندازه تاثیرلری. سوال دادی چی دا مصرف شوی پیسی په کومو لارو وی ، دضروریاتو لپاره که نه د اضافه شیانو پا اخیستلو مثلا موتر او داسی نور.
    مننه

  2. بسم الله الرحمن الرحيم
    د زکات د حساب د پاره د کال آخر زخيره شوی مبلغ معتبر دی
    د کال په جريان کې د کور د ضرورياتو د پاره مصارف (نفقه) ، مسکن ، سامان آلات و غيره په پانګه کې نه حسابيږي ځکه د کور او کار بار پر وسائلو زکات نشته .
    همدارنګه د کور د پاره اخيستل شوي موټر کې زکات نشته مګر که د تجارت په نيت اخيستل شوی وي په هغه کې زکات شته .
    و الله سبحانه و تعالی اعلم