د پاڼو ګرانو چلونکو السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!
څو ورځې وړاندې ماله تاسو نه پوښتنه کړې وه چې مرکزي بانک کې په داسې برخه کې کار کول چې هلته هیڅ سودي مامله نه وي کارکول څنګه دي چې ستاسو دمنفي ځواب سره مخ شوم http://www.dawat610.com/archives/4605 ، بیا زه پاکستان ته لاړ م او دڅو نورو مفتیانو نه مې پوښتنه وکړم چې راته یې ویل چې دغه برخ کې کارکول روادي،خو بالاخره مفتي تقي عثماني دکراچئ چې داسلامي سترو مفتیانو او عالمانو په ډله کې راځي هغه ته لاسرسی ترلاسه کړ ،
هغه راته ځواب کې وویل چې په دې برخه کې چې هغه ترمذی شریف لپاره کومه شرحه لیکلې مکمل ځواب پکئ شته او داسې برخو کې یې کار کول جایز دي حتئ چې دسودي معاملي تفتیش چئ څوک کوي هغه ته هم کار جایز دی .
ولاتعاونو علی الاثم والعدوان باره کې هغه وفرمایل چې که په عمومي توګه داخبره ونیسو نو بیا هیڅ دپیسو چلول او کارول جواز نه لري ځکه چې ددې پیسو چې جریان کې دي پشتیبانه باندې یې هرهیواد سود اخلي او دپیسو چلول ددغې پشتیبانې سره مرسته کول دي او همدارنګه دسودي بانکونو او ادارو نه مالیات اخستل کیږي چې بیا بیت المال یاوزارت مالیه ته جمع کیږي او دادارو او دولت معاشات ترې اجرا کیږي چې دا هم بیا حرام ګرزي ، فلهذا مفتي تقي صیب وویل چې دبانک داسې برخو کې چې سودي ماملو سره سروکار نه لري کار جواز لري ……دې باره کې تاسې څه وایئ هیله ده چې دمفتي صیب غوندې قناعت بخش جواب راکړئ …………په پوره اسلامي مینه –  ت . م تمکین

—————————————————————

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : دا چې د نوټ يا کرنسي مسئله جلا ده او د سودي بانک د دندې مسئله جلا ده .

يو اجباري مسائل دي او بل اختياري ، نوټونه پر ولس باندې اجباري شکل لري چې حکومت پر بيت المال تسلط لري او نوټونه هغه چاپوي بل کس ددې کار توان نه لري هغوی يې که د سود د معاملې يا کوم بل شکل چاپ او برابروي اجبار دي لکه د مجاهدينو په وخت کې چې د خلق او پرچم نوټونه چليدل که څه هم په هغه نوټونو د هغوی امداد او تعاون کيدلو خو دا کار د ضرورت له وجې وو.

د اسلامې شريعت عامه قاعده ده چې : لايکلف الله نفساً الا وسعها .

دوهم د بانک د سود مسئله ده :

د سود د تعاون په اړه صحيح حديث دی چې [لَعَنَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ آكِلَ الرِّبَا وَمُؤْكِلَهُ وَكَاتِبَهُ وَشَاهِدَيْهِ وَ قَالَ: هُمْ سَوَاءٌ] (مسلم  1598) .

رسول الله صلی الله عليه وسلم د سود خوړونکي ،ورکوونکي ،ليکونکي او شاهدان لعنت کړي دی ،اوويی فرمايل چه دوی ټول په اصل د ګناه کی سره برابر دی .

په پخوا وخت کې د سودې معاملې د پاره همدا کاتب او شاهد کافي بلل کيدل ، که څه هم چې کاتب او شاهد د سود د ورکړې او راکړې په معامله کې لاس نه لري خو د سودخور سره د مدد او مرستې په نسبت هغوی هم د سود په جرم کې شامل ګڼل کيږي .

نن عصر د سود معاملات د بانک له لارې په عصري ډول تر سره کيږي چې د سودي بانک ټول پرسنل هغه که په هر څانګه کې وي د ليکونکو ، شاهدانو او مدد کارانو حيثيت لري او ټول د سود په جرم کې شامل دي او په داسې بانک کې د دندې تر سره کول جواز نه لري .

