د ږېرې پريښودلو اندازه څومره ده ؟

السلام علیکم!

د ژیری د اندازی به هکله که مفصل معلومات راکرئ زکه چی بعضی خلک د دوو گوتو نیولو ته د قبضی حکم ورکوی او بعضی بیا به موتی کی نیولو ته د قبضی حکم ورکوی لطفا معلومات راکری مننه

 کامل

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د جمهورو فقهاؤ قول دا دی چې د قبضې نه اضافه د ږېرې اصلاح کول جايز دي

فتاوي الشرعية ، الموسوعة الفقهية ليکي :

أن تترك اللحية إلى أن تكون بمقدار قبضة اليد، فإن زادت عن القبضة أخذت الزيادة، روى البخاري عن ابْنِ عُمَرَ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: ((خَالِفُوا الْمُشْرِكِينَ وَفِّرُوا اللِّحَى وَأَحْفُوا الشَّوَارِبَ وَكَانَ ابْنُ عُمَرَ إِذَا حَجَّ أَوْ اعْتَمَرَ قَبَضَ عَلَى لِحْيَتِهِ فَمَا فَضَلَ أَخَذَهُ) .

يعنې :دا چې ږيره به د لاس برابر قبضې په اندازه پريښودل شي د قبضې نه اضافه اخيستل جايز دي ، امام بخاري د ابن عمر رضی الله عنه نه روايت نقل کړی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : (خَالِفُوا الْمُشْرِكِينَ وَفِّرُوا اللِّحَى وَأَحْفُوا الشَّوَارِبَ ) او ابن عمر رضی الله عنه به چې کله حج او عمره کوله د قبضې نه اضافه ږيره به يې اصلاح کوله .

 د احنافو په نزد د قبضې نه اضافه د ږيرې کټ کول او اصلاح کول جايز دي لکه فتاوي دارالعلوم ديوبند چې ليکي :

د ږيرې پريښودل واجب دي د قبضې نه زيات کټ کول يې جائز دي او ديوه موټي يا قبضې نه کم کټ کول يې جواز نلري ځکه چې داسې کول نه له رسول الله صلی الله عليه وسلم نه له صحابؤ او نه هم له تابعينو څخه نقل شوی چې د قبضې نه یې دې ږيره کمه کړي وي .

(فتاوی دارالعلوم ديوبند ج۲ ص ۱۰۵۶ ) .

همدارنګه درالمختار ليکي :

قوله ( والسنة فيها القبضة ) وهو أن يقبض الرجل لحيته فما زاد منها على قبضة قطعه كذا ذكره محمد في كتاب الآثار عن الإمام (۶/۴۰۷ درالمختار ) .

مګر د ځنو فقهاؤ قول دا دی چې د ږيرې پر خپل حال پرېښودل واجب دي لکه علماء اللجنة الدائمة چې ليکي :

د ږيرې پر خپل حال پرې ښودل واجب دي ، د رسول الله صلی الله عليه وسلم نه د ږيرې کټ کولو په باره کوم روايت نه دی ثابت شوی او امام ترمذي چې کوم روايت نقل کړی دی چې : أن النبي صلى اللّه عليه وسلم كان يأخذ من لحيته من عرضها وطولها”. (الترمذي : 2912 ) يعنې : نبی صلى الله عليه وسلم به د خپلې ږيرې مبارکي نه په پلنوالی او اوږدوالی هم ويښته تراشل .

دا حديث ضعيف الاسناد دی قابل استدلال نه بلل کيږي .

جاء في فتاوى اللجنة الدائمة (5/136) :

ومعنى إعفاء اللحية تركها لا تقص حتى تعفو أي تكثر . هذا هديه صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ في القول ، أما هديه في الفعل فإنه لم يثبت عنه صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أنه أخذ من لحيته ، وأما الحديث الذي أخرجه الترمذي عن عمرو بن شعيب عن أبيه عن جده : ” أن النبي صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كان يأخذ من لحيته من عرضها وطولها ” وقال الترمذي هذا حديث غريب ( الترمذي : 2912 ) وهذا الحديث في سنده عمر بن هارون وهو متروك كما قال الحافظ ابن حجر في التقريب ، وبذلك يعلم أنه حديث لا يصح ولا تقوم به حجة في معارضة الأحاديث الصحيحة الدالة على وجوب إعفاء اللحى وتوفيرها وإرخائها .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email