سلامونه او نیکی هیلی ټولو مهربانه استادانوته په نیک ساعت کی وړاندی کوم.
وروسته زماپوښتنه داسی دی چی د جمعی د مباریکی ورځ لمونځ په اوسنویو حالات کی څه حکم لری ؟
محترمو دلته مشکل په دی ځای کی دی چی ځنی علماکرام چی په مسجدونوکی امامت کوی هغه وایی چی د جمعی د ورځی لمونځ باید وشی خو ځینی نور په دی خاطر چی په هیواد کی مو خارجی ځواکونه وجود لری او کوم داسی اسلامی فوانین نه دی تطبیق شوی په همدی خاطر دجمعی ورځی لمونځ نشته اوس په همدی خاطر زیات وریره لرم چی د چا په لاره روان شوو مننه که چیری ځواب راته راکړی دابه مولویه مهربانی وی مننه د دی لاری له ټولوملګرو.
انجنیر فضل الرحمن له ارزګان ولایت ترینکوټ ښار

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د جُمعي د لمانځه اقامه فرض ده په مصر کې د امام (سلطان) موجوديت چې د شرعي حدودو نافذولو باندې مشتمل وي دا شرط د متخرينو حنفي فقهاوو په نزد سره متروک شوی دی ،او ددې پر ځای د مسلمانانو اتفاق د جومات په امام باندې کافي دی .

ځکه په موجوده زمانه کې د سلطان په ځای د مسلمانان اتفاق کافي ګڼل کيږي او د جوماتونو د امام وغيره اتفاق کافي دی ځکه چې په لويو ښارونو کې ډير جوماتونه وي چې هلته د جُمعي لمونځ ادا کيږي د ټولو ښارونو يا د اکثرو اتفاق د جوماتونو د امامانو د پاره آسان نه دی او نه ددی څه ضرورت شته (کفايت المفتي ج۴ ص ۲۲۴ ) .

په هغوملکونو کې چيرې چې مسلمانان اوسيږي او حکومت يې د کفر وي يا وضعي نظام وي چې فصيلې په قرآن نه کيږي بلکی د پرديو په آيين ، ساختګي قوانينو تر سره کيږي نو هلته به پخپله مسلمانان د جمعي لمونځ قايموي .

درالمحتار ليکي :

بلاد عليها ولاة کفار يجوز للمسلمين اقامة الجمع ولاعياد فيها (درالمحتار – باب جمع ۱۳۷/۲ ط سعيد ) .

فلوا لولاة کفاراً يجوز للمسلمين اقامة الجمعة ويصير القاضي قاضياً يتراضی المسلمين ويجب عليهم ان يلتمسواوالياً معلماً (درالمختار – باب جمعه ۱۲۴/۲ ط سعيد ) .

د هندوستان لپاره چې مطلق دارالحرب دي حنفي فقهاوو د جُمعي د لمانځه د قيام حکم ورکړي دی دغه مطلب د احناف ستر مفتي کفايت الله دهلوي په کفايت مفتي څلورم جلد ۲۲۴ صفحه په تفصلي ډول ليکلي دی .

په دې اړه د سعودي عربستان د علمي څيړنو او افتاء دائمي ټولنې څخه په لاندې ډول سوال شوی دی :

هل تقام صلاة الجمعة في دار الحرب ؟ أو دار الكفر ؟

الحمد لله

فرض الله تعالى صلاة الجمعة على المسلمين المستوطنين في مدينة أو قرية ، ونهى عن التشاغل عنها ببيع أو شراء أو نحوهما ، لعموم قوله تعالى : ( يا أيها الذين آمنوا إذا نودي للصلاة من يوم الجمعة فاسعوا إلى ذكر الله وذروا البيع ذلكم خير لكم إن كنتم تعلمون ) الجمعة/9 ، ولما ثبت من حديث عبد الله بن عمر وأبي هريرة رضي الله عنهم ، أنهما سمعا رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول على أعواد منبره : ( لينتهن أقوام عن ودعهم الجمعات أو ليختمن الله على قلوبهم ثم ليكونن من الغافلين ) مسلم 2/591 . ولإجماع الأمة على ذلك وليس في الشريعة دليل صحيح يدل على اختصاص افتراضها بدار الإسلام دون دار الحرب فوجب على المسلمين المستوطنين في دار الكفر أن يؤدوا صلاة الجمعة .

فتاوى اللجنة الدائمة للبحوث العلمية والإفتاء 8/186

يعنې : الله تعالی په ښارونو کې پر مسلمانانو باندې د جمعې لمونځ فرض ګرځولی دی ، د جمعې د لمانځه د ادا د تيارۍ حکم يې کړی دی او په دغه وخت کې د مشغتيا ، خريد او فروش څخه منع فرمايلي ده .

قوله تعالی : ( يا أيها الذين آمنوا إذا نودي للصلاة من يوم الجمعة فاسعوا إلى ذكر الله وذروا البيع ذلكم خير لكم إن كنتم تعلمون ) الجمعة/9 ، ولما ثبت من حديث عبد الله بن عمر وأبي هريرة رضي الله عنهم ، أنهما سمعا رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول على أعواد منبره : ( لينتهن أقوام عن ودعهم الجمعات أو ليختمن الله على قلوبهم ثم ليكونن من الغافلين ) مسلم 2/591 .

په دې باندې ( د جمعې د لمانځه په فرضيت ) د امت اجماع ده ، او په شريعت کې ددې څه دليل نشته چې د هغه ادا کول دې په دارالاسلام يا دارالحرب کې خاص وي ، پس پر هغو مسلمانانو چې په دارالکفر کې اوسيږي د جمعې د لمانځه قيام فرض دی .

تفسير انوار القرآن (تفسير ابن کثير ، فتح القدير او  المنير ) ليکي :

ابن حجر عسقلاني رحمه الله وايي : د جمعې لمونځ په مکه کې فرض شوی دی ، مګر هلته يې اقامه نه ده شوئ دا ځکه چئ د مسلمانانو تعداد کم ؤ ، د جمعې لمونځ د اسلام شعار او اعلان دی او رسول الله صلی الله عليه وسلم په مکه کې په پټ شکل دعوت کولو او ددې شعار د ظهور د پاره زمينه نه وه مساعده .

د جمعې لمونځ د اسلام ستره نښه او شعار دی ، مسلمانان به د اسلام د شعائرو د لوړوالی کوښښ کوي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

يادونه : په اوس عصر کې د اکثرو اسلامې هيوادونو حکومتونه په ما انزل الله (قرآن او سنتو ) فيصلي نه کوي ، او هلته د جمعې لمونځونه ادا کيږي ، که دلته يرغل او ملل کفري تر لاس لاندې حکومت شتون لري نو پر پاکستان باندې هم امريکا يرغل کړی دی هلته هره ورځ بې ګناه مسلمانان پر قتل رسيږي او د پاکستان حکومت د انګريز په آيين باندې فيصلی کوي نو هلته ولی د جمعې لمونځ جايز دی ؟

دا ځکه چې د وضعي يا کفري نظام په صورت کې به هم مسلمانان د جمعې لمونځ قائموي ځکه د جمعې لمونځ د اسلام ستره نښه ده .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email