د تهجد حکم څه دی (نفل که سنت مؤکد ) ؟

ټولو محترمو ته سلامونه ډالی کوم خدای دی وکړی چی جوړ او روغ به یاست .
محترمو د تهجد لمونځ حکم څه دی په دی خاطری  یواری بیا ددی پوښتنی ځواب غواړم چی تاسی د یوی پوښتنی په ځواب کی داسی لیکلی دی .
مستحب او نو افل: هغه کارونو ته وايې چې دهغو فضليت په شريعت کې ثا بت شو ى وي او يا سلفو هغه دوست ګڼلى وي لکه تهجد او اشراق لمو نځو نه .
په پورتنی ځواب چی تاسی لیکلی دی داسی معلومیږی چی که څوک تهجد لمونځ وکړی که نه خو که چیر د سوره مزمل اولنی ایتاتونه سړی ووایی هلته خو یواځی حضرت محمد (ص) ته امر شوی ایا له دی ایات کریمه نه داسی مفهوم نه اخستل کیږی چی د تهجد لمونځ له اشراق نه جلاشی او کول یی واجب وکڼل شی  ځکه چی د تهجد لمونځ په کولو کی یو څه ټینګار شته او که ماته معلومه نه ده الله (ج) ښه پوهیږی که په دی باره کی راته معلومات راکړی دابه مولویه مهربانی وی.
مننه  – انجنير فضل الرحمن

——————————————

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

الله جل جلا له  فرمايي :

قُمِ اللَّيْلَ إِلَّا قَلِيلًا (مزمل ۲ )

ژباړه : شپه (په لمانځه کې ) په ولاړه تېره خو لږ (پرېږده ) .

 تفسير معارف القرآن ليکي : لفظ د مزمل او مدثر خپل ددې ګواهي ورکوي چې دغه آيتونه د اسلام په شروع کې نازل شوي دي کوم چې په دغه وخت کې پنځه وخته لمونځونه په امت باندې نه وو فرض شوي .

امام بغوي د حضرت عايشې رضی الله عنها او نور نه د احاديثو پر بنا فرمايلي دي چې ددې آيت په بنا د شپي لمونځ په رسول الله صلی الله عليه وسلم  او امت باندې فرض وو او دا د هغه وخت واقعه وه چې پنځه وخته لمونځونه فرض شوي نه وو .

پدې آيت کې صرف قيام ليل يعنې تهجد لمونځ فرض نه وو بلکي کم تر کمه څلورمه حصه د شپي مشغوليدل هم فرض وو .

امام بغوي د احاديثو د روايتونو په بنا فرمايي : ددې حکم په تعميل کې نبی کريم صلی الله عليه وسلم او صحابو د شپې اکثره حصه په تهجد کې تېروله تر دې چې پښې به يې و پړسېدلې کال پس ددې سورت آخرې حصه فاقرؤ ما تيسر منه نازل شو کوم چې ددې قيام الزام منسوخ شو او اختيار ورکړ شو چې څومره څوک لوستلای شي هغه دې لولي .

ابن عباس رضی الله عنه فرمايي چې هر کله د پنځو لمونځونو فرضيت نازل شو نو د تهجد فرضيت منسوخ شو البته د استحباب او د حق تعالی په نزد يې غوره والی اوس هم باقي دی او په دې کې دا آساني وکړ شوه چې د وخت او قرآن د تلاوت اندازه نه ده مقرر شوی بس هر کس د خپل طاقت موافق چې څومره ادا کولای شي هغه دې ادا کړي .

په لاندې ايت شريف کې دا مطلب روښانه شوی دی :

همدارنګه د اسراء د سورت (وَمِنَ اللَّيْلِ فَتَهَجَّدْ بِهِ نَافِلَةً لَكَ عَسَى أَنْ يَبْعَثَكَ رَبُّكَ مَقَامًا مَحْمُودًا (اسراء ۷۹ ) .

ژباړه : او د شپې په يوه برخه کې تهجد وکړه ، دا تا ته زيتي (نفلي ) عبادت دی ، ښايي چې ستا رب تا په ستايل شوي مقام کې و دروي .

معارف القرآن ددې آيت په تفسير کې ليکي چې کله د تهجد فرضيت منسوخ شو نو د ټولو د پاره نفل پاتې شو .

د تهجد لمونځ نفل (مستحب ) دی او که سنت موکده ؟

په دي اړه د فقهاؤ دوه نظرونه دي اول دا چې سنت موکد دی دليل يې دا دی چې په دې لمونځ باندې رسول الله صلی الله عليه وسلم  هميشوالی کړی دی او د خصوصيت څه دليل يې نشته .

او دوهم قول دا دی چې د تهجد لمونځ نفل دی ، د هغوی دليل دا دی چې هميشوالی د نبي کريم صلی الله عليه وسلم خصوصيت ګڼل کيږي .

زمونږ د مذهب د فقهې په کتابونو کې د نفل حکم ور کړ شوی دی .

و الله سبحانه وتعالی اعلم .

دا چې تاسې په سوال کې ورته اشاره کړې ده واقعاً هم چې تهجد د اشراق د لمانځه نه غوره والی لري ځکه تهجد په ټولو نفلي لمونځونو کې غوره لمونځ دی چې د شپې په آخره حصه کې ادا کيږي او بل دا چې ځنې فقهاؤ يې په سنت موکد قائل دي .

و الله سبحانه و تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

2 تبصرې

  1. داسلامی آنلاین لارښود محترمو کارکونکو او ټولواستادانو ته سلامونه او نیکی هیلی: زما نوم حیات الله ده دی ده نوم اصلی معنی سده مهربانی وکی که جواب راکی

  2. اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة
    د حیات الله د ښکلی نوم معنی ده :
    ژوندی کړی د الله