د سهار د لمانځه قضايي

لومړی زه خپل سلامونه اواحترامات دآنلاین اسلامی لارښودټولوکارکوونکوته تقدیموم
وبعد! زماسره یوه پوشتنه ده هغه د اده چی کله یوکس دشپی له خوامعزورشی اوبیا د سهارله خوا د کوم ضرورت له امله ونه شی کولای چی غسل وکوی نونوموری به خپل لمونڅ چه ډول کوی آیا پریزدی به یی اوبیا یی چی کله غسل وکری راګرزوی به یی اوکه سنګه ؟

کریم الله هوتک دکندهارولایت چخه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

غسل دې وکړي او کچيرې د لمانځه وخت باقي وي لمونځ دې وکړي او که وخت نه وي د لمر ختلو وروسته دې د سنتو او فرضو قضايي ادا کړي ( فتاوی دارالعلوم ديوبند ج ۴ ص ۲۵۱ ) .

د مذاهبو د جمهورو فقهاؤ قول دا دی چې کله د چا څخه لمونځ د هيرېدو يا خوب په وجه قضا شو نو چې کله ور په ياد يا بيدا شي فوراً به د لمانځه قضايي راوړي ولو که مکروهه وخت هم وي او غوره دا ده چې د سنتو قضايي د لمر ختلو وروسته ادا کړي.

په دليل د لاندې حديث شريف :

” من نسي صلاة أو نام عنها فکفارتها أن يصليها إذا ذکرها” (صحيح مسلم : 684- 315/477/1 )

يعنې د چا څخه چې لمونځ هير شي او يا خوب وړی وي او لمونځ ترې قضا شي د هغه کفاره دا ده چې کله يې ور په ياد شو همغه وخت به د هغه قضايي راوړي .

د پورت حديث شريف او همدانګه د الله جل جلا له  ددې قول ( اقم الصلوة لذکری) په رڼا کې فقهاء وايي : د فرض لمونځ قضايي په مکروه وخت کې هم جايزه ده ځکه چې په حديث شريف کې وخت دا ښودل شوی دی چې کله در په ياد شو او په مکروه وخت کې چې د لمونځ نهی راغلی ده هغه نفلي لمونځ دی ( فتاوي دارالعلوم ديوبند ج ۴ ص ۲۳۶ – هدايه ج ۱ ص ۸۱،۸۲ ) .

و الله سبحانه و تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. لومړی زه خپل سلامونه اواحترامات دآنلاین اسلامی لارښودټولوکارکوونکوته تقدیموم زماسره یوه پوشتنه ده هغه د اده  وی په کم وخت کی چی یو مسلمان شهادت ته رسیگی وی په هماغه وخت کی شیطان هم غولوی ( یعنی شیطان ورته بازی ورکی ) نو زه هم خبر نیمه او معلومات نلرمه خو زمونگ دوستان په دی باندی مرکه کوله که په مهربانی سره معلومات راکی

آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي