د روح د آرام غوره نسخه څه ده ؟

د روحی ارامتیا د پاره تر تولو غوره نسخه خه شی ده؟ لطفا معلومات راکړئ

محمد صابر

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په قرآنکريم کې د روح د آرام او سکون نسخه د الله جل جلا له  ذکر او ياد ښودل شوې دی .

قوله تعالی : أَلاَ بِذِكْرِ اللّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ (الرعد۲۸) .

ژباړه : خبر شئ چې د الله په ياد زړونه ډاډمن کيږي .

ذکر عبارت دی د الله (جل جلا له)  له يادولو څخه  لکه عبادات ، د قرآن تلاوت ، په ټولو حالاتو کې د الله (جل جلا له)  ياد ساتل مثلاً په کار او معاملاتو کې د الله جل جلا له  او د هغه د پيغمبر صلی الله عليه وسلم د اوامرو ياد ساتل او په هغه باندې عمل کول او د الله جل جلا له  په مخلوق او قدرتونو کې فکر کول ، الله جل جلا له  ته د ورتګ او فنا کيدو فکر کول ، مسنونه دعاګانې او اذکار ويل او داسې نور .

د الله ( جل جلا له ) په ذکر او یاد باندې ځکه زړه آرام او سکون مومي چې د انسان خلقت د عبادت د پاره دی او همدا يې فطري خصلت دی .

قوله تعالی : وَذَكِّرْ فَإِنَّ الذِّكْرَى تَنفَعُ الْمُؤْمِنِينَ ،  وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالإِنسَ إِلاَّ لِيَعْبُدُونِ (الذاريات ۵۵و۵۶ ) .

ژباړه : ( او د الله يادول کوه) پند ور کړه ، ځکه چې مؤمنانو ته پند ورکول ګټه رسوي ، او پيريانان او انسانان مې نه دي پيدا کړي خو ددې لپاره چې زما عبادت وکړي .

ماهی چې د ابو د پاره پيدا شوی دی څنګه به په وچه کې ژوند وکړای شي ؟

نو ځکه د الله په فرمانبرداری او ياد ساتلو د انسان زړه آرام مومي ، او څوک چې د الله (جل جلا له)  له فرمانبدارۍ او ياد څخه سرغړونه کوي د هغه ژوند به تنک او پريشانه وي .

قول الله تعالی : وَمَنْ أَعْرَضَ عَن ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى (۱۲۴ طه ) .

ژباړه : او چا چې زما له ياد څخه مخ واړاوه ، نو بې شکه چې د هغه ژوند به تنګ وي او مونږ به هغه د قيامت په ورځ ړوند را پاڅوو .

تفسير معارف القرآن ليکي : د ژوند د تنکۍ څخه يو مطلب دا دی چې څوک د الله نا فرماني وکړي د هغوی ژوند به په عالم برزخ (قبر) کې تنک او له عذاب سره به مخ وي .

بل مطلب يې دا دی چې څوک د الله د فرمابردارۍ او ياد څخه سرغوړنه وکړي که څه هم ډیر مال او ډير امکانات او ښه ژوند هم ولري خو ددې سره سره به د ده په زړه کې هيڅ سکون او اطمنان نه وي ، د ډير مال او دولت سره به سخت حريص او او سرګردانه وي ، د امکاناتو ، منزلت سره به د سر او مال په ويره کې بې سکونه او نارامه وي .

الله (جل جلا له ) دې مونږ ته د الله په ياد سره د زړه سکون او اطمنان را په برخه کړي .

د ذکر د فضيلت په باره کې په قرآن او ستنو کې ډير فضائل ذکر شوی دی چې ځنې په لاندې ډول دي :

د ذکر فضائل :

وَاذْكُر رَّبَّكَ فِي نَفْسِكَ تَضَرُّعاً وَخِيفَةً وَدُونَ الْجَهْرِ مِنَ الْقَوْلِ بِالْغُدُوِّ وَالآصَالِ وَلاَ تَكُن مِّنَ الْغَافِلِينَ  (الأعراف:205)

او خپل رب په خپل زړه کې (له ځانه سره ) په زارۍ او وېره ، نه په لوړ آواز په سبا او بيګا کې ياد کړه او له غافلانو څخه مه کيږه .