اول دا چې : مرکزي بانک د سودي بانکونو رأس يا مور بلل کيږي چې ټولو سودي بانکونو انسجامونکی بلل کيږي .

دوهم دا چې : د بانک ټولې شعبې يو له بله سره تړلې دي که په يوه شعبه کې د سود حساب وي بله شعبه کې د هغه د پيسو حواله کول دي ، په بله شعبه کې د هغه راجستر دی په بله شعبه کې د هغه محاسبات تر سره کيږي او بلاخره حتی د دروازې ساتونکي هم په کې شامل دی ځکه که هغه نه وي د پيسو د ساتنې او انتقال امنيت به څوک ساتي ؟.

او بانک په مجموع کې يو سيستم دی چې ټولې شعبې يې يو له بله سره تړلې دي .

دا چې د سودي بانک په هغه برخه کار کول په کوم چې سود نه تر سره کيږي رواه دی ؟

ډير ضعيف قول دی چې ځنو مراجعو نقل کړي دی او ددې قول د پاره هيڅ شرعي دليل وجود نه لري .

په حديث شريف چې کاتب او شاهد د سود خوړونکی او اخيستونکی سره په ګناه کې مساوي بلل شوی دي د هغه وخت د سود خوری په معامله کې همدغو دوو دندو ته ضرورت وو اوس عصر کې مکمل بانک او د بانک ټولو وسائلو او ټول سيستم ته ضرورت دی .

په دې اړه د نړي ډيرو معتبرو مراجعو خپل حکم صادر کړی دی چې دلته مو څو را نقل کړی دي

” فتاوى إسلامية ” ( 2 / 401 ، 402 ) ليکي :

پوښتنه : زه په يوه هيواد کې په مرکزي بانک کې دنده تر سره کوم چې عملاً د سود په معاملات کې لاس نه لري خو د ګټې اخستنې تعامل تر سره کوي (ماليات او نور اخلي )  په دې بانک کې کار کول څه حکم لري ؟

ځواب – الحمدلله

په دې بانک کار کول حرام دي ، که څه هم تاسې په داسې برخه وئ چې هلته د سود معاملات نه تر سره کيږي ، دا کفايت کوي چې مرکزي بانک دی ، مرکزي بانک د سود رأس او مور بلل کيږي او د ټولو سودي مؤسيساتو انسجامونکی بلل کيږي .

علماء حتی د ناظم او چوکيدار د پاره هم په داسې بانکونو کې کار کول نا رواه ګرځولي دي وار خو د کاتب شو .

تفصيل په لاندې عربي متن کې وګورئ :

العمل في البنك الربوي بغير مباشرة للربا وإيداع الأموال فيه .

أعمل في البنك في إحدى الدول في قسم لا يتعامل بالمعاملات الربوية علماً بان البنك المركزي يتعامل بالفوائد وهو مؤسسه حكومية فما هو حكم العمل في البنك المذكور أرجو إفادتي ؟.

الحمد لله

عملك في البنك حرام ، حتى لو كنت في قسم لا يتعامل بالمعاملات الربويَّة ، ويكفي أن ” البنك المركزي ” هو أم البنوك ورأسها ، والعمل في الأقسام الأخرى إنما هو متمم ومكمل لأقسام الربا ، ومن كلِّ الأقسام  يتكون البنك بل كل المؤسسات الربوية .

بل إن العلماء أفتوا بعدم جواز العمل حارساً أو سائقاً في مثل هذه المؤسسات فكيف بالكاتب ؟

لا يجوز العمل بالمؤسسات الربويَّة ولو كان الإنسان سائقاً أو حارساً ؛ وذلك لأن دخوله في وظيفة عند مؤسسات ربويَّة يستلزم الرضى بها ؛ لأن من أنكر شيئاً لا يمكن أن يعمل لمصلحته ، فإذا عمل لمصلحته كان راضياً به ، والراضي بالشيء المحرم يناله من إثمه .

