القاح مصنوعي (رحم ته د مني پيچکاري ) کول څه حکم لري ؟

یو کس دی اولاد یی نه کیږی ، پس له زیاته کوښښه اوس ډاکټران په دی نتیجه رسیدلی دی چی د داغه کس ( د ښځی د خپل خاوند ) نطفه اخلی او د ښخی د اولاد په ځای کی یی د پیجکاری له لاری داخلوی . یعنی خپل خاوند او ښځه دی خو صرف یی د خول د جماع د لاری نه دی بلکه د پیچکاری له لاری دی ، ایا دا کار شرعا روا دی که یا ؟ هیله ده په دی اړه راته جواب راکړی . الله عز و جل دی اجر عظیم درکړی- قاري

—————————-

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په دې اړه د معاصرې فتاوی علماء البلد الحرام څخه داسې پوښتنه شوې ده :

سوال : القاح يا تلقيح مصنوعي داسې چې د نارينه نطفه اخيستل کيږي د ډاکټر لخوا د مخصوصو لوازمو په وسليه د ښځې په رحم کې اچول کيږي څه حکم لري ؟

ځواب : تلقيح مصنوعي يعنې دا چې د نارينه مني اخيستل کيږي د پيچکارۍ او پايپ په وسيله د ښځې په رحم کې اچول کيږي زيات خطرناک دی . ددې څه تضمين شته چې ډاکټر د يو سړي نطفه د بلې ښځې په رحم کې واچوي ؟ نو زمونږ په نظر بايد ددې کار مخه ونيول شي او مونږ د هغه د جواز فتوای نشو ورکولای . مګر دا چې سړی ، ښځه او ډاکټر و پيږنو او زمونږ د پاره قضيه کا ملاً واضح کړ شي . او که ددې کار د پاره دروازه پرانيستل شي ددې ويره شته چې لوی شر او فساد ور څخه پيدا شي نو دا څه ساده مسئله نه ده که چيرې فريب او دوکه مينځته راشي نو نسلونه به سره کډ شي او دا کار په شريعت کې حرام دی رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :لَا تُوطَأُ ذَاتِ حَمْلٍ حَتَّى تَضَعَ»[1]

« حامله ښځه څو پورې چې وضع حمل نشي په نکاح مه ورکوئ »

 بنا پر دې مونږ ددې کار فتوای نه ورکوو مګر دا چې يو خاصه قضيه وي چې ښځه ، سړی او ډاکټر و پيږنو .

 فتاوی علماء البدالحرام – لقاءات الباب المفتوح (س 921)

رښتيا هم چې په ننيو حالاتو کې خطرناکه مسئله ده .

دا چې د خاوند نه بغير د بل کس نطفه د ښځې په رحم کې اچوي په اتفاق د ټولو فقهاؤ حرام دی ، که اسلامې حکومت موجود وي ، په نومړی مسئله کې رجم نشته خو عامل او ډاکتر ته به تعزيري جزا ور کول کيږي .

دا چې د ضرورت له مخې د ډاکټر لخوا د خاوند نطفه د خپلې ښځې په رحم کې واچول شي ، په دې مسئله کې ننيو حالاتو ته په کتو سره سقوط اختياروو ( مونږ ته علم نشته ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود


[1]  احمد (3/87،62،28) او ابوداود (2157) او دارقطنی4/112(34) او دارمی (2295)

Print Friendly, PDF & Email