وقال تعالى: وَالذَّاكِرِينَ اللَّهَ كَثِيراً وَالذَّاكِرَاتِ أَعَدَّ اللَّهُ لَهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْراً عَظِيماً[الأحزاب:35]

او د الله ډير ډير يادوونکي (نارينه ) او يادونکې (ښځې ) الله جل جلا له  دغو ټولو ته بخښه او لويه بدله چمتو کړې ده .

په سوره احزاب الله جل جلا له  ددې آيت (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اذْكُرُوا اللَّهَ ذِكْرًا كَثِيرًا 41 وَسَبِّحُوهُ بُكْرَةً وَأَصِيلاً ) وروسته فرمايي :

هُوَ الَّذِي يُصَلِّي عَلَيْكُمْ وَمَلاَئِكَتُهُ لِيُخْرِجَكُم مِّنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ وَكَانَ بِالْمُؤْمِنِينَ رَحِيمًا (الاحزاب ۴۳ ) .

دی هغه (ذات ) دی چې پر تاسې درود استوي او پرښتې يې هم ، څو تاسې له تيارو څخه روښنايۍ ته را وباسي . او ( الله ) پر مؤمنانو ډير لوروونکی دی .

الَّذِينَ آمَنُواْ وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُم بِذِكْرِ اللّهِ أَلاَ بِذِكْرِ اللّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ (رعد  ٢٨)

هغه کسان چې ايمان يي راوړی او زړونه يي د الله جل جلا له  په ياد آراميږي ، خبر شئ چې د الله جل جلا له  په يادښت زړونه ډاډمن کيږي .

فَاذْكُرُونِي أَذْكُرْكُمْ وَاشْكُرُواْ لِي وَلاَ تَكْفُرُونِ (البقره ۱۵۲ ) .

نو ما ياد کړئ ( په ذکر، اطاعت او عبادت ) چې زه (هم) تاسې ياد کړم ( په ثواب او نعمت ) او زما شکر او باسئ او نا شکري مه کوئ .

د ذکر په باره کې په سنتو کې ډير احاديث راغلی دي چې ځنې د هغې په لاندې ډول دي :

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضی الله عنه قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ صلی الله عليه وسلم: «يَقُولُ اللَّهُ تَعَالَى: أَنَا عِنْدَ ظَنِّ عَبْدِي بِي، وَأَنَا مَعَهُ إِذَا ذَكَرَنِي، فَإِنْ ذَكَرَنِي فِي نَفْسِهِ ذَكَرْتُهُ فِي نَفْسِي، وَإِنْ ذَكَرَنِي فِي مَلإٍ ذَكَرْتُهُ فِي مَلإٍ خَيْرٍ مِنْهُمْ، ….. (البخاري )

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : د الله جل جلا له  ارشاد دی : چې زه خپل بنده سره هغسې معامله کوم څنګه چې دی په ما باندې ګمان کوي او کله چې دی ما يادوي نو زه ده سره يم ، کچيرې دی ما پخپل زړه کې يادوي زه هم دی په خپل زړه کې يادوم او کچيرې دی ما په ګنړه او ټولي کې يادوي زه يي د هغه نه غوره ډله چې پرښتې دي يادوم .

وعن أبي موسى الأشعري عن النبي صلی الله عليه وسلم قال:{مثل الذي يذكر ربه والذي لا يذكره مثل الحيّ والميت} [رواه البخاري].

د ابی موسی الاشعری رضی الله عنه  نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : مثال د هغه چا چې د الله جل جلا له  ذکر کوي او هغه چې غافله وي له ياد د الله جل جلا له  څخه داسې دی لکه ژوندی او مړ .

عن عبدالله بن بسر رضی الله عنه  ان رجلاً يا رسول الله صلی الله عليه وسلم  الله ان شرائع الاسلام قد کثرت علی فاخبرني بشی ءٍ استن به قال لا يزال لسانک رطباً من ذکر الله ( احمد ، ترمذي ) .

له عبدالله بن بسر رضی الله عنه  نه روايت دی چې : يو صحابي عرض وکړ يا رسول الله صلی الله عليه وسلم  ! د اسلامې شريعت احکام ډير دي ما ته  داسې شي را وښيه چې زه هغه خپل دستور او مشغله جوړ کړم رسول الله صلی الله عليه وسلم  ور ته وفرمايل : د الله جل جلا له  په ذکر هر وخت رطب اللسان اوسه (ژبه دې د الله جل جلا له  په ذکر مشغوله ساته ) .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email