دآن اسلامی لارښود ټولو کار کونکو ته اسلام علیکم و رحمت الله وبرکاة.څو ورځ مخکی ما یوه پوښتنه در لیږلی وه مګر تر اوسه پوری تاسی ځواب کړی نه ده.نو که تاسی ته زحمت نه وی په مهربانی سره پوښتنی ته ځواب راکړی.هغه داچه کله په مسلمان نریا ښځی باندی غسل فرض شی،نو په غسل کی د(دریو)شیانو منځل فرض دی،لکه خله،پوزه ،او دټول بدن منځل.اوس مخکی له غسل نه اودس کول سنت دی .ځینی خلک چه وړوکی اودس وکړی بیا دوهم ځل د غسل لپاره،خله او پوزه نه منځی ،حال داچه په غسل کی د(خله او پوزه مینځل فرض دی)اوس ایا دغه غسل صحیح دی او که نه دی صحیح،که صحیح وی نو ولی سنتو د فرضو ځای وه نیوه  .عبدالوهاب(هوتک)له ارزګان څخه .

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په غسل کې د خولې او پزې د يو ځل مينځلو حکم فرض دی او دری ځله مينځل يې سنت دي .

د غست سنته طريقه په لاندې ډول ده ، چې بايد هر مسلمان په همدې ترتيب باندې غسل وکړي :

۱- دری ځله دواړه لاسونه د مړوندو سره مينځل

۲- استنجاء کول

۳- که په جامه يا بدن باندې څه يېلتي تويي وي د هغه مينځل

۴- د لمانځه په شان اودس کول ( که د اوداسه په ځای کې اوبه ډنډيږي پښي به په آخر کي مينځې – فقه السنه )

۵- بيا به دری ځله په سر باندې اوبه واچوي او ويښتان به په کوتو باندې خلالوي تر څو د ويښتانو بېخونو ته اوبه ورسيږي  .

۶- بيا به په ټول بدن دری ځله اوبه اچول د اول ځل ابو اچولو ورسته به ټول بدن وموښي ، تخرګونه ، غوږونو او د نامه غوټې ته به اوبه ورسوي ترڅو کوم ځای وچ پاتې نشي دوهم او دريم ځل به هم ښه کوښښ وکړي چه کوم ځای وچ پاتې نشي د اوبه اچول له شي اندام څخه وي .

دا ترتيب بی بی عايشې رضی الله عنها او بی بی اسماء رضی الله عنها له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کړی دی .

عَنْ مَيْمُونَةَ رَضِيَ الله عَنْهَا زَوْجِ النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم قَالَتْ: تَوَضَّأَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم وُضُوءَهُ لِلصَّلاةِ، غَيْرَ رِجْلَيْهِ، وَغَسَلَ فَرْجَهُ وَمَا أَصَابَهُ مِنَ الأَذَى، ثُمَّ أَفَاضَ عَلَيْهِ الْمَاءَ، ثُمَّ نَحَّى رِجْلَيْهِ، فَغَسَلَهُمَا، هَذِهِ غُسْلُهُ مِنَ الْجَنَابَةِ. (بخارى:249)

عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ الله عَنْهَا زَوْجِ النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم: أَنَّ النَّبِيَّ صلی الله عليه وسلم كَانَ إِذَا اغْتَسَلَ مِنَ الْجَنَابَةِ، بَدَأَ فَغَسَلَ يَدَيْهِ، ثُمَّ يَتَوَضَّأُ كَمَا يَتَوَضَّأُ لِلصَّلاةِ، ثُمَّ يُدْخِلُ أَصَابِعَهُ فِي الْمَاءِ فَيُخَلِّلُ بِهَا أُصُولَ شَعَرِهِ، ثُمَّ يَصُبُّ عَلَى رَأْسِهِ ثَلاثَ غُرَفٍ بِيَدَيْهِ، ثُمَّ يُفِيضُ الْمَاءَ عَلَى جِلْدِهِ كُلِّهِ. (بخارى:248)

غسل عبادت دی هر عبادت به د رسول الله صلی الله عليه وسلم  په طريقه تر سره کيږي

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email