ښاغلیو! اسلام علیکم ورحمت الله و برکاته
زما پوښتنه پدی اړه ده چه آیا په هغه کور چه د خپله د اسیدو په مطلب اخستل شوی یا ودان شوی که په ښار کی موقعت ولری یا په اطراف کی زکات کیږی که نه؟
او دوهمه پوښتنه می داده چه هغه نمره یا څمکه چه د کور د جوړولو د پاره اخستل شوی وی په هغه باندی زکات راڅی او که نه؟
مهمه نده چه دا نمره په ښار کی وی او یا که په اطراف کی.
ستاسی د څواب په انتظار
انجنیر عبدالحبیب د کابل د خوشحال خان څخه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د اوسيدلو په کور او دکور په سامان باندې زکات نشته همدارنګه که بل اضافي کور وي خالي وي يا يې په کرايه یې ورکړی وي يا مارکيټ وي په کرايه يې ورکړی وي د تجارت نيت ونه لري زکات په کې نشته کرايه به له سرمايې سره يوځای کوي او زکات به يې ورکوي (کفايت المفتي ج ۴ ص ۲۶۵ – فتاوي المحمودي ) .

ولا……… ودورالسکنی ونحوها اذا لم نتو للتجارت (درالمختار ۲/۲۶۵ سعيد ) .

و فی التنویر و شرحه‌: 

«و  فارغ  عن  حاجته  الاصـلیة  نـام و لو تـقدیراً نلا  زکـاة  عـلی  مکاتب‌…و  لا  فی  ثیاب  البدن  و  اثاث  المنزل  و  دور  السکنی  و  نحوها».

مګر که کور يا د ځمکې نمره د تجارت په نيت اخيستل شوی وي په هغه کې د بندې شوي پانګې زکات ورکول فرض دي :

ځکه په حديث شريف کې راغلي : إِنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّه عَلَيْهِ وَآله وَسَلَّمَ  كَانَ يَأْمُرُنَا أَنْ نُخْرِجَ الصَّدَقَةَ مِنْ الَّذِي نُعِدُّ لِلْبَيْعِ (رسول الله صلی الله صلی الله عليه وسلم  به مونږ ته د زکات په ورکولو امر کولو د هغه څه چې د تجارت دپاره به ساتل کيدل ) (ابوداود،طبراني ،بيهقي ) .

د علماء البلدالحرام هم همدا نظر دي :

په تجارتي مارکيټ (چې په کرايه ورکړ شوی وي ) او فابريکه هم زکات نشته په محصولاتو او توليداتو یې زکات فرض دی لکه ځمکه په اصل ځمکه زکات نشته اګر چه سرمايه ده خو په محصولات يې زکات فرض دي .

که هر ډول تجارتی اموال وي ماشين آلات ، خوراکې مواد نور سامان آلات د تجارت لپاره اخيستل شوی زکات پکې فرض دی .

(د زکات د فتاوی دايمي ټولنه ۲۹،۲۸ مکة المکرمه ) .

 و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email