محترما لومړی سلامونه
سوال
که یو خوسر خپل زوم ته وینه ورکړی ایا د خوسر وینه  د زوم په بدون کی به دهغوی نکاح ته زیان نه ریسیږي .
ځکه دغه پوښتنه زموږ نه په راډیويی خپرونه کي سوي چي البته د خپروني مولوی صاحب خپله وخت وغوښتی چي پدې اړه مالومات پیداکړی .
اودوهم پوښتنه داده چي دوه کوچنیان شاپه ښا مښتي وي یونروی اوبل ښځه غسل به څوک ورکوي اوپه لحدکي به يي څه ډول ایږدي ، هیله ده چي په دي اړه مالومات راکړی
ځکه ستاسودغه ځواب بیاموږ په راډیوکي تراوریدنکوهم رسوو
په درنښت

 ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د وينو په ورکولو د رضاعت حرمت نه ثابيږي ځکه :

اول : د رضاعت حرمت د تي رودلو په سن کې ثابيږي ، د تۍ رودلو سن دوه کاله دی يعنې د رضاعت حرمت هغه وخت ثابتيږي چې ماشوم تي خورئ وي

 قوله تعالی : وَالوَالِدَاتُ يُرضِعنَ أولاَدَهُنَّ حَولَينِ کَامِلَينِ لِمَن أرَادَ أن يُتِمَّ الرَّضَاعَةَ (بقره : 233) .

ژباړه : او د کوم پلار چې دا هيله وي چې اولاد يې د تي رودنې په ټوله موده کې تی وروي نو ميندې دې خپلو بچنايو ته پوره دوه کاله تی ورکړي .

دوهم : د نارينه په شيدو باندې حرمت نه ثابيږي ، اثار الشرعية ليکي :

ولو ارتضعا من لبن رجل لم يصيرا أخوين، ولم تنتشر الحرمة بينه وبينهما، في قول عامة أهل العلم.

فإن ثاب لخنثى مشكل لبن لم يثبت به التحريم؛ لأنه لم يثبت كونه امرأة، فلا يثبت التحريم مع الشك، والقول الثاني: يوقف أمر من يرضع كما يوقف الخنثى المشكل حتى ينكشف أمره. (الآثار الشرعية ) .

دريم : د وينې په ورکولو د رضاعت حرمت نه ثابتيږي ځکه په دې اړه د حرمت شرعي دليل وجود نه لري .

د ددې مسئلې په اړه مجتمع الفقه اسلامي عالمي په مکه مکرمه کې په خپله ناسته کې د بحث او مناقشو وروسته نظر ور کړ چې د وينو په ورکولو حرمت نه ثابتيږي .

بشأن حكم نقل الدم من امرأة إلى طفل دون سن الحولين، وهل يأخذ حكم الرضاع المحرم، أو لا؟ وهل يجوز أخذ العوض عن هذا الدم، أو لا؟

الحمد لله وحده، والصلاة والسلام على من لا نبي بعده، سيدنا ونبينا محمد وعلى آله وصحبه وسلم. أما بعد: فإن مجلس المجمع الفقهي الإسلامي، برابطة العالم الإسلامي، في دورته الحادية عشرة، المنعقدة بمكة المكرمة، في الفترة من يوم الأحد 13 رجب 1409هـ الموافق 19 فبراير 1989م إلى يوم الأحد 20 رجب 1409هـ الموافق 26 فبراير 1989م: قد نظر في الموضوع الخاص بنقل الدم، من امرأة إلى طفل دون سن الحولين، هل يأخذ حكم الرضاع المحرم، أو لا؟

وهل يجوز أخذ العوض عن هذا الدم، أو لا؟ وبعد مناقشات من أعضاء المجلس، انتهى بإجماع الآراء: إلى أن نقل الدم لا يحصل به التحريم، وأن التحريم خاص بالرضاع.

د دوهمې پوښتنې ځواب :

هغه اطفال او ماشومان چې د خپل نظافت د تميز سن ته نوي رسيدلي د عورت حکم نه لري د حاجت په وخت کې هغه ته نظر او مسحه کول باک نه لري ، امام کاساني حنفي ليکي : که وړوکی ماشوم وفات شي هغه ته ښځې غسل ورکولای شي يا ماشومه مړه شي هغې ته سړي غسل ور کولای شي ځکه د ضغير په حق کې عورت نه دی ثابت شوی .

لأطفال الصغار الذين هم دون سن التمييز ليس لعورتهم حكم ، ولذلك يجوز النظر إليها ومسها ، خاصة مع وجود الحاجة إلى ذلك وأمن الفتنة .

قال الكاساني من فقهاء الحنفية : ” ولو مَاتَ الصَّبِيُّ الَّذِي لَا يُشْتَهَى لَا بَأْسَ أَنْ تُغَسِّلَهُ النِّسَاءُ ، وَكَذَلِكَ الصَّبِيَّةُ الَّتِي لَا تُشْتَهَى إذَا مَاتَتْ لَا بَأْسَ أَنْ يُغَسِّلَهَا الرِّجَالُ ؛ لِأَنَّ حُكْمَ الْعَوْرَةِ غَيْرُ ثَابِتٍ فِي حَقِّ الصَّغِيرِ وَالصَّغِيرَةِ “. انتهى “بدائع الصنائع في ترتيب الشرائع” (1/306) .

و الله سبحانه و تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email