د ځمکې د کروندې احکام 

د ځمکې د اجارې او مزارعت احکام :

که چيرې څوک خپله ځمکه پخپله په څه وجه ونه کري يا وخت نه لري يا د هغه د کولو صلاحيت نه لري نو ده ته دا حق شته چې هغه خپله ځمکه بل کس ته په اجاره يا مزارعت ورکړي .

اجاره يا لګان : د ځمکې اجاره داسې معامله ده چې د ځمکې خاوند خپله ځمکه د نغدو پيسو په بدل کې بزګر يا دهکان يا کاشتکار ته ورکوي او بزګر د ځمکې د پيداوارو مالک ګرځي .

مزارعت : که څوک خپله ځمکه په اجاره نه ورکوي يا هغه څوک په اجاره نه اخلي نو دوهم صورت دا دی چې هغه په مزارعت يا دهکانۍ ورکړي کوم چې د مالک او بزګر تر مينځ به د ځمکې پیداوار تقسميږي .

د مزارعت معامله ځنو اصحابو رضی الله عنهم او امامانو او نور حضراتو نا خوښه کړی ده .

ليکن اجاره کې د ټولو اتفاق دی .

د مزارعت حکم : مزارعت معامله خو پخپله ابتدا کې د اجرت او کرايې معامله وي مګر د نتجې په اعتبار سره د شرکت معامله ده .

د شرکت د وجې نه ددې معاملې خاص حکم دا دی چې په دواړو کې به يو هم دا تعين نه کوي چې ستا دومره بورئ او زما دومره او يا ستا دومره منه او زما دومره منه بلکي دوی پخپل مينځ کې د حصي تعين کوي مثلاً دريمه حصه د دهکان وي باقي د مالک يا به نمايي او نور .

يعنې يوازې حصه او برخه به معلوموي .

د مزارعت شرطونه :

۱- د مزارعت او اجارې لومړی شرط دا دی چې دواړه به عاقل وي يعنې په معامله به پوه وي فرق نه کوي که بالغ نه وي .

۲- کوم ځمکه چې په اجاره ورکول کيږي هغه به د کروندې د پاره اماده وي .

۳- مالک او دهکان به پخپل منځ حصه معلوموي کوم چې مخکې بيان شول .

۴- د بزګرۍ ، تخم او وسائلو (تراکټور ، غوايان او نور ) په باره کې فيصله کيږي چې لاندې صورتونه لري .

الف ) : دا چې ځکه د يو کس وي کرونده ، تخم او وسائل د بل کس وي .

ب ) : دا چې ځمکه وسائل او تخم د يو کس وي کرونده يا خواري د بل کس وي .

ج ) : دا چې ځمکه او تخم د يو کس وي او کرونده او وسائل د بل کس وي .

پورته دری واړه صورتونه جايز دي مګر که ځمکه او وسائل د يو کس وي تخم او کرونده د بل کس وي په عام طور د احنافو د فقهاوو په نزد جايز نه دی مګر د امام ابويوسف په نزد جايز دی .

او دوه صورتونه نا جايز دي :

الف ) : دا چې ځمکه او کرونده د يوه کس وي تخم او وسائل د بل کس وي .

ب ) : دا چې تخم د يو کس وي او نور ټول د بل کس وي .

۵- شرط : په ځمکه کې چې کوم شی کرل کيږي هغه دې وښودل شي مثلاً غنم ، ورېجې ، لچاکو و نور داسې چې مالک د يو شي کرل غواړي او دهکان بل څه کرلي وي او بيا وروسته د اختلاف سبب شي .

۶- د ځمکې ورکولو موده به تعينوي يو فصل ، يو کال دوه کاله او نور …

۷ – ځمکه به خالي کوي او هغه به بزګر ته تسلموي .

۸- د فصل ټولولو وروسته به هر يو د خپلې حصې موافق پيداوار اخلي داسې نشي کيدای چې يو طرف ووايي ماته د غلې په عوض کې نغدې پيسي يا بل جنس راکړه بلکې همغه پيداوار به تقسميږي .

د اجارې شرطونه : د ځمکې د اجارې شرطونه ټول هغه شرطونه چې د کرايې د پاره وي د ځمکې د اجاري د پاره هم دي دې نه علاوه د مزارعت د پنځم او آتم شرط نه نور ټول شرطونه د اجارې د پاره هم دی .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email