د څارويو په خوراکي موادو کې احتکار مينځ ته راځي ؟

ددعوت دویب درنو کارکونکو !
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
زه په سعودي کي مسافریم اوهلته دکار لپاره تللی یم  نن یوه پوښتنه مخي ته راغله اوهغه دا چي آیا په هغه خوراکي موادو کي دڅارویو لپاره وي احتکار شته اوکه نه اوکه وي دلوی اواواړه ښار ترمنځ توپیر څنګه کیږي ځکه ځیني علماء دلته ماته وایي چي په لویو ښارونو کي پروا نلري زه یې توپیر نشم کولای  که په دې اړه راته مفصل معلومات راکړئ ډېر شفقت به مووي

  ورورمو حافظ عثمان زاهد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د احتکار تعريف او حکم :

احتکار دې ته وايي چې د قیمتونو دلوړوالی په هیله د خلکو د ضرورت وړ مواد زخيره کړي او د سختې اړتيا او ضرورت څخه سوء استفاده وکړي او هغه پر خلکو باندي په لوړ قيمت و پلوري ،او د هغه ضرر عامو خلکو ورسيږي .

په کومو موادو کې احتکار مينځ ته راځي :

د امام ابويوسف رحمه الله او امام مالک رحمه الله په نزد په هر هغو اجناسو کې چې خلکو ته يې ضرر رسيږي احتکار مينځ راځي هغه که د سوخت مواد وي ، لباس وي او حيوانات او غيره .. د اکثرو علماؤ قول همدا دی .

وذهب أبو يوسف من الحنفيّة إلى أنّ الاحتكار إنما يكون في كلّ ما أضر حبسه، سواء كان في الأقوات أم في غيرها، اعتمادّا على علّة الحكم، وهي الضرر، فكلّ ما سبّب ضررّا فهو احتكار. وهذا أقرب إلى قول مالك. (الفقة الاسلامية ) .

احتکار کله مينځه راځي :

احتکار د لاندې دريو شرطونو په صورت کې مينځ ته راځي .

اول داچې : د احتکار جنس د هغه د اهل عيال د يو کال مصرف او تکفل نه زيات وي ، ځکه دا جايز دی چې سړي د خپل کور د خرڅ د پاره د يو کال مواد زخيره کړي .

دوهم دا چې : د احتکار اجناس په دې نيت زخيره کړي تر څو قيمتونه لوړ شي او بيا يې په ګران قيمت و پلوري ، او د خلکو د سختې اړتيا او ضرورت څخه سوء استفاده وکړي .

دريم دا چې : احتکار هغه وخت مينځ ته راځي چې کله خلک احتکار شوي اجناس ته اړتيا ولري لکه خوراکي مواد ، پوښاک او نور ….. او هغه اجناس چې خلک هغې ته ضرورت نه لري احتکار نه بلل کيږي ځکه خلکو ته يې ضرر نه رسيږي .

د امام ابوحنيفه په نزد که يو وړوکی کلی يا ښار وي نو هلته زخيره کولو اثر په ټول ښار لويږي ددې وجه نه هغه ناجايز دی لکن که لوی ښار وي او هلته يو يا دوه سوداګر داسې وکړي اثر په نورو خلکو نه لويږي .

مګر د جمهورو فقهاؤ قول دا دی چې احتکار مطلق حرام دی که لوی ښار وي او وړوکی .

امام صاحب د وړوکي ښار قيد ځکه لوګولی دی چې هلته د نقصان ويره ده او په لوی ځای کې ويره نشته او بل هغه وخت وسائل دومره پراخه نه وو ، اوس عصر ټوله دنيا داسې ګرځيدلی ده لکه يو ښار چې حتی په يو هيواد کې ګراني راشي پر بل هيواد يې اثر پريوځي ، نو په اوس عصر کې د لوی او وړوکي ښار قيد نشته او ټول هغه مواد چې د زخيره کولو په وجه يې خلکو ته ضرر رسيږي احتکار بلل کيږي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email