د کمپنۍ او شرکت نه د سوغات اخيستل څه حکم لري ؟

کارګر ته د کار د سرعت د پاره سوغات ورکول رشوت دی

محترمو مسولينو!
الله ج دي ستاسي دغه خدمت ستاسي به ميزان حسنات كي واجوي.
زما سوال دادي: جي دغه تيليفوني كمبنياني جي سيم كارتونه بازار ته اوباسي د خرسولو لباره او دغه مامورينو ته تنخوا هم وركوي او بيا د هر سيم كارت به خرسولو ورته فيصدي وركوي مثلا 1000 سيم كارته خرس كري او هغه فورمي يعني د سيم كارت سند دفترته راوري جي به هغه كي د مشتري عكس , تدكره او نور معلومات وي,  ورته 300 روبي وركوي. خو دغه مامورين دغه سيم كارت د احمد او محمود  به نوم دكوي او زما او ستا عكس بكي لكوي,دفترته يي سباري او هغه فيصدي به زركونو روبي اخلي. ايا د دغو بيسو اخيستل خه حكم لري. روا دي يا نا روا ؟ جزاكم الله خيرا

اسدالله جلال آباد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

ددې ډول بخشش او سوغات نه ځان ساتل پکار دي ځکه :

کيچرې کارګر ته د مالک يا کمپنې لخوا ددې لپاره هديه يا بخشش ورکړ شي چې کار تيز او ژر ختم کړي يا ښه فعاليت وکړي نو د طرفينو د پاره رشوت دی ، ځکه کار کوونکی يا مزدور ته د کار په بدل کې اجرت ورکول کيږي او په هغه باندې واجبه ده چې کار په ښه شان سر ته ورسوي .

او که چيرې کار ختم شي په آخر د کار کې مالک کارګر يا مزدور ته څه سوغات ورکړي باک نه لري .

د اهل سنت و الجماعت معتبره منبع مرکز الفتاوی الشبکة الاسلامية ليکي :

الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه، أما بعـ

فإن بذل المراجع مالاً للموظف لكي يسرع في إنهاء عمله يعد رشوة محرمة في حق الطرفين.. وفي حال امتنع الموظف عن إنجاز العمل أو ماطل في إنجازه على خلاف المعروف فلا مانع من بذل شيء ليقوم الموظف بعمله الواجب عليه أصلاً إن لم يفعل إلا بهذا.

همدارنګه اللجنة الدائمة په دې ډول سوغات او بخشش کې ډير مفاسد په کوته کړی دي چې ځنې يې په لاندې ډول دي :

۱- د کارګر له سوغات او بخشش سره مينه پيدا کيږي او کله ددې مينې په وجه دا حرص ورسره پيدا شي چې جنس په تاوان خرچوي او يا د تجار مصلحت په نظر کې نه نيسي .

۲- سوغات ورکول د کارګر زړه فاسدوي که هغه ته سوغات ور نه کړ شي بيا صحي کار نه کوي .

۳- د سوغات په ورکولو سره کارګر سوالګر او طامع ګرځي چې سترګې يې سوغات او د بل ورکړی ته نيولې وي چې دا کار بد دی ځکه اسلام د نفس د کرامت او عزت غوښتونکی دی .

۴- کوم کس چې په کوم منصب ګمارل شوی وي او هغه ته د منصب او مأموريت اجرت ورکول کيږي ، نو د ته جايزه نه ده چې ددې منصب له وجې هديې واخلي . په دليل د دغه حديث شريف : فقد روى البخاري (7174) ومسلم (1832) عن أبي حُمَيْدٍ السَّاعِدِيِّ رضي الله عنه قَالَ : اسْتَعْمَلَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ رَجُلا مِنْ بَنِي أَسْدٍ يُقَالُ لَهُ ابن اللُّتْبِيَّة عَلَى صَدَقَةٍ فَلَمَّا قَدِمَ قَالَ : هَذَا لَكُمْ وَهَذَا أُهْدِيَ لِي ، فَقَامَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَلَى الْمِنْبَرِ فَحَمِدَ اللَّهَ وَأَثْنَى عَلَيْهِ ثُمَّ قَالَ : ( مَا بَالُ الْعَامِلِ نَبْعَثُهُ فَيَأْتِي يَقُولُ : هَذَا لَكَ وَهَذَا لِي ، فَهَلا جَلَسَ فِي بَيْتِ أَبِيهِ وَأُمِّهِ فَيَنْظُرُ أَيُهْدَى لَهُ أَمْ لا ؟ وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ لا يَأْتِي بِشَيْءٍ إِلا جَاءَ بِهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ يَحْمِلُهُ عَلَى رَقَبَتِهِ إِنْ كَانَ بَعِيرًا لَهُ رُغَاءٌ أَوْ بَقَرَةً لَهَا خُوَارٌ أَوْ شَاةً تَيْعَرُ ثُمَّ رَفَعَ يَدَيْهِ حَتَّى رَأَيْنَا عُفْرَتَيْ إِبْطَيْهِ أَلا هَلْ بَلَّغْتُ ثَلاثًا ) .

نو د اهل علم په نزد عمومي قاعده دا ده چې مصالحو ته پر مفاسدو ترجيح ورکول کيږي نو ددې کرامية يا سوغات اخيستل جايز نه دی کچيرې د پورته مفاسدو نه خالي وي باک نه لري ( موقع الاسلام سوال جواب – شيخ محمد صالح المنجد ).

الاسلام سوال او جواب پخپل مطلب کې د نړی د معاصرو علماء نور اقوال هم بيان کړی دي .

چې دلته مو په خلص شکل بيان کړل همدا کفايت کوي او د داسې سوغاتو څخه ځان ساتل په کار دي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

د پوښتنې په دوهمه برخه پوه نشوو .

آن لاين اسلامې لارښود

يادونه : ددې پوښتنې ځوابولو څه وخت و نيوه ستاسو له انتظار څخه مننه ، ددې مسئلې تحقيق ډير ستړی ميزل وو نو ځکه يې وخت ونيولو .

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي