نکاح خط د عقد نکاح د پاره شرط نه دی

داسلامی آنلاین لارښود محترمو کارکونکو او ټولواستادانو ته سلامونه او نیکی هیلی په دارینوکی کامیاب اوموفق اوسۍ
پوښتنه می دا ده چه د نکاح خط په اړه په شریعت کی حواله راکړۍ او نکاح خط ترکومی اندازی قوی سند دی اوضروری دی اوکه نکاح خط ونه لیکل شی د شرعی لحاظه نقصان یی څه دی؟
په درنښت قریشی

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

نکاح خط د نکاح د عقد د پاره څه شرط نه دی بلکي جايز دي په شرط ددې د شريعت موافق وي مثلاً په هغه ایجاب او قبول ، شاهدان ، مهر او نور ذکر شي ( فتاوي دارالعلوم ديوبند ج ۷ ص ۸۴ ، کفايت امفتي ج ۵ ص ۱۰۰) .

و الله سبحانه و تعالی اعلم

Print Friendly, PDF & Email

2 تبصرې

  1. salam,za u pohtana larm chi hagha po landi dool dahaza ia po de bandi poha shwi na wa chi mata ia measht na waili di.ka habra wa bea ia terawala hm.hawnd ia hm po de bandi tengar na woo.chi measht de tera kri tengar ia plar kor tA PO TAG BANDI WOO.po de waht k ia hazi lumonz na kawloo aos ia hawn po de k shaq kawi chi nikah mat shwi na v.hawnd ia worsta der pehmana shoo.da sanga da?

  2. اسلام عليکم
    مهرباني وکړئ خپله ليکنه په پښتو ، دري يا انګلسي متن وليکئ دا چې پښتو په انګلسي وليکل شي صحي مطلب نه ترې خستل کيږي