د ماسختن د وترو وروسته نفل کول جايز دي

داسلامي لارښود درنو استاذانو  السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
یوه پوښتنه له ډېره وخته راسره ده هیله ده چي راته ځواب یې کړئ  پوښتنه  داده : چي هغه دوه رکعته نفل چي دتهجد له لمانځه نه خلف ګرځي تروترو مخکي دي اوکه وروسته ؟ همداډول په ناسته فضیلت لري اوکه په ولاړه خدای مو بریالي لره والسلام

نوم : حمزه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

۱- څوک چې د شپې په اوله حصه کې د وتر لمونځ کوي (څلور رکعته فرض بيا دوه رکعته سنت او ورسته دری رکعته وتر ) نو هغه د پاره جايز دي چې وترو ورسته دوه رکعته نفل وکړي (کفايت المفتي ).

امام نووی رحمه الله وايي : إذا أوتر ثم أراد أن يصلي نافلة أم غيرها في الليل جاز بلا كراهة (المجموع ۳/۵۱۲ )  

۲- په ولاړه باندې نفل کول پوره اجر لري او په کښيناستو سره نيم اجر لري ، په دليل د دغه حديث شريف : «صَلاة القَاعِدِ عَلَی الَّنصفِ مِن صَلَاةِ القائِم» (بخاري )  (په ناسته سره د لمانځه ثواب د ولاړې د لمانځه نمايي دی ) .

مګر دا په ياد ولرئ چې د قدرت او توان په صورت کې فرض او واجب په ناسته کول نه صحيح کيږي ،مګر د ضرورت په وخت کې چه څه مرض وي او په دريدو سره تکليف وي يا د مرض د زياتيدو ويره وي يا بل څه عذر وي په ناسته لمونځ کول جايز دي .

جناب نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي : « صَلِّ قَائِمًا فَإِنْ لَمْ تَسْتَطِعْ فَقَاعِدًا فَإِنْ لَمْ تَسْتَطِعْ فَعَلَى جَنْبٍ» (بخاري )

په ولاړه لمونځ کوه ، کچيرې نه توانيدې په ناسته سره لمونځ کوه او که (په ناسته نه توانيدې ) نو په څنګ لمونځ کوه .

۳- چا ته چې الله جل جلا له  د تهجد د لمانځه د ادا کولو توان ور کړی وي هغه د پاره سنته طريقه دا ده چې د وتر لمونځ و ځنډوي او د تهجد د لمانځه وروسته يي ادا کړي .

 جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :من كل الليل قد أوتر رسول الله صلى الله عليه وسلم. من أول الليل وأوسطه وآخره. فانتهى وتره إلى السحر. (المسلم ۷۴۵)

عايشه رضی الله عنها فرمايي چه رسول الله صلی الله عليه وسلم د شپې په هر حصه کې وتر کړی دي – په اوله حصه د شپې کې هم نيمه شپه کې او په اخري شپه کې هم او د بنی صلی الله عليه وسلم وتر به عموماً صبا پورې ختميدل (متفق عليه ) .

د حضرت عبدالله بن عمر نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم به فرمايل (اجعلوا آخر صلاتكم بالليل وترا) (البخاري ۹۵۳ ) ( تاسې د شپې آخري لمونځ وتر وګرځوی ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاین اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 60 times, 1 visits today)

یو څرګندون یا تبصره

  1. داسلامي لارښود درنو استاذانو السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
    یوه پوښتنه لرم هغه ده سجده سهوه ،او سجده تلاوت که راته بیان کری او نیت هم په عربی او پشتو زبه کی ولیکی