سلام علیکم الله دی ستاسو ته خیر در کړی الله موپه علم برکت کړه زما دزړه تشویشونه مو رفعه کړل ما یوه ورځ په کابل کی له دتلیفون کارډ چه قیمت یی ۵۰۰ افغانی وه واخیست کارت پلورونکی ته می وویل چه پیسی درته راوړم او له قصد نه می پیسی ورنکړی یعنی دوکه می ورسره وکړه اوس  زه پخپلو کړو پیښمانه اوهغه ماشوم هم نه پیژنم  زما دغاړی دخلاصی لاره راته ووایاست او که دا۵۰۰ افغانی دهغه ماشوم له طرفه کوم  مسکین ته خیرات ورکړم  دهغه حق به ادا شی اوکنه مهربانی وکړی فه تفصیل سره راته ووایی

ف ناصري – کويټ

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

څوک چې د حرام کسب او حرام مال خوړلو څخه توبه وباسي ، د توبې وروسته به عضب شوی يا غلا شوي يا په بله نا مشروع طريقه اخيستل شوی مال به خپل مالک ته سپاري ، که مالک ته د هغه د سپارلو امکان نه وي نو دا مال به د ګناه څخه د خلاصون په نيت په مسکينانو او فقيرانو وويشي ( په دې مسئله کې د څلورو واړو مذاهبو اتفاق دی ) .

جاء في “الموسوعة الفقهية” (23/248) : ” المال الحرام كالمأخوذ غضبا أو سرقة أو رشوة أو ربا أو نحو ذلك ليس مملوكا لمن هو بيده , فلا تجب عليه زكاته ; لأن الزكاة تمليك , وغير المالك لا يكون منه تمليك ; ولأن الزكاة تطهر المزكي وتطهر المال المزكى لقوله تعالى : ( خذ من أموالهم صدقة تطهرهم وتزكيهم بها ) وقال النبي صلى الله عليه وسلم: ( لا يقبل الله صدقة من غلول ) .

والمال الحرام كله خبث لا يطهر .

والواجب في المال الحرام رده إلى أصحابه إن أمكن معرفتهم وإلا وجب إخراجه كله عن ملكه على سبيل التخلص منه لا على سبيل التصدق به , وهذا متفق عليه بين أصحاب المذاهب .

و الله سبحانه و تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email