أما من كان يباشر القيد والكتابة والإرسال والإيداع وما أشبه ذلك : فهو لا شك أنه مباشر للحرام ، وقد ثبت عن النبي صلى الله عليه وسلم من حديث جابر رضي الله عنه أن النبي صلى الله عليه وسلم لعن آكل الربا وموكله وشاهديه وكاتبه ، وقال : هم سواء . ” فتاوى إسلامية ” ( 2 / 401 ) .

اللجنة الدائمة ليکي :

وسُئلت اللجنة الدائمة عن رجل يعمل حارساً ليليّاً في أحد البنوك ، وليس له علاقة في المعاملات ، هل يستمر في عمله أو يتركه ؟

فأجابت :

البنوك التي تتعامل بالربا لا يجوز للمسلم أن يكون حارساً لها ؛ لأن هذا من التعاون على الإثم والعدوان ، وقد نهى الله عنه بقوله : ( ولا تعاونوا على الإثم والعدوان ) .

وأغلب أحوال البنوك التعامل بالربا ، وينبغي لك أن تبحث عن طريق حلال من طرق طلب الرزق غير هذا الطريق .

وبالله التوفيق ، وصلى الله وسلم على نبينا محمد وآله وصحبه .

مرکز الفتاوي اسلام ويب ليکي :

أنا أعمل في بنك ربوي ولكن في قسم التحويلات ولا يوجد بها أي نوع من أنواع الربا وذلك أكيد…. فهل عملي في هذا القسم حلال ام حرام … قد أجاز الشيخ القرضاوي العمل في الأقسام التي تخلو من الربا فهل عملي في ذلك البنك مشروع أم هو حرام…. أرجوا منكم الإجابة،  وعدم الإحالة إلى أسئلة أخرى مشابهة…
ولكم مني كل الاحترام.

الإجابــة

الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه، أما بعـد:

فإذا كان الأمر كما تقولين أختي السائلة من أن عملك في قسم التحويلات في البنك الربوي لا يمت إلى الربا أو الحرام بصلة فإنه لاحرج عليك في هذا العمل. لكن لا بد من التنبيه في هذه المسألة إلى ثلاثة أمور: الأمر الأول: أن بعض الناس قد يظن في أعمال يقوم بها أنها مما لا علاقة له بالربا مع أن الأمر خلاف ذلك، ومن ذلك كتابة أو حمل ورقة لها تعلق بالربا، لأن ذلك من الإعانة على الربا والله تعالى يقول: وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلا تَعَاوَنُوا عَلَى الْأِثْمِ وَالْعُدْوَانِ {المائدة: 2}، وقال صلى الله عليه وسلم: لعن الله الربا آكله وموكله وكاتبه وشاهديه، وقال هم سواء. رواه مسلم.  فلم يكن اللعن لآكل الربا وحده بل شمل الموكل والكاتب والشاهد وراجعي الفتوى رقم: 49772 والفتوى رقم: 49797. والأمر الثاني: أن التحويلات البنكية لا تخلو من الربا في الغالب لأنهم لا يلتزمون بالتقابض عند المصارفة، ومن المعلوم أن التقابض شرط في الصرف حتى يخلو من ربا النسيئة. وراجعي الفتوى رقم: 48816 والفتوى رقم: 3702. والأمر الثالث:أن الأفضل والأحوط لدين المرء هو البعد عن العمل عند المرابين ولو كان العمل في ذاته مباحا وراجعي الفتوى رقم:6880.

والله أعلم.   

د منبر علماء اليمن ليکي :

لسؤال: شخص تقدم للعمل في البنك المركزي بغرض توفير لقمة العيش له ولأهله؛ فما حكم الراتب الذي يتقاضاه من هذا البنك؟

الجواب وبالله التوفيق:

إذا كان البنك المذكور يتعامل بالربا فلا يجوز؛ لقوله صلى الله عليه وسلم: «لعن الله آكل الربا وموكله وكتابه وشاهديه، وقال: وهم سواء».

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email