د نارينه او ښځو په کډ پوهنتون کې څنګه تحصيل ته ادامه ورکړم ؟

سلامومنه او نیکی هیلی د انلاین اسلامی لارشود کارکوونکوته.
د ستاسوم د دینی معلوماتو د ارایه کولو نه دیره مننه.
زما پوشتنه داده:
چی د نر او شخو تر منح خو اختلاط په شریعیت کی روا نه دی.نو په پوهنتونونو کی خو دا کار اوس مهال جریان لری، نو آیا په داسی شرایطو کی استاد ته جواز شته چه نجونو او هلاکانو ته یو حای په یوه صنف کی درس ورکری. او که نه وی استاد باید سه وکری، ایا وضیفه ترک کری او که بله لاره هم شته ده،که د اسلامی احکامو په رنا کی حواب راکری او همدارنکه په دی هکله د نری د علماوو نظر راته بیان کری دیره مهربانی به مو وی. اسد الله رحمانزی

———————————————————————————————-

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم  

په اوس عصر کې يو عظيم فساد د نارينه او ښځو خلوت دی د خلوت عظيم فساد د جاهليت د ناوړو عاداتو څخه دی او دا د الله تعالی د سر سختو دوښمنانو يهودو ،نصاراؤ او نورو کفارو په لاره تګ دی او له يو سره د کفارو مشابهت دی ځکه چې د نارينه او ښځو خلوت د کفارو له لويو صفاتو څخه يو صفت بې حيايې د نر او ښځو تر منځ کډ ژوند دی  من تشبه بقوم فهو منهم( أبو داود اللباس (4031).  وعيد کې شامل دی .

د نارينه او ښځو د اختلاط د حرمت او د هغه د ګناه د سخت وعيد په باره کې ډير آيتونه او احاديث راغلی دي تفصيل دلته وګورئ :

https://dawat610.com/archives/613

https://dawat610.com/archives/80

https://dawat610.com/archives/1413

او هغه کسان چې په ټولنه د دې عظيم فساد خپرول او رواجول غواړي د سخت عذاب خبرداری ورکړ شوی دی : « إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَنْ تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ » (النور :19)

ژباړه : کوم کسان چه غواړي د مسلمانانو په ډله کې فحشآء خوره کړي شته دغو (کسانو ) ته په دنيا او آخرت کې سخت دردوکی عذاب .

مسلمان ته د اسلامې شريعت حکم دی چې د اختلاط او فساد له ځايونو څخه خپل ځان وساتي او د الله (جل جلا له)  حکم ته غاړه کيږدي .

مګر که په يوه هيواد او ښار کې ټولې لوړې زده کړې او ټول پوهنتونونه مختلط وي نو مسلمان به څنګه خپل تحصيل ته ادامه ورکوي ؟

په داسې صورت کې چې بغير له مختلط پوهنتون بل پوهنتون او علمي څانګه نه وي نو مسلمان به د ضرورت له وجې خپل تحصيل ته ادامه ورکوي ځکه د نن عصر لوړې زده کړې د امت ضرورت دی ، نو د ضرورت له وجې به مسلمان خپل تحصيل ته د شرعي شرايطو په صورت کې ادامه ورکوي ، تر خپله وسه به له نامحرمو څخه خپل نظر ساتي ، د هغوی سره به بې ضرورته خبرې نه کوي ، ارتباط ، ملګري او داسې نور چې عظيم فساد او د زنا اسباب بلل کيږي ځان لرې ساتي .

په دې باره الشيخ محمد صالح المنجد د معاصرو علماء ډير اقوال ذکر کړی دی چې دلته څو را نقلوو :

وأن الواجب على المسلم اجتناب الدراسة والعمل في الأماكن المختلطة .

إلا أن البلاد التي ابتلي أهلها بوجود الاختلاط في غالب مجالات الحياة ، خاصة مراكز التعليم ، بحيث صار من المشقة الكبيرة على المسلم أن ينأى بنفسه عنها ، يُرَّخص لهم ما لا يرخص لغيرهم ممن حفظهم الله من هذه الأمور .

وهذا الترخيص مبناه على القاعدة الفقهية التي تقول : ” ما حرم سداً للذريعة يباح للحاجة والمصلحة الراجحة ” .

جاء فی مجموع الفتاوي : ” والشريعة جميعها مبنية على أن المفسدة المقتضية للتحريم ، إذا عارضتها حاجة راجحة أُبيح المحرَّم”. انتهى “مجموع الفتاوى” (29/49) .

وقال: ” ما كان من باب سد الذريعة إنما يُنهى عنه إذا لم يُحتج إليه ، وأما مع الحاجة للمصلحة التي لا تحصل إلا به فلا ينهى عنه “. انتهى ” مجموع الفتاوى” (23/214).

سئل الشيخ ابن عثيمين عن شاب لم يجد إلا مدرسة مختلطة ؟ فقال : ” يجب عليك أن تتطلب مدرسةً ليس هذا وضعها فإن لم تجد مدرسةً إلى بهذا الوضع وأنت محتاجٌ إلى الدراسة فإنك تقرأ تدرس وتحرص بقدر ما تستطيع على البعد عن الفاحشة والفتنة بحيث تغض بصرك وتحفظ لسانك ولا تتكلم مع النساء ولا تمر إليهن “. فتاوى نور على الدرب (1/103). (13/127)

أنا طالب أدرس في الخارج والجامعة فيها اختلاط (ذكور وإناث ) وسؤالي : هل يجوز أن أدرس في هذه الجامعة ؟
جـ _ ننصح المسلم الذي يريد نجاة نفسه أن يبتعد عن أسباب الشر والفتنة ، ولا شك أن الاختلاط مع الشابات في المدارس من أسباب وقوع الفساد وانتشار الزنى . ولو حاول الشخص أن يحفظ نفسه فلا بد أن يجد صعوبة لكن إذا ابتلى الشخص بذلك فعليه التحفظ والاعتزال وغض البصر وحفظ الفرج وعدم القرب من النساء مهما استطاع ، والله أعلم . الشيخ ابن جبرين

آخري خبره :

د ټولو پوهنتونو مسلمانو استاذانو او محصيلنو ته مو دا پيغام دی چې د شرعي اصولو او اوامرو موافق خپل تحصيل ته ادامه ورکړئ ، او په دې لاره کې د خپلې پوهې د لوړولو د پاره بې حده کوښښ وکړي تر څو امت او هيواد هغه څه ته چې سخت ضرورت لري بې نيازه شي .

په پوره غيرت او وقار د اسلام د اوامرو او شعائرو څخه د پوره پوره دفاع او ساتنې په صورت کې ثابت قدمه ووسئ او قطعاً سکولر ، کمونيست او هغو ضعيف الایمانو ته چې نه اسلام او نه هيواد ته وفادار دي موقع ور نه کړئ .

و من الله توفيق

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

 

Print Friendly, PDF & Email